استاد اجمل ښکلی

پخوا له ادب او شاعرۍ نه بهر هنرونه هم د صنعتونو په نامه شاعرۍ ته راننوتي وو، لکه مشجر چې د شعر له شکلي جوړښت به ونه جوړه شوه. دا د انځورګرۍ يا ګرافيک هنر پورې تړلى دى. پخوا چې د خطاطۍ او طبيعت اړوند انځورګرۍ هنر تود بازار لاره، خلک به يې ژر اغېزمنول او د شاعرۍ دېوانونه به هم ميناتوري کېدل؛ نو د شاعرۍ له دې بهرني شکله به خلکو خوند اخيسته؛ خو ستونزه دا وه، چې دا يې د شاعرۍ له هنره نه بېلاوه.

مشجر او مربع عموما کم پيدا کېږي. په پښتو کې خو بېخي کم دي. د دې څو لامله دي؛ يو دا چې دا سخت کار و. شاعر به لومړى کېناسته، چې داسې الفاظ راټول کړي، چې عمودي او افقي يو رنګه وي او مفهوم کې يې هم بدلون رانه شي، همداسې په مشجر کې هم، چې ونه ترې جوړه شي. بل دا چې زياتره شاعران په دې پوه وو، چې دا متکلف کار چندان ګټور کار نه دى؛ خو سړى حيران دې ته شي، چې بيا ولې زموږ بديعپوهانو له دومره لږو بېلګو سره په صنعت کې شامل کړى. همدا پايله راوځي، چې په لومړيو کې به له دوى سره دا هوس و، چې په نورو ژبو کې شته؛ نو زموږ ژبه کې دې هم وي.

لومړى پکار ده، چې په شعر کې د معما د راپيدا کېدو په لاملونو وغږېږو:

عموما په معما کې د ابجد يا نورو سيسټمونو له مخې شمېرې په توريو اوړي او بيا له توريو نه کلمې جوړېږي. دا کلمې زياتره د مانا څښتنه کلمه وي، خو کله د مخففاتو غوندې د اوازونو تشه بې مانا ټولګه وي. پخوانو داسې انګېرله، چې د زوکړې، مړينې يا بله نېټه چې په شمېرو(اعدادو) کې وړاندې کېږي او دا شمېرې سختې ناشاعرانه وي؛ نو د شاعرانه کولو لپاره يې پکار ده، چې په توريو واړوو او کلمې ترې جوړې کړو. دا کلمې که مانا ولري؛ نو په معما کې دوه اړخه پيدا شي، يوه د کلمې اصلي يا سرسري مانا بله پټه يا معمايي مانا.

معما چې په توريو او کلمو کې وړاندې کېږي، تر نېټو لنډه وي او د شعر له وزن سره سمون هم لري، ځکه د نېټو د موزونولو تجربه په شاعرۍ کې کمه شوې او چندان کاميابه تجربه هم نه ده. بل څپې هم کمي نيسي او په اسانه په شعر کې مدغمېږي. مثلا: د ابجد له مخې هر تورى څو شمېرې لري. دا څو شمېرې په يوه توري کې وړاندې کېداى شي، چي په څپو کې سپما رامنځته کوي.

پخوانو په شعر کې له دې ډول پېچلتيا نه خوند اخيسته او غوښتل يې مخاطب وننګوي.

معما عموما په مهمو چارو کې کارېدله. هغه کار چې عام و، شاعرانو ورته معما نه کاروله؛ نو معما به شاعر د خپلو مهمو کارونو لپاره کاروله؛ نو د پېښو اهميت هم د معما يو علت ګڼلاى شو.

معما پټولو ته وايي. په شعر کې له هندي مکتب بهر نورو شاعرانو د خبرو سادتوب ته ډير تمايل لاره؛ نو بيا يې په معما کې د پېچلتيا تنده ماتولاى شوه. په هندي سبک کې چې پېچلتيا او کنايو اهميت لاره، له معما هم خوند اخيستل کېده.

په هغه وخت کې عمومي ادبي تمايل معما ته موجود و. اوس چې دا تمايل نشته، شاعران معما نه کاروي او چندان ګټور کار ورته نه ښکاري.

اوس پر دې غږېږو، چې معما مو اوس ولې نه ده پکار؟ معما ولې د ماضي په قبرستان کې ښخه شوه؟ او ولې صنعت نه دى؟

پخوانو د اوسنيو پر خلاف د شاعرۍ لوست او ايجاد ته ډېر وخت لاره. پخواني د ولاړ مهال خلک وو. يوه کس به کار کاوه، نور به بې غمه وو، ځکه نو خلکو د معماوو ايجاد ته ډېر وخت لاره. نېټه معلومه کړه، بيا د نېټو شمېرې يا اعداد په توريو ووېشه، بيا په شواخون هغه توري سره يوځاى کړه او يوه کلمه ترې جوړه کړه. دا شواخون به بيا لوستونکي ته هم ورپرغاړه و. ورځې ورځې، اوونۍ اوونۍ به يې د يوې معما په سپړلو او معلومولو تېرولې؛ نو له دې کړاوه هم شاعر خوند اخيسته، هم لوستونکي.

خو دا کړاو شاعرانه کړاو نه و، بلکې علمي کړاو و. همغسې کړاو، لکه يو څېړونکى يې چې د څېړنې له پېچلتيا او زحمته اخلي. ستونزه دا وه، چې پخوانو د شاعرانه او علمي کړاو توپير نه کاوه. اوس يې چې توپير څرګند دى، پوهان يې په صنعتونو کې نه شمېري.

علمي کړاو عموما عقلي اجتهاد غواړي او د ثابتو علمي اصولو له مخې معلومېږي؛ خو شاعرانه کړاو د خيال او ذوق کړاو وي. موږ چې د سمبول يا استعارې يا کنايې له راسپړلو نه کوم خوند اخلو، هغه په څېړنه کې د يوه ليکوال يا شاعر د زوکړې د نېټې له معلومولو سره څرګند توپير لري.

تر ډېر کړاو وروسته به چې لوستونکي د شاعر معما راوسپړله او مانا به يې ورڅرګنده شوه؛ نو له خولې نه به يې د خوند (واه) وووت؛ خو اوسنى لوستونکى ګومان نه کوم، چي د معما په راسپړلو هغسې (واه) وکړي.

د معما لپاره عموما د ابجد او نورو سيستمونو معيارونه وو او شاعر به د معما له کلمې يا کلمو پرته نورې لفظي قرينې هم کارولې. د خوشال معماوو کې دا قرينې وينو. نوموړى له بنګښو سره د ګنبت د جګړې نېټه ښيي:
د هجرت د کال غفو و په حساب کې

په غره واوره ورېدلې نیساني وه

له (عفو) نه معصوم هوتک د حنان د دېوان په سريزه کې (۱۰۸۶ق) کال راايستلى دى. په دې بيت کې (د هجرت د کال) قرينه وينو، چې په اسانه مو پوهوي، چې معما کارېدلې ده.

خو کله ناکله به معما په معما کې ورکه وه او داسې څرګنده لفظي قرينه به هم نه وه؛ نو چې تر څو به يې شاعر پخپله وضاحت نه و کړى، معما به معما پاتې شوه. تر دې چې تر معما به لاندې هغه نېټه يا نوم ليکل کېده او لوستونکي به ننګول کېدل، چې دا نېټه ترې سمه دمه راوباسي. حنان بارکزي د خپل نوم معما ويلې:

معما مې ده د اسم دوه سمکه

حا د دوو سمکو سر کړه، واعلم

اوس د شاعر مراد (نون) دى، چې په عربي کې سمک هم ورته وايي؛ نو د سمک پر ځاى نون ته د لوستونکي د پام اړولو لپاره څه نه وينو. خداى خبر، چې دا معما به لومړى ځل چا حل کړې وي او که شاعر به چا ته ښودلې وي. پخوا شاعران د معما له نامه او تشخيص سره اشنا وو او څرنګه چې د يوه ادبي مهال خلک وو، معماوې يې که په ډېر شواخون هم وې، حلولې؛ خو بيا هم داسې معماوې راپاتې دي، چې لا ګونګې او ناحله دي.

پخوانۍ زياتره معماوې د معماوو لپاره وې. مثلا: شاعر به د خپل نوم معما ويله. اوس دې معما د دې نوم او شعر په ادبي کولو کې څه لاس کېداى شي؟ ښه بېلګه يې د حنان پاسنى بيت دى. همداسې د نېټو معماوې هم درواخلئ. که دا معماوې نه واى او نېټې همداسې يادې شوې واى، د شعر ادبي ماهيت به ګنې نيمګړى و؟ که نه، نو بيا د صنعت په توګه د معما اړتيا څه وه؟

معما چې د شعر له ادبي ماهيت سره مرسته نه کوي او د شعر له ماهيته راته بهر ښکاري، په ادبي صنعتونو کي نه شو شمېرلاى.

پخوانو هڅه کوله چې هره خبره په شعر وکړي. خداى وکړه، که هغه خبره هر څومره د نثر وي. د نېټو ليکل د نثر کار دى، ځکه خو ترې زموږ ادبي مورخين په څېړنه کې استفاده کوي؛ خو پخوانو داسې انګېرل چې که معما شي؛ نو شاعرانه ارزښت به ومومي.

معما صنعت خو نه دى، چې لا په ادب کې يې ډېرې ستونزې پيدا کړي. زموږ ادبي مورخين تراوسه د شاعرانو د زوکړو او مړېنو او مهمو پېښو پر نېټو يا تاريخي مادو سره نه جوړېږي. سره له دې چې په نوې نړۍ کې دا اهميت نه لري، چې رحمان بابا دوه کاله مخکې مړ و، که دوه کاله نور هم ژوندى و. د حنان د پلار معما رښتيا هم دومره مهمه ده، چې د دېوان اصلي اړخ دې تر سيوري لاندې راولي. بس چې ثابته شوه، چې داسې يو شاعر په پښتو کې تېر دي، نور يې موږ ته هنر مهم دى، چې څه يې ويلي او څنګه يې ويلي دي.

ادبي مورخينو ته د دې سرخوږي په پيدا کولو کې يو لاس د تعميې هم دى. پخواني ليکدوو له اوسني سره توپير لاره. زور، زېر او پېښ مهم وو او موږ د معماوو له امله هم د عربي ژبې کلک متابعت کاوه. همداسې کاتبانو هم په متونو کې ګوتې وهلې دي. مثلا: له غ نه يې لاسي يا په ناپامۍ کې ټکى غورځولى او ع ترې جوړ شوى، چې د ابجد له مخې بېلې بېلې شمېرې لري او که په معما کې راغلى وي، نېټه کې بدلون راولي. ښاغلي معصوم هوتک د حنان په دېوان کې د هغه د پلار د مړينې په لاندېنۍ معما کې پر (ى) باندې د زېر د بدلون همدغسې يوې تېروتنې ته اشاره کړې ده:

زما پلار محمد حسن د دین پنجه

له هوښیاره مې د مرګ وکړه پوښتنه

خدای دې ورکړي په جنت کي سراچه

راتې وویل تاریخ سو مرغ چه

“له دغو … تاریخي مادو څخه داسي نتیجه را ایستلای سو، چي ”مرغ چه“ به غالباً ”مرغی چه“ وي ځکه پخوانیو کاتبانو او په هغو کي پخپله میرزا حنان زیاتره وخت )ی( په زېر )کسره( سره ښیي. د ”مرغی چه“ کلمې )ی( به یې غالباً په زېر سره ښوولې وي، چي هغه هم له کتابته پاته سوی دئ. په دې توګه نو د تاریخي مادې ارزښت ۸۰۱۱ کېږي.”

همدغسې يې بله معما ده. د ښاغلي معصوم هوتک خبرې نېغ په نېغه رااخلم:

“افلاکونه یې په نور د جبین ونیو

پر نامه د مدینې معجزه ګوره

درست جهان یې نبوت په نګین ونیو

چي مه څیري سوه په میان کي یې دین ونیو

په دې معما کي د حضرت محمد(ص) په لاس د شق القمر معجزې ته اشاره سوې ده او حل یې ساده دئ.

”مه“ چي څیري سي یعني ”میم“ او ”ها“ یې سره جلا سي، ”دین“ یې په منځ کي ور ولوېږي، ”مدینه“ ځني جوړېږي. د کوټي چاپ ثبت یې داسي دئ:

افلاکونه یې په نور د جبین ونیو

پر نامه د مدینې معجزه ګوره

درست جهان یې نبوت په نګین ونیو

چي ماه څیری شوه په میان کښي ئې دین ونیو

دلته د )ماه( لیکدود معما ته زیان رسولی دئ. ځکه که )ماه( څیري سي او )دین( یې میان ته ور

ولوېږي نو به یا )مدیناه( ځني جوړېږي یا )مادینه( چي دواړه شکله یې سم نه دي.”(ميرزا خان بارکزى، دېوان(څلورم چاپ)، د محمد معصوم هوتک په زيار، خپرندوى: صحاف نشراتي موسسه، ۱۳۸۸ل).

نو په نېټو او پېښو کې چې صراحت پکار وي، پخوانو د معماوو په پېچلتيا مبهمې کړې دي او موخرينو پکې په خپل اجتهاد نورې تېروتنې کړې دي، چې ښايي د ليکدود بدلون يا داسې نور عوامل يې وبولو.

کله کله خو د معما کلمه يا کلمې هم مشخصې نه وي، چې کومې کومې کلمې او د يوې کلمې څومره برخه په معما کې شامله ده او څومره تري بهر ده.

همدا لاملونه دي، چې اوس د صنعت په توګه په اوسنۍ شاعرۍ کې د معما ځاى نشته دى او شاعران يې نه کاروي.

———————————-

په تاند کې د لیکوال ځینې نورې لیکنې:

د مطلقو فعلونو املا،  د شاعرۍ لوری، د کلمو شاعري، معلومات که فکر، جدي لوستونکی، رغښتواله، استعاري عددونه او قیدونه، حسن تعلیل او مدعا المثل، له شاعرۍ سره مراعت، زموږ د کیسو پېښې، د معلوماتو خرڅول، تلمیح، فرد څه وايي، تجنیس، هېره ژبه

One thought on “معما مو اوس ولې نه لګي؟/ اجمل ښکلى”
  1. ما د استاد حبيبي د ويرنې سرليک(آليکوال مې دتاريخ) کښلی وو چې د مړينې نېټه ترې راځي! مينه او مننه زيار

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *