فیصل کونړی

 څو اوونۍ وړاندې په ننګرهار ولایت په جلال اباد ښـار کې د صرافۍ په مارکيټ باندې وسلوالو غلو حمله وکړه، غلو لومړی یو صراف په ډزو وويشت او بیا یې هڅه وکړه چې د صرافۍ په یوه دوکان کې شته روپۍ له ځانه سره واخلي او وتښتي، خو په همدې وخت کې يو بل تن صرافۍ ته راشي، غله چې دغه کس وګوري نو هر څه ځای پر ځای پریږدي او تښتي. دغـــه وحشیانه کړنه په رسنېو کې ډیره زیاته خپره شوه، ان تر دې چې د والي او د امنیت رئيس د استعفا غوښتنه هم وشوه.

له همدې ورځی وروسته په جلال اباد ښار کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي و، خو بالاخره د یادې پېښې عاملان ونیول شول، په نیول شویو کسانو کې فیصل نومی ځــوان هم شامل و، فیصل د کونړ ولایت اوسیدونکی دی، او دلته په جلال اباد ښار کې د صرافۍ دوکان لري، او د وژل شوي صراف کلک ملګری هم دی، ویل کیږي چې غلو ته ټوله طرحه همدې فیصل ورکړې وه  فیصل په خپل جرم اعتراف کړی دی او ویلي یې دي چې وژل شوی صراف زما اعتباري ملګرې دی وو، او د پیسو لپاره مې په ملګرو وواژه. دوستي د ژوند نوم دی، ملګرتیا د ورورولۍ دوهم نوم دی، رښتينې ملکرتيا کې انسان له هر څه نه تیريږي خو له ملګري نه تيریږي، خو دلته زموږ په ټولنه کې داسې وحشیان د انسان په جامه کې شته چې هغوی ته ملګرتیا، ورورولي، او انسانیت د پیسو په مقابل کې بې ارزښته دي، تر هر څه زیات اهمیت پیسو ته ورکوي او پیسه تر هر څه نه مهمه بولي. لـــکـــه يو مثال يې فیصل کونړۍ دی! فیصل خپل نيږدې ملګري پسې څو وحشیان راوستل او د هغه ژوند یې پرې واخیست. فیصل فکر کړی و چې د ملګري په مرګ به یې د غریبۍ رسۍ وشليږي. خو خبر نه و چې د ارمان به یې زندان ته ورسوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *