افغانستان ۳۵ کاله کیږي چې د جګړې په اور کې سوزي ، او د نړۍ د تاریخ دغې اوږدې جګړې نه یواځې داچې زموږ ټولې ملي او معنوي شتمنې راته یا لوټ او یا یې له خاورو سره خاورې کړې ، بلکې زموږ د پیړیو پیړیو ملي پیاوړی یووالی یې هم راته دړې وړې کړ، چې دادی زموږ دهیواد ملي تمامیت یې هم له سترګواښ سره مخ کړی دی .
ډیری افغانان ګروهمن دي چې د دغې اوږدې افغان وژونکې جګړې یو او ستر لامل بهرنۍ لاس وهنه ده . ښايي دا به پر ځای او سمه خبره او انګېرنه وي ، خو زه په دې ګروهه یم چې له دې نه ستر لامل موږ خپله یو ، دا موږ یو چې دا جګړه مو نږدې نیمې پیړۍ ته ورلنډه کړې ده، دا موږ یو چې خپل ملي یوالی او خپلې ټولې ملي او معنوي شتمنۍ مو په خپل لاس دړې وړې کړې دي، دا موږ یو چې نورو ته مو دلاس وهنې اجازه ورکړې او دا موږ یو چې د نورو د موخو په پلې کولو کې په ډیره نادانۍ مرسته او ملاتړ کوو.
زموږستره بد مرغي داده چې مو غیرتیان، جګړه ماران، تورزنان، اتلان ، قهرمانان، جنرالان ، په هېواد مینان هرڅه هرڅه ډير لرو ، خو له بده مرغه ریښتیني ، پوه او څالاکه سیاستوال بیخي نه لرو. له اره سیاستوال نه لرو. که یې له ۱۳۵۲لمریز کال نه راپه دېخوا حساب کړو نو اېله یو یا دوه سیاستوال به مو درلودلي وي، چې له بده مرغه دهغوی په ستوني موږ خپله چاړه ایښی او له دنیا نه مو تیر کړي دي .
سیاست د چلونو، دوکو،څالاکیو او زغم علم دی چې په احساساتو نه یواځې داچې څه ترې لاس ته نه راځي بلکه ترلاسه شوې موخې هم له بیخه له منځه ځي.
خوموږ تل دسیاست قیزه دهغه چا لاس ته ورکړې او ورکوو چې د زغم او حوصلې پرځای یې احساسات تل په پریکړو او ویناو غالب وي.
په ورځني ژوند کې که خپلې وړې پرېکړې داحساساتو په بنسټ وکړو نو زیان یې زموږ تر ګاونډیو هم ډیر وخت رسیږي او رسیدلی دی ، پاتې شوه دهېواد په کچه پرېکړې ویناوې او کړنلارې، چې د سیاسي متخصیصینو ، ټولنپیژندونکو او ان داروا پوهانو له نظره باېد چاڼ او بیا هم چاڼ شي .او هله باید دسیاستوال له خولې راووځي.
افغانستان د ډیر مېشتو توکمنو ګډ کور او ګډ ګور دی. خو په دغه ګډ کور کې ددې هېواد ډیره کي یانې پښتانه تر هر چا په بد حالت کې دژوند تریخې شیبې دزهرو په ګوټ تیروي .
نن ورځ پښتانه نه یواځې داچې ملاتړي هیوادونه نلري ، بلکه ډیری هېواونو ددوی دځپلو او لا ټوټه ټوټه کولو لپاره نستوڼي رابډ وهلي دي،چې دا مهال یې موږ په خپلو سترګو وینو.
ایران دخپلې ژبې ، فرهنګ او مذهب دخپرېدا لپاره له هیڅ ډول لارې چارې نه لاس نه اخلي او یوه شیبه هم کرار نه دی ناست، پاکستان دډیورنډ کرښې د ساتلو لپاره هره ناروا چې په وس یې وشوه دریغ یې نه کړه او نه یې دریغوي ، همدا شان ازبکستان تاجکستان ، ترکمنستان ان تر کیه هر یو د خپلو ژبنیو ، فرهنګي او اقتصادي ګټو لپاره ترخپلې وسې پښتان ګوښه کړي او کوي یې ، او دپښتنو دکمزورتیا لپاره یې د پاکستان او ایران ملاتړ کړی دی او ملاتړ ته یې دوام ورکوي. راغلو هغو هېوادونوته چې دملګرو ملتونو تر نامه لاندې یې سرتیري افغانستان ته راغلي دي او ښکاره خبره ده چې یواځې پښتانه له دوی سره جنګیږي او دوی به دپښتنو دځپلو لپاره لارې چارې کاروي.
او دننه ځینې توکمیزې کړۍ یوه واړه فرصت ته شیبې شماري چې د خپلو موخو په ترلاسه کولو کې ترې ګټه واخلي .
او که دا ټولې لاسوهنې، دسیسې،خپلمنځي شخړې او له نورو قومونو سره وړې او غټې لانجې سره یوځای کړو نو پایله یې دافغان هېواد ټوټه کېدل او د کردانو په برخلیک دپښتنو اخته کېدل دي .
نو په داسې وخت کې پښتنانه باید څه وکړي؟
ایا په داسې یوه وخت کې چې دباندیني او دهېواد دننه دښمنان مو له موږ نه په وارو وارو ځواکمن او ملاتړي هم ډير لري اړینه ده چې احساسات وکارو؟
موږ غوښتل په ملي تذکرو کې دافغان کلیمه ور زیاته کړو، خو موږ نه یواځې ونشوه کړای چې په ملي تذکرو کې دافغان نوم ور زیات کړو بلکه زموږ احساساتي خبرو دافغانستان په تاریخ کې د لمړي ځل لپاره یو شمیر خلکو ته دا جرآت ورکړ چې په لوړ غږ ووايي “مـــــــــوږ افـــغـانـان نـه یـــــــــو” دا هغه جمله ده چې دشعلې او ستم ملي ګوند غړو به په خپلو منځو کې په پسپسي ويله ، خو دا موږ و چې دا لاره مو هواره کړه چې داپسپسی په اوچت او ګډغږ بدل شي.
زه دهغو مشرانو د احساساتو قدر کوم چې په ملي تذکره کې یې دافغان نوم ورزیاتول غوښتل، خو دا هم وایم چې دایې دغوښتو لار او ډول نه و.سره له دې چې تذکرې یواځې دهېواد دننه کاریږي او دومره اړینه هم نه ده چې هلته دې دافغان نوم ولیکل شي او همدا شان د دین نوم هم ، دا ځکه دافغانستان غوڅ اکثریت وګړي مسلمانان دي ، او په دې خبره هرڅوک پوهیږي. خو بیاهم دا غوښتنه چې وشوه پرځای وشوه، خولاسته راوړنې یې زموږ دملي یوالي درزپه چاود بدل کړ،په ملې تذکرو دافغان نوم ورزیاتېدلو غږ نور غلی شو ، په پښتو ژبه دیوه پیاوړي تلویزون دبندیدو سبب شو دا ځکه چې زموږ دغوښتنو دبیان ډول خپله دا نارې وهي چې دافغانستان ټول وګړي افغانان نه دي، بلکه یواځې پښتانه افغانان دي ،نو چې موږ خپله داچیغې وهو بیا ولې په ملي تذکرو کې دملیت په ځای دقومیت ادعا نه کو، او که دافغانستان ټول وګړي افغانان دي نو بیا دې خبرې ته څه اړتیاده چې پښتانه یانې افغانان؟
دپښتون په خوله ددې خبرې کول تاسو ته څنګه بریښي؟ هغه پښتون چې نارې وهي چې دافغان خاورې اوسیدونکي ټول افغانان دي او بیا دی وايي پښتون مساوي دافغان؟ دا دواړه خبرې سره نه جوړیږي.اوهمدا شان دپښتون اوسنی حالت که و ارزو نو پښتنو ته اړینه ده چې هره خبره او هره کړنه په پوره فکر او زغم وکړي،زه خو وایم چې پښتون باېد له هر چا ډېرې نارې وهلې او هڅه یې کړلی چې چې افغان یواځې پښتون ته نه وايي، ددوی کړنو او ددوی ویناو باید نور قومونه داسې را مات کړی وای چې هغوی خپله په خپله خوښه ویلي وی چې موږ افغانان یو ، که پښتان غواړي خپل هویت وساتي نو باید نوي ریښتیني سیاست ته مخه وکړي او هڅه وکړي چې دنړۍ سیاسي تاریخ ولولئ او ترې زده کړي ،او پیاوړي سیاستوال وروزي، پښتنو ته اړینه ده چې لمړی په خپلو منځو کې شخړې او لانجې له منځه یوسي او دپښتنو دیو والي لپاره نه ستړی کیدونکی هانداو کار وکړي ، پښتانه که خپله په قومي او لهجوي ستونزو اخته وي ډوی هیڅکله ددې جوګه کیدای نشي چې نور تر خپل وزر لاندې راټول کړي.
پښتنو ته اړینه ده چې ووړ او زوړ یې کرار دخیر په غونډۍ ناسته پریږدي بلکه دجګړې اور له خپلې لمنې لرې او مړ کړي ، دپښتنو دملي هویت دساتنې لپاره تر ټولو اهم توکی دجګړې داور مرګ دی، او که پښتانه ژوند غواړي نو دا اور باید مړ کړ، دجګړې دا اور به پښتانه دنړۍ له جغرافیایې نقشې نه ورک کړي ،نو تر هرڅه لمړی باید پښتانه لږ تر لږه دجګړې اور کمزوری او دپښتنو له کهوله لرې کړي، اپښتانه باید خپل حق وغواړي ، دا ددوی انساني حق دی. خو حق په احساساتو نه بلکه په پوهې وغواړي او د ترلاسه کولو لپاره یې باید یو غږ اوسي ، پښتانه باید نورې نړۍ سره داړیکو ټینګولو هڅه وکړي ان هغه که په فردي ډول هم وي باېد دا اړیکې ټینګې شي.
عارفه عمرلور بشیر
محترمې خور عمرلور ته درناوی اوسلام:
رښتیا چي په دغه لیکنه کي دي هغه حقيقت بیان کړی چي موږ ټول د بې ځایه احساساتو له لارې د تباهۍ په لور روان یو ، چي جګړه او ناپوهي يې لاملونه دي.
خدای دي په موږ کي لمړی دجګړې اور مړ کړي او وروسته دي پوهنه او زده کړه را په برخه کړي . په درنښت
که غلط شوی نه وم، نو په ګمان مې چې ګاندي به وه! هغه په خپلو خاطراتو کښلي، چې پر لوی هند د انګریزانو د واکمنۍ پرمهال یې د استعمار له سیاستونو سره د مخالفت لپاره، څو ورځې روژه نیوله،
بله ورځ په دې چرت کې ولوید، چې دا انګریز ډیر هوښیار قوم دی، نه چې روژه یې د هغو په ګټه تمامه نه شي؟؟؟
زه چې د خپلو ځینو اوسنیو سیاسیونو او مفکرینو نظرونو، باورونو اودریځونو ته ګورم نو شک را لوېږي، چې آیا ددوی داسې (زړوره قومپالنه) زما د قوم په ګټه ده او که برعکس د ګټې پرځای تاریخي تاوان وررسوي!؟