تاند- د بریتانیا ګارډین ورځپاڼې د افغانستان د نوي ولسمشر اشرف غني احمدزي د لوړې په درشل کې د نوموړي په اړه یو تحلیلي راپور خپور کړی چې سرلیک یې دی:«اشرف غني: هغه مفکر ولسمشر چې اوس خپله تیوري /نظریه/ په عمل بدلولی شي.»
ورځپاڼې په پیل کې د اشرف غني احمدزي مرستیالانو ته په اشارې د نوموړي په دریځ کې د بدلون یادونه کړې او بیا یې لیکلي دي: اشرف غني یو داسي اغېزناک او عالم مفکر دی چې له عامو کلیوالو سره دومره خوښ دی لکه څومره چې له نړیوالو نظرخاوندانو او پوهانو سره چې وي.
ګارډین وايي، ډاکتر اشرف غني احمدزی د دنیا تر ټولو په لوړ پوهنتون کې استادي او په نړیوال بانک کې مهم مسوولیت لرلی دی، مطرح تکنوکرات، د مالیې وزیر او بالاخره د افغانستان د اوسني حکومت جګپوړی امنیتي چارواکی پاتي شوی دی. او یو وخت یې ځان د ملګروملتو سرمنشي توب ته کاندید کړی و.
ورځپاڼه وايي چې ډاکتر غني د خپل اوسني کار د اساساتو کتاب څو کاله پخوا لیکلی و. ډاکتر غني د ناکامو دولتونو د ستونزو د حل کولو لپاره په انګلیسي ژبه (Fixing Failed States) کتاب لیکلی و چې په نړۍ کې یې زیات هرکلی وشو.
ورځپاڼه وايي، سره له دې چې ډاکتر غني احمدزی پاک، له فساده لېري او مودرن تکنوکرات پېژندل کېده، د ۲۰۰۹ میلادي کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې یې لږې رایې ترلاسه کړې.
خو د سږ کال په انتخاباتو کې یې، سره له دې چې درغلۍ پکې وشوې، زیاتې رایې وګټلې.
ګارډین لیکي، د احمدزي ځیني منتقدان وايي چې خلکو د سر په قیمت د ده لپاره رایې ورکړې نو باید حکومت یې له خپل سیال سره نه وای وېشلی.
خو ملاتړ کوونکي یې وايي چې ډاکتر غني به بینادي او حیاتي بدلونونه راولي.
ګارډین وايي چې دواړه ادعاوې به سر له نننۍ دوشنبې وازمویل شي. دا به د افغانستان په تاریخ کې لومړی ځل وي چې یو اکاډیمیک او د لوړې سویې عالم خپلو افکارو ته د عمل جامې د اغوستلو فرصت ترلاسه کوي.