جناب ریس جمهوره او د امنیت ستر سلاکاره!
که لږ د مشرئ او مسولیت احساس کوئ!
که لږ د ولس په درد دردمند کېږئ!
که کم ترکمه لږ ملي او وظیفوي احساس لرئ!
که مو دا موقفونه رښتیا لږ اجرایوي هم وي!
که لږ هم خپل واک لرئ!
که لږ تصمیم نیولای شئ!
که غولول، چل وفریب نه کوئ!
که د شته ناخوالو لږ تر لږه د ختمولو نه، بلکې د کمولو څه اراده لرئ!
که لږ جدي تفکرانه او ستراتیژست برخورد وکړئ!
دا ستاسې پدا تناسبي حکومت کې لومړۍ درنه خوني پیښه نده، چې یواځې په پلازمینه کې صورت نیسي. په ولایاتو کې خو یې لا پریږده!
دا څلورمه ستره، خوني او وحشي درنه پیښه ده چې ستاسې مقر او ماڼۍ تر څیرمه کېږي!
تاسې ولې د تیرو پیښو عبرت نه اخلئ؟
د شاه شهید درنه پیښه مو یواځې د غندنو په ایډیټ او د برسۍ د کمیسیون په تشکیل سړه کړه!
د امنیت د لسم ریاست پیښه مو هم همدا ډول تیره کړه!
د وزیر اکبر خان په روغتون برید مو هم په اعلامیو او د شکلي کمیسیون په تشکیل د ولس له مخې لرې کړه!
تاسې خبر یاست!!
نن یې د سلو په شاوخوا کې وطنوال شهیدان کړل او په سلګونه نور یې سخت ټپیان کړل؛ په سلګونه کورونه یې د غم په ټغر در کښينول! په لسګونه میندی یې کونډې او بورې کړې! لسګونه کوچنیان یتیمان او په سلګونه کورونه بې سرنوشته شول ..!
آخر ستاسې مسولیت څه دی!؟
څه مو کړي او څه کوئ!؟
ایله غندنې او ښیرې به کوئ، کنه!؟
د اقدام، بدل، پلان، ستراتیژۍ په نوم کوم څه لرئ کنه!؟
که یې لرئ، نو
_ ولې د کوم جبر او معاملې په اساس؛ په سلګونه معلوم الهویته سرسخته ترهګر چې جرمي سوابق او شواهد یې شته او حکمونه یې نهایي شوي،خو په زندانو کې پلن سټونه پراته دي نه یې اعداموئ!؟ څه ته مو ساتلي؟
_د هیواد په کچه تر ټولو مهم او ستراتیژیکو ځایونو (ملي امنیت شورا او ملي امنیت ریاست) کې مو ولې د لنډغرو او ټوپکسالارانو قومندانزده ګان او جهادزاده ګان په لوړو او حساسو پوسټونو ګمارلي؟
_ددې څو سترو او خوني حملو وروسته مو ولې په دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت او ملي امنیت ریاست کې، بې مسلکه، بې اساسه، غله، خاینین، او د هر ډول فساده ډک( جهادي، مقاومتي او تنظیمي) ماشیني جنرالان او لوړ رتبه افسران ساتلي؟ ولې ورځ تربلې دوی د تنزیل پرځای ارتقاء کوي؟
_ تاسې په ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو کې د قومندان پالني، سمت پالنې او شخصیت پالني ریښې ولې نه ختموئ؟
_ تاسې نه ګورئ، چې د ملي امنیت سرتیري مو د ملي پوځ په وردۍ کې د ټوپکسالارانو او جنګسالارانو منفور عسکونه په خپلو مټو او سینو ټومبلي؟ تاسې او خدای چې هغه موټر چې پرې د جناب (مسعود، فهیم او … داسې نورو مورده او زنده وو عکسونه لګیدلي وي او ښیښې يې تورې وي ستاسو د کوم امنیتي او دفاعي ارګان سرتېرې یې د پلټنې لپاره تم کولای شي!؟ هغه په نوم ملي سرتېرې چې پرسینه یې جنګسالار عکس نخښتې وي، هغه موټر به څه وپلتي چې په توره ښیښه یې د هماغه ټوپکسالار او لنډغر غټ عکس لګولی وي؟
_هغه سرتېرې به مو څه امنیت تأمین کړي چې د عسکري اصولو سرغړاوې کوي، په قره ول کې سګرټ څښي، سندرې اوري او نټ کاروي!؟
جناب ولسمشر او ستر مشاور صاحب!!
لطفا نور بس دی! د ولس د صبر کاسه په ډکیدو ده! ولس نور د غم په رنګارنګ اعلامیو او د سبمولیک کمیسیونو نو په تشکیل مه غولوئ! د کومې سترې پیښې وروسته تشکیل شوي څیړنیز کمیسیون مو نتیجه ورکړې!؟ چې لا اوس دې ننۍ پیښې ته هم کمیسیون تشکیلوې!؟ کمیسیون په چا جوړوئ؟ ته وا داسې مسلکي او پاک لمني خلک ستاسې ترشاوخوا دي چې رښتیا به حقیقت پیدا کړي او لاتاسې به يې بیا په پایلې غور وکړئ! خپلې سترې غلطۍ به پرې جبران کړئ او د بلې خونړۍ پیښې مخنیوې به وکړئ!.
د کمیسیون او ممیسیون له سمبولیک تشکیله تیر شئ. همدا یې وخت دی: امنیتي،کشفي او دفاعي ارګانونه تصفیه کړئ. د ماشومانو او ماشیني جنرالانو یې تخلیه کړئ ! د تدارکاتو د سردرګمه کمیسیون پرځای نور د وطن دنظامي نظام د بهبود او ریفورم لپاره په نظامي څارنوالۍ او نظامي محکمو جدي غور وکړئ!
ای ی مشرانو! موږ به د ولږې مړه نشو، خو ستاسو د بیغوره او فاسد امنیتي، دفاعي او کشفي ارګانونو د بې غورۍ له امله هره ورځ په درجن درجن مروو.
د خدای په پار جدي شئ، کنه د ولس د جدیت مخه بیا هیڅوک نشي نیولای!
نوټ: که موافق یاست لطفا دا پوسټ شریک کړئ!
ورور ته دا خبرى چاته کوى ته هغه چاته ىى کوى چى د هغوى زامن اولورانى فه هند او امرىکا کى درس واىى مزى کوى نو هغه زما اوستا دامنىت ىا اصلات خه کوى د شمالى تلوالى جهاد ىان چى خوکى ور نه کړى نودوى خو بىاغره ته غږى زکه جهاد ىى کړى فه وز رات داخله او دفاع کى د کوچنى جنرلان، نه ونى او نور چوکى خو ددوى د بلار ده، حکه جهاد ىى کړى نو امنىت به خنکه ، راشى وروره دا خبر ه خو ىو افغان ته وکړه ته خو دفشن رىس او دا بل بچاره خو د فه دى شبانو کى بىا سر نه خلاصىږى نو فه اخر کى ىوحل بىا واىم ، بس مرګ مونږ او مونږ مرګ ته بىدا ىىو فقط د الله دربار ته عذر کوو چى نور مو ددغه غم نه خلاص کړى او بس