عصمت الله صالح
ګیلاس پر سپین دېوال ولګېد، په چایو ککړې ښيښې پر سره قالینه پرېوتې، ښځې ته یې مخ کړ:
ـــــ نه اوس دا زما تربور به څه وايي، زما خو آبرو تویې شوه، پاڅه دا د دوس لور درسره پوه کړه، ګېني وژنم یې!!…
ښځې په بیړه ډډ بډ ماشوم له غېږې ښکته کړ، د سرو زرو له بنګړیو ډک لاس یې پر فرش تخته کړ، پاڅېده، د شا لمن یې له ډېر چاغوالي په ملا کې نښتې وه، سپینو قدمونو یې پر نرمه قالینه پرله‌پسې خاپونه جوړول.
نجلۍ د آشپزخانې پر کاشي‌ډوله تیږې تکیه وه، ښی لاس یې پر لمدو سترګو رغړاوه، د وره غږ یې واورېد، په ډېره وېره یې شاته وکتل، د مور په لیدو یې بېرته سر ځړوند کړ، سلګۍ یې شروع کړې، پر اوږو پراته خړ وېښتان یې د لمر راپرېوتو وړانګو ته ځلېدل…
ښځې د لور پر ولي لاس کېښود، په عاجزۍ یې شونډې پرانیستې:
ــــ لورې پلار دې ښه وايي، نیکه دې نه دی درمالوم، که خبر شي، سبا له کلي پښې رامچو کوي او دلته به بیا ټول په سره اور کېنوي.
ــــ مورې خو زه دا کار نه‌شم کولی، نیکه څه چې آسمان هم دا فیصله کړې وي، زه یې نه‌شم منلای…
ــــ ګوره لورې دا ټولې د نصیب خبرې دي، بې‌ځایه انکار مه کوه، ستا خوشالي زموږ خوشالي ده، ته نه ګورې پلار دې شکر څومره پرېمانه دارايي لري، زه وعده کوم چې له هېڅ شي به راڅخه بې‌برخې نه‌شې، او…
ــــ په دې درایۍ دې خدای تندر راوغورځوي، ما ته دغو پیسو څه ګټه کړې، ته ګوره ښا، لومړی خو یې پوهنتون ته پرېنښودم، ویل یې چې فاحشه او رنډۍ ترې جوړېږي، او اوس مې دا دی د کلي شپانه ته ودوي….
نجلۍ د مور پر سینه سر کېښود، وسونګېده. ښځې د نوې ځوانې‌شوې نجلۍ پر وېښتو کې ګوتې تېرې کړې، غوږونه یې څک کړل.
سړي په لوړ انداز خبرې وغځولې: “سمه ده رييس صاحب، بس په نیم‌ساعت کې در رسېږم. هو هغه د بهر مېلمانه هم را روان دي، هغه د خوراک له‌پاره مېزونه هم باید منظم شي، په هغو مېلمنو کې دیارلس لوړرتبه ښځینه کسان هم شته، او…”
سړي د ګیلاس ماتو ښیښو ته وکتل، بیا یې خپلو ټلېفوني خبرو ته دوام ورکړ: “هو، هو بس وینا هم زه کوم. د ښځو په اړه مې خوندوره مقاله هم لیکلې، تر نیمې شپې مې کار پرې کړی، ان‌شاءالله چې د ټولو سرونه به لوړ کړم…”
پر لوړه توشکه پورت ماشوم وچونګېد، ډډ موټی لاس یې پر پوزه کش کړ. سړي ټلفون جېب ته کړ، ماشوم ته یې وکتل، په غوسه پاڅېد، د کوټې تر نیمکښ وره یې چیغې کړې:
ــــ اې د خرې لورې څه شوې، تېزه ماشوم ته راشه، زه غونډې ته ځم!!!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *