لیکنه:فرمان الله سلطاني

مقاله لیکنه د معاصرې دورې یو اساسي علمي ژانر دی او نن سبا په ټوله نړۍ کې یې د عروج مراحل ورځ تر بلې د پرمختګ په حال کې دي.

د مقالې لیکنې بنسټونه اثر په ننګرهار کې هاشمي خپرندويي ټولنې چاپ کړی دی، لیکوال پوهنیار سیداصغر هاشمي دی، لیکوال په نوي فکر او نظرخپله موضوع پيل او پای ته رسولې او ځينې داسې موضوعات یې تربحث لاندې نيولي، چې  په اکثرو ليکنو او څېړنو کې پرې بحث کم او يا شوی نه دی.دغه اثر کې د مقاله پېژندنې په هکله هر اړخېزې خبرې شته، د مقاله لیکنې په تاریخي مخینه هم بحث شوی دی، د مقالې لیکنې ارزښت، ولې مقاله لیکو؟، د مقاله لیکوونکي ځانګړنې، د مقالې ډولونه(رسمي او غیر رسمي) مقالو پېژندنه او د دې ډولونو د بیلوالي او د تړاو تر منځ خبرې لري، د مقاله لیکنې لپاره معنا مهمه ده او که فورم، د معنا له مخې د رسمي مقالو ډولونه، د محتوا له مخې د غیر رسمي مقالو ډولونه، په مقاله کې د ښه عنوان ټاکلو ځانګړنې، د مقالې موضوع ټاکنه، په مقاله کې موضوع باید د چا له خوا انتخاب شي؟، د مقالې داخلي اجزاوې، د مقالې خارجي توکي، د تحقیقي مقالې موضوعات، د علمي مقالې ځانګړنې، د مقاله لیکنې ژبه، د رسمي مقالو او غیر رسمي مقالو د ژبو توپیر او داسې نور سرلیکونه په کې شته دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *