تاند- مقدونیا نن /یکشنبه/ له یونان سره خپله جنوبي پوله د دې لپاره بنده کړه چې د زرګونو افغان، سوري او عراقي پناه قغوښتونکو مخه ډب کړي.
د مقدونیا چارواکو د خپلې پولې د بندولو په باب د یوناني پولیسو مخکیني راپورونه تایید کړل، ویې ویل چې دوی د خپلو شمالي ګاوندیانو له ورته قیوداتو سره مخامخ شوي دي.
د مقدونیا د پولیسو ویندویې نتالیا سپیروفو کوردیکي اسوشیتید پریس خبري اژانس ته وویل:«د سربیا حکومت د افغان پناه غوښتونکو پر مخ په پوله کې دخولي دروزاه بنده کړې ده.»
دې زیاته کړه، د سربیا حکومت د خپل دې اقدام لپاره هیڅ راز دلیل نه دی وړاندې کړی.
د مقدونیا پولیسو د یونان- مقدونیا پر پوله له نن څخه د پناه غوښتونکو د سېل د مخنیوي لپاره مخنیوونکي اقدامات پیل کړي دي، د ټولو کسانو تلاشي اخلي او د پاسپورټ او وېزې پوښتنه کوي.
The Government of Northern Alliance, Shorai Nizar and Mujaheddin failed to establish a workable government for the people, the young people have to leave the country and take refuge in other countries.