تاند- پاکستان پرون بالاخره د طالبانو پخوانی مرستیال مشر ملا عبدالغني برادر خوشي کړ. خو د افغانستان د سولې په بهیر کې د ده د رول په اړه راز راز نظرونه څرګندېږي.

د ملا برادر خلاصون د افغانستان د حکومت زړه غوښتنه وه.

د افغانستان حکومت هیله لري چې د ملابرادر خلاصون به د افغانستان د سولې له ټکني بهیر سره مرسته وکړي.

د افغانستان د سیاسي چارو کارپوهان وايي چې ملابرادر د سولې په بهیر کې رول لوبولی شي خو هومره رول هم نه شي لرلی چې د افغانستان حکومت ورته هیله لري.

د پاکستان د دیني عالمانو د شورا مشر مولانا طاهر القادري، چې د طالبانو له مشرانو سره نژدې اړیکې لري، د سولې په بهیر کې د ملابرادر اغېز ردوي.

ده این بي سي نیوز تلویزیون ته ویلي: «ملا عبدالغني برادر ملا محمد عمر ته خورا نژدې کس و خو نور فکر نه کوم چې هغه دې طالبان د سولې خبرو یا پخلاینې ته حاضر کړای شي او یا دې د سولې په بهیر کې کوم بل رول ولوبولی شي.»

د طاهرالقادري په وینا د ملا عمر له پالیسۍ سره سم هر څوک چې د هر هیواد له بنده خوشي شوی وي له دې پرته چې په تحریک کې د عادي غړي په توګه منل کېږي، بل هیڅ ډول رول او مقام نه ورکول کېږي.

ویل کېږي چې طاهر القادري د پاکستان له استخباراتو سره نژدې اړیکې لري او د افغانستان په اړه د پاکستان د اصلي پالیسي جوړونکو له دریځونو خبر دی.

این بي سي نیوز تلویزیون ویلي چې مولانا طاهر القادري تازه دوحې ته سفر کړی او هلته یې هم له طالبانو سره خبرې کړي دي.

ده وویل، د سولې د خبرو د بیا پیلولو لپاره باید د امریکا له لوري طالبانو ته ضمانت ورکړای شي.

ده په عین حال کې اټکل وکړ چې د خبرو ځای به د قطر له دوحې څخه سعودي عربستان ته ولېږدول شي.

د لوېدیځو رسنیو د راپور له مخې د پاکستان استخباراتي چارواکي وايي چې ملابرادر به په دغه هیواد کې پاتې شي او کلک امنیت به یې وساتل شي.

د پاکستان د آی ایس آی یوه چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط وویل: برادر به اجازه لري چې له هر هغه چا سره وویني چې دی یې د کتلو غوښتونکی وي.

ښايي ملا برادر اجازه ولري چې له افغان چارواکو او همداراز د طالبانو له قومندانانو سره وویني.

One thought on “ملابرادر د سولې په بهیر او پخلاینه کې څومره رول لرلی شي؟”
  1. په پاکستان کی د افغان طالب مشر چی دوه کاله یی په زندان کی تیرکړیدی نور د منلو وړ نه دی . څنګه کیدای شی یو څوک د د هغه عمل لپاره دوه کاله بندی شی چی بیا وروسته د همغه کار لپاره بیا خوشی او ده ته فرصت ورکړل شی. په هر صورت د افغان دولت دنده لری ټول هغه کسان چی په نورو هیوادونو کی بندیان دی ، صرف نظر له دی چی هغه د افغانستان د دولت موافق دی او که مخالف ، باید له زندانونو را خلاص شی. که مجرم وی نو افغان دولت ته به مجرم وی نه بل هیواد ته.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *