تاند- د پاکستان د امنیتي سرچینو په قول ویل شوي چې د افغان طالبانو پخوانی مرستیال ملا عبدالغني برادر، چې تېره میاشت د پاکستان حکومت له څو کلن بنده وروسته خوشي کړ، پېښور ته لېږدول شوی دی.

رویټرز خبري اژانس ته د پاکستان امنیتي سرچینو ویلي ملا برادر له افغان طالبانو سره د خبرو لپاره د افغانستان پولې ته نژدې پېښور ته لېږدول شوی دی.

ملابرادر له خوشي کېدو وروسته کراچۍ ته یووړل شو او هلته په یوه خوندي کور کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو له لوري ساتل کېده.

رویټرز خبري اژانس وايي، د پاکستان یوه جګپوړي دفاعي چارواکي ورته وویل چې ملابرادر اوس پېښور ته رسول شوی دی.

د دغه پاکستاني چارواکي نوم نه دی اخیستل شوی.

د افغانستان حکومت، چې د ملابرادر د خوشي کېدو یې هرکلی کړی، وايي چې که ملابرادر هر ځای وي، باید له نوموړي سره د افغانستان د سولې عالي شورا تماس ونیولی شي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې ملابرادر په کراچۍ له خپلو یو شمېر پخوانیو طالب ملګرو سره تماسونه نیولي دي.

د پاکستان استخباراتو ملابرادر ته هغه لپ ټاپ او سټیلایټ ټېلفون بېرته ورکړی چې په ۲۰۱۰ کال د ده د نیولو په مهال یې ورڅخه اخیستي ول.

د پاکستان یوه استخباراتي چارواکي، د نوم د نه ښودلو په شرط رویټرز ته وویل چې «ملابرادر خپلو پخوانیو طالب ملګروته ټېلفونه کړي. دی په ترکیې، افغانستان او امریکا کې له خپلو ملګرو سره د سولې په بهیر کې د خپل رول په اړه ږغېدلی دی.»

رویټرز وايي، په ۲۰۱۰ کال د ملابرادر د نیول کېدو په مهال افغان چارواکو شک کاوه چې نوموړی د دې لپاره نیول شوی چې د پاکستان له مشورې پرته یې د افغانستان له حکومت سره د خبرو هڅه کوله.

One thought on “ملابرادر له افغان طالبانو سره د خبرو لپاره پېښور ته لېږدول شوی”
  1. زما په اند ملابرادر نه دی خوشی سوی. خوشی کیده هغه ته ویل کیزی چی هرجا وکولای سی ولار سی اویا مطبوعاتو دلاری خپل تگ لاره ووایه. زه تولو مطبوعاتو ته وایم په شمول دتاند. دویب پانی چی تر اوسه تاسو توانیدلی یاست چی تماس ورسره ونیسی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *