تاند، جمعه، د جدي ۲۷مه: د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین وایي، د سیاسي مرستیال ملا برادر په مشرۍ طالب استازو له زلمي خلیلزاد او امریکایي پلاوي سره د سولې هوکړې پر لاسلیک او ورته مسایلو ګټورې خبرې وکړې.

شاهین پر خپله ټویټر پاڼه څو پرلپسې ټویټونو کې ویلي، د دوی تر منځ به د خبرو پیل شوی بهیر د څو نورو ورځو لپاره هم دوام وکړي، چې وخت پر وخت به یې له رسنیو سره معلومات شریک کړي.

بلخو، راپورونه وایي، طالبان د لنډې مودې لپاره د تاوتریخوالي پر کمېدو سلا شوي او ټینګار یې کړی، چې په دغه وخت به د سولې هوکړه لاسلیک او د امریکایي ځواکونو د وتلو لپاره به زمینه برابره شي.

ځینو طالب سرچینو هم رسنیو ته منلې، چې دوی ته په افغانستان کې د اوو ورځو لپاره په لویو ښارونو کې د تاوتریخوالي د کمېدو لارښوونه شوې، خو دې ډلې تر اوسه په رسمي ډول د اوربند او تاوتریخوالي د کمېدو په تړاو څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې افغان حکومت د اوربند غوښتنه کوي او د تاوتریخوالي کمېدل بې مانا بولي.

One thought on “ملابرادر له خلیلزاد سره د سولې د تړون د لاسلیک په نېټې ټاکلو خبرې کړې دي”
  1. شاهین پر خپله ټویټر پاڼه څو پرلپسې ټویټونو کې ویلي، د دوی تر منځ به د خبرو پیل شوی بهیر د څو نورو ورځو، څو نورو میاشتو او یا څو کلونو لپاره هم دوام وکړي، ځکه د قطر دفتر کی دیوی خوا ځمونږ د ټوقو ټقالو، ګپ شپ او د غوړی ډوډۍ او د امریکایی ډالری معاشونو اندازه او عیش نوش به د سولی دلاسلیک څخه وروسته صفر درجی ته ټیټ شی.
    او دبلی خوا به ځمونږ د ماشومانو درسونه د قطر په مکتبونو او پوهنتونونو کی نیمګړی پاتی نشی، او هم کوم بلند منزله کورونه او موټری چه اوس مونږ ته راکړی شوی دغه به دسولی په لاسلیک کی له مینځه ولاړ شی.
    نو ورونو دا وړی نه شړۍ کیږی، دغی خلکو دسولی څخه دبسوکۍواده جوړ کړی دی.

    دغی افغان ډوله قطری شورا یو کال د مخه دقطر دحکومت څخه د تابعت خواست هم کړی دی، خو تر اوسه یی مسبت او منفی ځواب نه دی ترلاسه کړی.
    لنډه دا چه که امریکا او افغانستان غواړی چه په ریښتنی ډول سوله راشی لمړی دی دغه د قطر دفتر لغوه اعلان کړی، او د قطر حکومت دې دغه خلک د خپلی خاوری اخراج کړی.

    کله چه غونډه او خبری کیږی نو د یوی جمعی لپاره دغه خلک ترکی، ازبکستان، ارمنستان ، اماراتو، سعودی او یا کوم بل هیواد ته وغواړی، ځکه دغه خلک چه هره مشوره کوی یو ځل پاکستان ته راځی او د ای اس ای+ طالیبانو څخه مشوره اخلی، خو دمشوری څخه مخکی قطری شورا لمړی طالیبانو ته منفی مشوره ورکوی، ځکه په مسبته مشوره کی د قطر شورا ډالری معاش او دقطر ښایسته ژوند له مینځه ځی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *