دا عکس په رسنیو کې د ملابرادر په نوم خپور شوی دی

تاند- د طالبانو د تحریک پخواني مرستیال ملاعبدالغني برادر د جمعې په ورځ په پېښور کې له خپلو پخوانيو مشرانو سره د پاکستان د استخباراتي او امنیتي استازو په حضور کې له کتنې انکار وکړ.

رویټرز خبري اژانس د پاکستان د امنیتي او استخباراتي سرچینو په قول وايي چې د ملابرادر انکار د افغانستان د سولې د خبرو هلوځلو ته یو ګوزار دی.

افغانستان او د امریکا متحد ایالتونه باور لري چې ملاعبدالغني برادر د افغانستان د جګړې په درولو کې مهم رول لوبولی شي ځکه چې نوموړی د طالبانو په منځ کې خورا زیات نفوذ لري او طالبان د جګړې بس کولو ته هڅولی شي.

برادر په ۲۰۱۰ میلادي کال د پاکستان په کراچۍ ښار کې وینول شو خو د افغانستان د حکومت له پر له پسې غوښتنو وروسته تېره میاشت خوشي شو.

رویټرز خبري اژانس وايي، سره له دې چې پاکستان د سپټمبر په شلمه اعلان وکړ چې ملابرادر یې خوشي کړی دی خو عملاً نوموړی د پاکستان د امنیتي ځواکونو تر څارنې لاندې دی او دا مسله د سولې په برخه کې د ملابرادر رول ته زیان اړوي.

د رویټرز خبري اژانس په وینا، د طالبانو یوه قومندان هم دا شک تایید کړ، ویې ویل چې د طالبانو مشرانو پېښور ته له راتګه او له ملابرادر سره له لیدو انکار کړی ځکه چې له ملابرادر سره د پاکستان امنیتي مقامات یوځای دي.

یوې سرچینې وویل:«له خوشي کېدو وروسته ملابرادر یوه موده په کراچۍ کې تېره کړه، اوس پېښور ته رسېدلی چې د تحریک له مشرانو سره وویني. خو له بده مرغه د طالبانو مشرانو موافقه نه ده کړې چې په پېښور کې له ملابرادر سره وویني ځکه چې د پاکستان امنیتي پرسونل تر ده چاپېر دي.»

څرګنده نه ده چې ملابرادر له چا سره لیدل غواړي او یا څومره وخت به په پېښور کې تېر کړي.

د پاکستان دوو امنیتي چارواکو تایید کړه چې ملابرادر د سولې د ابتدايي خبرو لپاره په پېښور کې دی.

رسمي خبرې لا نه دي پیل شوي خو لا هم په دې شرط هیله شته چې که ملابرادر له پاکستانه ووځي نو د افغانستان د راتلونکې په اړه به رسمي خبرې پیل شي.

خو په اوسنیو شرایطو کې چې نوموړی د پاکستان په کنټرول کې وي ډېر شک لري چې نور طالبان دې خبرو ته حاضر شي.

یوه طالب قومندان رویټرز خبري اژانس ته وویل:«ملابرادر ازاد نه دی له همدې کبله خلک له ده سره له لیدلو بېرېږي.»

6 thoughts on “ملابرادر له طالب مشرانو سره له خبرو انکار وکړ”
  1. زما په اند د ملا برادر او د طالبانو د نورو پلویانو خوشې کېدل د طالبانو تقویه کول دي، هغه د داسې خلکو شاګردان دي، چې د تاریخ په اوږدو کې یې د افغانستان پښې او لاسونه غوڅ کړي او افغانان یې په سرو سترګو ژړولي دي، نو څنګه به اوس د هغوی په لاس سوله راشي؟؟

    د افغانستان د سولې لپاره دوه لارې شته دی: ۱- لومړی دا چې که افغان دولت سوله غواړي، نو د پاکستان سره دې سوله وکړي، ځکه ټول صلاحیت د پاکستان په لاس کې دی، او پاکستان د سولې په راوستلو کې کلیدي رول لري.

    دوهم دا چې ترڅو د طالبانو ریښې ورکې نشي، سوله نه راځې، څنګه چې طالبانو بې محکمې قاضیان دي، همداسې دې افغان ځواکونه هم بې محکمې قاضیان جوړ شي، چې په هرځای کې د آی ایس آی ګوډاګیان ویني، همغلته یې چاره وکړي.

    نو د پورته دوو لارو څخه په افغانستان کې سوله راتلای شي، نور ددې نه غیر په هیڅ وجه او هیڅ لاره امکان نلري.

  2. مونز د فاكستان فه اشاره خكومت هيح وخت نه شو منلي
    نن صبا أكثره لنداغري زانونو ته طالبان وايي هو فه خقيقت كشي اسلام نه خبر نه دي

    قران د دوي فه سينو كشي وجود نه لري
    او دا هم خقيقت ده حه فه كابل ناست واكمنان د قران نه بويي نه وري او بلكه د خفو لاندي كوي

    نو بناً لازمه ده حه دواره استعفاه وكري

  3. سلام وټول افغانانو ته
    ملابرادر اوس په دی خاطر نشی کولای چه ریشتیا او د زړه خبری وکړی ولی چه دی اوس هم دبل چا تر ولکی لاندی دی
    او بل دا چه دده رول خو حکومت ډیر بولی مګر زما په فکر په افغانستان کی دی دومره رول نلری لکه پخپله ملاعمر مګر طالبانو هم د ملا عمر په خوله ندی کړی ځینی وختونه ملاعمر یو ه اعلامیه وټولو طالبانو ته لیږلی وی نه یی عملی کوی او نه دی ورته ژمن
    ه

  4. سور سپي دلیوه ورور دی ، طالب که برادر وي که پدر وي نه یې په برادرۍ باور شته او نه په پدرۍ ، طالب دافغانستان دورانولو لپاره دپاکستاني شعور نوم دی ، دپاکستانۍ دسیسې نوم دی ،دپاکستانۍ اجندا نوم دی ، طالب باید تر هغه وځپل شي ترڅو دنړۍ خاورینه کره ددغه شیطان له شره خلاصه شي ، طالب یعنې دافغاستان لپاره قاتل زهر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *