ملا برادر ته منسوب عکس

تاند- د طالبانو مرستیال او د قطر د دفتر مشر ملاعبدالغني برادر هیله ښيي چې په راتلونکو خبرو کې به نور پرمختګ وشي.

ښاغلي برادر دا خوشبیني په هغه صوتي مرکه کې کړې چې د امریکا او طالبانو له ۱۶ ورځنیو خبرو وروسته نن /پنجشنبه/ خپره شوه.

په دې مرکه کې، چې د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد پر ټویټر خپره کړې، ملابرادر وايي، د قطر په خبرو کې د پام وړ پرمختګ شوی او دی هیله لري چې په راتلونکو خبرو کې نور پرمختګ وشي.

ملابرادر وايي، هیله لري چې د افغانستان سیاسي او جهادي مشران به افغانستان ته شا وانړوي او د طالبانو پر ضد به ونه درېږي ځکه چې د ده په وینا سیاسي او جهادي مشران او همداراز طالبان د پخوا ډېرې تجربې لري.

ملابرادر زیاتوي، د افغانستان راتلونکی سیستم به هیچا ته زیان وانړوي او افغانستان له نړۍ سره هماغسې اړیکې غواړي چې نور هیوادونه یې له یو بل سره لري.

ملابرادر وايي چې افغانان دې هیڅ تشویش نه لري او څوک چې دوی ته وروڼه وايي دوی یې هم خپل وروڼه ګڼي.

پرون د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي و چې د قطر په خبرو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *