تاند، شنبه: د افغانستان د حج او اوقافو وزارت وايي، د تېرې جمعې لمانځه پرمهال د ولسمشرۍ ماڼۍ جومات کې د ولسي جرګې پخواني وکیل ملا تره خېل محمدي او د هغه نورو پلویانو د حج او اوقافو سرپرست وزیر مولوي عبدالحکیم منیب ته سپکاوی کړی او فزیکي شخړه یې ورسره کړې ده.
د حج اوقافو وزارت پر فېسبوک پاڼه خپره شوې خبرپاڼه وايي چې سرپرست وزیر مولوي عبدالحکیم منیب په ‘سپکاوي’ کې ښاغلي تره خېل ته نژدې ځینې نور کسان هم ښکېل وو.
دغه وزارت ویلي، دغو زورواکو له دې پېښې وړاندې هم څو ځلې له خپل ټوپک او زوره د غیر قانوني ګټې اخیستنې هڅه کړې او د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وزیر یې ګواښلی دی.
په خبرپاڼه کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني ددې پېښې جدي څېړنه غوښتل شوې ده.
د ښاغلي تره خېل دفتر تر اوسه ددغې پېښې په اړه رسنیوو ته څه نه دي ویلې خو سکرتر یې ویلي، وروسته به د پېښې په اړه خپل غبرګون وښيي .
د ولسمشرۍ ماڼۍ یوې سرچینې پېښه تایید کړې ده
دا لومړی ځل دی چې د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ کې یوه وزیر له سپکاوي او فزیکي شخړې شکایت کوي.
ولسمشرۍ ماڼۍ تر اوسه ددې پېښې په اړه غبرګون نه دی ښودلی.