د لندن مرکزي برخې اکسفورډ سټریټ ریل سټېشن ته کوزېدم، چې یو دروند ګوزار مې پر څټ ولګېد. وار خطا چیغه مې ښايي ډېره زوره وره وه. په پوړیو کې کښته – پورته روانو خلکو راوکتل. ورمېږ مې کوږ کړ. کلیوال ملګری مې و. درنه څپېړه یې لا هم زما پر څټ پرته وه. په کړس – کړس یې وخندل:
ړوند یې، که نه غواړي څوک ووینې؟
بې اختیاره مې له خولې ورووتل:
د سپي زویه، په دې ناولي مخ!
نور محمد سعید
برتانیا
۰۷/۰۳/۲۰۲۰