تاند- د نوبل د سولې د جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ نن /سې شنبه/ د ملګروملتو د سرمنشي له لوري په نړۍ کې د سولې استازې غوره شوه.

د ملګروملتو سرمنشي انتونیو ګوتیرس تېره اوونۍ ویلي و چې نولس کلنه ملاله یوسفزۍ به د دوشنبې له ورځې کار پیل کړي.

سرمنشي دغه راز وویل چې نولس کلنه ملاله یوسفزۍ به په درسته نړۍ کې د ماشومانو د تعلیم د ترویجولو په برخه کې هلې ځلې په غاړه واخلي.

ملاله یوسفزۍ د ملګروملتو د سولې تر ټولو کم عمره سفیره ده.

ملالې یوسفزۍ ته نن په نیویارک کې د ملګروملتو په مرکز کې په یو لړ مراسمو کې د سولې د استازیتوب مسوولیت وسپارل شو.

د ملګروملتو سرمنشی د ملالې یوسفزۍ د غوره کولو د علت په اړه ویلي چې دې د سختو خطرونو د منلو په ترڅ کې د ښځو، نجونو او نورو انسانانو د حقونو لپاره په کلکه اراده هلې ځلې کړي او هیڅ شي د دې اراده بدله نه کړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *