تاند- د نوبل د سولې د جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ له ۲۰۱۲ م کال راوروسته د لومړي ځل لپاره هغه ښار ته لاړه چې وسله والو طالبانو پرې ډزې کړې وې.
ملاله یوسفزۍ نن /شنبه/ په یوه پوځي هیلي کوپتر کې د سوات مرکز مینګورې ته ورسول شوه.
اسوشیتید پریس خبري اژانس ته د ملالې تره ویلي چې دا به له خپلوانو سره وویني.
ملاله یوسفزۍ دوې ورځې وړاندې له نژدې شپږو کلونو وروسته پاکستان ته لاړه.
دې پاکستان ته له رسېدو وروسته وویل چې دا یې د ژوند تر ټولو خوشاله ورځ ده. باور یې نه کېږي چې په خپل هیواد کې ده.
ملاله یوسفزۍ، ۱۵ ګلنه وه چې د طالبانو له لوري وویشتل شوه. دا د درملنې لپاره بریتانیا ته یووړل شوه او له درملنې وروسته د ۲۰۱۷ په اګست کې اکسفورډ پوهنتون ومنله.
دې پرون وویل چې په بریتانیا کې د زده کړو له بشپړولو وروسته به د تل لپاره بېرته پاکستان ته لاړه شي.
دا وايي چې په پاکستان او نورو وروسته پاتې هیوادونو کې به د نجونو د تعلیم لپاره هلې ځلې وکړي او د ښځو د حقونو لپاره به هم هڅې ونه سپموي.
ملالې یوسفزۍ ته په ۲۰۱۴ م کال د سولې د نوبل جایزه ورکړل شوه.
ملالې ته لومړی پلا هغه مهال پام واوښت چې پر سوات د طالبانو د واکمنۍ په مهال به یې ورځینۍ خاطرې لیکلې.
دې په دغو لیکنو کې د زده کړو، په تېره بیا د نجونو د زده کړو کلکه دفاع کوله.