تاند- د نجونو د تعلیم مخکښې فعالې ملالې یوسفزۍ ته د نوبل د سولې د جایزې نه ورکولو له پاکستاني طالبانو پرته د نړۍ نور خلک نهیلي کړل.
له هغې خبرپاڼې سره سم چې د پاکستاني طالبانو ویندوی شاهد الله شاهد خپره کړې، طالبانو ملالې یوسفزۍ ته د نوبل د جایزې نه ورکول یو ښه خبر بللی او د نوبل کمېټه یې په دې ستایلې چې دا جایزه یې ملالې ته ورنه کړه.
ملاله یوسفزۍ د نجونو د حقونو او تعلیم لپاره د مبارزې په خاطر د نوبل د سولې جایزې ته یوه اصلي کاندیده وه، خو د نوبل د جایزې کمېټې د جمعې په ورځ د کیمیايي وسلو د مخنیوي اداره د دې جایزې مستحقه اعلان کړه.

د نوبل د جایزې کمېټې ویلي چې د ملالې یوسفزۍ عمر لا ډېر کم دی، ممکن په راتلونکي کې هغه په دې جایزې ونازوي.
د طالبانو ویندوی شاهد الله شاهد ویلي:«که مو بیا موقع ترلاسه کړه، یقیناً چې دا (ملاله) به ووژنو او موږ به د دې پر وژلو وویاړو.»
ده همداراز ویلي، هغه دوکانداران به هم ووژني چې د ملالې یوسفزۍ عکسونه پلوري.
اسلام اعليکم و رحمت الله و برکاته و اما بعد!
موږ د طالبانو مبارزې ته د سيمې د خپلواکي د يو وسله وال خوځښت يا پوتنسيال په توګه ګورو، خو د دوی وېرې او وراخطايي ته مو هم پام دی، ځکه دوی له هر څه وېره لري، حتی له ملالې يوسفزۍ هم وېره لري، چې اوس هم شاهد الله شاهد د هغې د وژلو ټينګتې کړې! خو د يوې معصومې نجلۍ يا عاجزې په وژلو يا رټلو نه شي کېدلی د سيمې بنسټيزې ستونزې حل شي، ځکه که خپلواکي په توره ګټل کېږي، مګر د ټولنې د خوځښت، ساتلو او امنيت لپاره بيا ټولنيزو او اقتصادي پروګرامونو ته اړتيآ ده او د ملت د روزنې لپاره او د رواني ودې لپاره تقدساتو او ديڼي ارزښتونو ته اړتيا ده، چې يو سالم انسان ټولنې ته وروزل او وسپارل شي، مګر نه د وژلو په ذهنيت او د دهشت په هلو ځلو!
په جګړه کې بايد د جنګي و ملکي اشخاصو توپير وشي او له تحصيل سره دوښمني له اسلام سره دوښمني ده!
ملالې ته تېره ورځ د «اندرې ديميترويچ سخروف» جايزه چې د اروپا د سولې جايزه هم نومول کېږي ورکړل شوه، چې کېدلی شي په معنوي بڼه يې ارزښت د نوبل له جايزې هم لوړه وي، ځکه د نوبل جايزه له کلونو راهيسې کله کله داسې خلکو ته ورکول کېږي، چې بيا ټوله نړۍ پرې شرمېږي: لکه بارک اوباما! نو ملالې ته د اروپا د سولې جايزه هم يوه ستره لاسته رواړنه ده! ډېرو ماشومانواو ځوان نسل ته به د ملالې نوم يو سپېڅلی نوم وي او د زده کړو يو روښانه پيغام او د روزنې يو څرګند الهام او مشال وي!
که خبره په پيسو وتلو، نو د نوبل جايزه تر ۱،۳ ميليونه ډالره ده، مګر له ملالې سره ليا مخکې په انګلستان کې د هغې د ژوند په اړه د يو کتاب ليکلو په اړه د ۳ ميليونو پونډو چې تر ۵ ميليونه ډالره کېږي، يو قرار داد لاسليک شوی دی، چې له ملالې سر ه نور د شتمنيو او پيسو غم نه شته دی، مګر يوه نړي،اله څطره ده! او په لسهاو نورې جايزې به تر لاسه کړي، خکه ليا ۱۵ يا ۱۶ کلنه ده، مګر اوس نړيوال شخصيت ده، چې د نړۍ هر ملک يې کور دی! نو ښه به دا وي، چې د ملالې يوسفزۍ د شخصيت درناوی وشي، که نه نو د دغه وړې نجلۍ دغه اوسنی ټولنيز پوتنسيال به هم د پښتنو او مسلمانانو پر ضد وکارول شي!
عقل په سر دی نه په سال، ننګه په سيال ده نه په کُلال!
معه سلاموکم الاهلول مجاهدين و الاهلول کتاب و الاخوتالمنورين
ملا ميوند آخوند
دملالی په اړه دپاکستان دډان اردوخبره وه ګوری خپله به دحقیقت سه خبرسی چی یوی دهغی عسویت اونه پشتون والی په ډاکه کوی
یارانو ستړی مه شی!
اصلی خبره داده چی طالبانو تردی مهم کسان له منځه وړی دی او دالړی روانه ده پاکستان خو له مونږه افغانا نوهر څه وړی دی او یوازی دا پاتی وو چی څنګه دمیوند دملالی په نوم یو څوک میدان ته راولی نو د د ای اس ای یو پروګرام وو که نه ملالی یوسفزی څه کړی او څه به وکړی دپاکستان او انګریزانو یو ګډ پلان وو او هغه یی کامیاب کړ نو داچی طالبان وایی داکار مونږ کړی والله اعلم دانور انسانان ندی چی هره ورځ قتل کیږی او نه چا لندن ته یوړل او کوم بل هیواد ته
مونږ په خپل هیواد کی په سل هاوو دجنګ قربانیان لرو ولی دهغوی په باره نه ږ غږ یږ ی چی د یوی آی اس آی جاسوسی شایی نیولی هغه هم دجنګ قربانی نه ده بلکه خپل کورنۍ سره د انګلیس په خدمت کی ده کله یوه خوا تری سیاسی ګټه پورته کوی او کله بله خوا
زه خو حیران یم هغه څوک سې ملاله دومره نازه وی دومره نوم او دومره وخت ورکوی هره ورځ په کنړ، پکتیا ، هلمند ، کندهار او نوره دنیا کی څومره نورې ملالې وژنی څومره بیګناه انجونې وژنې د څومره بیګناه انجونو ښوونځی بمباره وی ولی هغوی سره یوه خواخوږی هم نه ښکاره کوی ځکه سې هغوی او د هغوی پلاران او میندی د سې اې ای جاسوسان نه دی . ملاله او د ملالی کورنۍ د امریکا د استخباراتی شبکی اجنټان دی ملاله نه دومره لایق ده او نه دومره میړنۍ ده هغه یوه جاسوسه ده او بس .
اسلام اعليکم و رحمت الله و برکاته و اما بعد!
د ښاغلي جهانګير دغه خبره ډېره مهمه ده: کله یوه خوا تری سیاسی ګټه پورته کوی او کله بله خوا، نو چل پّ همدې کې دی، چې د ملالې له نامه څخه بايد سمه سياسي ګټه پورته شي او بد رد ورته ويل د هېچا په ګټه نه دي! اوس هغه دغه موقف ته رسېدلې ده، چې عامل يې لو د دې فعاليت او ډېر بيا د سر د کوپړۍ مرمۍ ده، نو دغه فېنومېن بايډ د سيمې او خلکو پّ ګټه وکارول شي، پرته له هغې به هم له ښوونځيو پاتې شو او هم له تاريخي رسالته!
معه سلاموکم الاهلول مباحثون
ملا ميوند آخوند
I believe Malala Yousuzai also has the charisma, intelligence and charm to influence others. She respects all Pashtun tradition in her life, so plz do not defame her… Other people are unlucky, but it does not mean to punish Malala. Karzai could also invite Malala to Afghanistan to promote Afghan cause for betterment of life for Afghan children…. She will be one of the greatest personalities of 21 st century, she will win Noble Prize, and she will influence the life of Pashtun girls…
Regards,
Mullah Habibullah
ستاسې د دواړو او نورو روښاندو دينپوهانو بلا دې پر دې نورو تور اندو پرېوځي