تاند- د هسپانیا په جنوب کې د سیوتا د کورواکه ښار د ګډ ژوند پنځلسمه نړیواله جایزه د نوبل د سولې د جایزې ګټونکې او د تعلیم مخکښې پښتنې ملالې یوسفزۍ ته ورکړای شوه.
ملالې یوسفزۍ ته، چې د ۲۰۱۴ میلادي کال د سولې د جایزې ګټونکې ده، د هسپانیا د سیوتا ښارجایزه په دې خاطر ورکړای شوه چې دې د نجونو او ښځو د مدني حقونو لپاره پر له پسې هلې ځلې کړي دي.
د دې جایزې ژوري یا منصفه پلاوي وروسته له دې ملاله یوسفزۍ د جایزې ګټونکې اعلان کړه چې د ټولو کاندیدانو د هڅو په باب یې بشپړه څېړنه وکړه.
دا جایزه په هرو دوو کلونو کې یوځل ورکول کېږي.
د ژوري پلاوي مشرې بګونیا سرو په دې اړه وویل:«ملاله یوسفزۍ د ګډ ژوند د اساسي ارزښتونو او عدم تشدد سمبول ده او د هغې زړورتیا د ستاینې وړ ده.
د سیوتا د ګډ سوله ییز ژوند موسسه د خپلې جایزې ګټونکي ته ۳۰ زره یورو او یوه مجسمه ورکوي.
ملاله یوسفزۍ، چې د ۱۹۹۷ میلادي کال د جنورۍ په دوولسمه زېږېدلې، لومړنۍ پښتنه ده چې د نوبل د سولې جایزه یې ګټلې ده.
دې په یوولس کلنې کې په مستعار نوم په داسي حال کې چې تتفکرو او د نجونو د تعلیم دښمنو طالبانو یې پر سیمه واکمني کوله، په یوه ویبلاګ کې د ژوند شراط بیانول.