تاند- د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ نن اسلام اباد ته له رسېدو سره سم د پاکستان له صدراعظم خاقان عباسي سره ولیدل.
ملاله یوسفزۍ په داسې حال کې پاکستان ته تللې چې د لومړي ځل لپاره د منظور پښتین او یو شمېر نورو ځوانو فعالانو له لوري په پاکستان کې له پښتنو سره د زورزیاتیو خلاف اواز پورته شوی دی.
ملالې یوسفزۍ د پښتون ژغورني غورځنګ د سوله ییزې مبارزې ملاتړ کړی دی.
د راپورونو له مخې اسلام آباد ته له ملالې سره د هغې د کورنۍ نژدې غړي او د ملاله فوندیش غړي ملګري دي.
نوموړې له ۶ کلونو وروسته له بریتانیا څخه د دوبۍ له لارې اسلام آباد ته ورسېده.
د راپورونو له مخې ملاله به د څلورو ورځو لپاره د اپریل تر دوهمې نیټې په پاکستان کې وي او ګومان کېږي چې یو ځل بیا به د پښتون ژغورنې غورځنګ د داعیې ملاتړ اعلان کړي.
د پاکستان د صدراعظم دفتر مخکې تر مخکې ویلي و چې د ملالې د هرکلي لپاره یې یو لړ مراسم ترتیب کړي دي.
چارواکو وویل چې شل کلنه ملاله به له پاکستاني چارواکو سره په وروسته پاتې سیمو کې د پوهنې د پراختیا پر لارو چارو خبرې وکړي.
پاکستان ته د ملالې سفر د امنیتي دلایلو له امله له مخکې نه و اعلان شوی.