تاند، پنجشنبه، د حوت ۱۵: د طالبانو د ملا رسول ډلې ویاند ملا عبدالمنان نیازی وایي، د ملا هبت الله طالباني ډله پاکستانۍ بللې ده او ټینګار یې کړی چې په افغانستان کې د دوی جنګ جهاد نه دی او دا ډله یوازې د پاکستان په خاطر جنګیږي.
نوموړي په قطر کې د طالبانو – امریکا د سولې معاملې ته په اشاره ویلي، چې دا تړون غیر اسلامي، غیر افغاني او په حقیقت کې پاکستانی دی.
ملا عبدالمنان نیازي په وروستي ویډیو پیغام کې ویلي چې دا معامله د افغانستان د خلکو په ګټه نه بلکې د پاکستان په ګټه ده: ((دا یو پاکستانی او غیر اسلامي تړون دی چې له کفري ایتلاف سره شوی دی چې هیڅ د افغانستان د خلکو ملي یووالی او د افغانستان ملي ګټې په پام کې نه نیسي.))
د هغه په وینا، په قطر کې د طالبانو – امریکا موافقه یوه مبهم تړون دی چې د افغانستان خلک هیڅ رول پکې نه لري: (( پاکستان له تیرو اووه کلونو راهیسې داسې یو تړون غوښته چې لومړني قربانيان یې ملا محمد عمر، ملا عبید الله او نور مشران وو، هغوی د آزاد افغانستان لپاره مبارزه کوله.))
د هغه په وینا، د ملا هبت الله په امر جنګیدونکي طالبان د دې معاملې د پایلو په اړه هیڅ نه پوهیږي: (( د ملا هبت الله جنګیالي پاکستانیان دي، په افغانستان کې د دوی جنګ جهاد نه دی او دوی یوازې د پاکستان د ګټو لپاره جنګېږي.))
عبدالمنان نیازی همدا راز وایي، پاکستان د ملا هبت الله په مشرۍ طالبانو ته داسې ذهنیت ورکړی چې د کابل حکومت ته ماتې ورکړي نو دوی به واک ته ورسوي.
د هغه په وینا، د پاکستان اوسنی د سولې تړون له هغې سناریو سره ورته دی چې ګلبدین حکمتیار یې کابل ته راوست او د دولت په بدنه کې یې ځای پر ځای کړ.
په دې ویډیو پیغام کې ، هغه په نړیواله ټولنه غږ وکړ چې د افغانستان د خلکو ګټو ته پام وکړي او د پاکستان ګټې ونه پالي.
دملا مخمد رسول برحه طا لیبان یو پاکستانی ضد تخریک دی۰ د ملا محممد رسول بندیتوب
شاید همدا علت وی۰ ولی د دوی سره دولت د سولی مناقشه نه کوی۰
مننه
د ملا رسول د ویاند خبری درستی دی او حقیقت لری ، دا فغانستان ملت او دولت او همدارنګه د افغانستان زړه ور مجاهد امنیتی او دفاعی قوتونه چه د افغانستان د ځمکنی بشپړتیا او د خلکو دد فاع په جهت کی ښپه او روځ بیداره او فعاله دی په دی واقعیتونو ښه پو هیژی ، هیڅکله به پردیو ملیشو ته اجازه ورنکړی چه هغوی خپل پردی پاله شومو اهدافو ته نژدی شی .
د پاکستانيسیاستوال اوس هم په پرله پسې ډول د پاکستان پر تلویزوني چېنلونو په پرله پسې ډول دا خبره کوي چې طالبان د پاکستان پیاوړی قوت دی او په کار دي چې د اشرف غني نظام ړنګ او ځای یې طالبان ونیسي.
په پاکستان کې پر رسنیو هره ورځ ورته بحثونه وياو ډېری سیاستوال او پوځي پال خبریالان او ریټایرډ پوځي افسران دا وايي چې افغانستان ددوی پنځمه صوبه یا ایالت دی او چارې یې باید پاکستان ته وسپارل شي.
دا خبريوروسته له هغه په پاکستانيرسنیو کې زیاتيشوې چې امریکا او وسله والو طالبانو په دوحه کې د سوليتوافق نامه لاس لیک کړه او دواړه لوریو یو پر بل بریدونه ودرول .
ورسره سره پمپیو په امریکا کی یو رسانی ته وویل چی پدی تړون کی دوه پټ محرم اسناد وجود لری چی بی له کانګریس څخه نوری رسنی لیدلی
اوس افغان ولس مخکی لدی چی د سولی پروسه یا پروژه شروع شی د خلیلزاد په کړنو او دده په سفر پاکستان نیوکه کوله چی کچیری د طالبانو مشران په افغانستان یعنی هلمند او کندهار کی وی نو ولی خلیلزاد هلمند او کندهار ته سفر نکوی او کچیری امریکا د دوی مشران وینی چی هلمند یا کندهار کی دی ولی پدی ۱۹ کلنه جګړیز دوران کی دوی هدف ونه نیول یعنی لدی معلومیږی چی دا ډول معاملی مخکی له پاکستان سره روانی چی بیرته همدا طالبان په افغان ولس مسلطی کړی او پاکستان پکی ډیر امتیاز ورکړی چی اوس ملامنان نیازی ترینه پرده پورته کړی چی پاکستان بیا افغانستان پنځمه صوبه حسابوی ځکه خو امریکا دلته په عام ولس بمبار کولو چی ترهګر دی مګر طالبان یی نه لیدل چی هلمند یا کندهار کی دی
کچیری پاکستان کی د دوی مشران وی نو بیا ولی امریکا ایران استخباراتو سازمان یا سپاه پاسدارانو باندی بندیز لګوی مګر د پاکستان په پوځ او استخباراتو باندی بندیز نه لګوی یا اقلآ سیاسی او مالی فشار ورباندی نه راوړی چی افغان ولس له وژنی لاس واخلی او نړیواله ټولنه او همدارنګه امنیت شورا هم د پاکستان ددی ظلم په وړاندی پټه خوله نیولی
خدای تعالی دی د پنجاب پوځ او استخبارات بیا د امریکا استخبارات او پوځ او وروسته د برتانیی پوځ او استخبارات او اپوځ او همدارنګه ملګری ملتونو سازمان ټول غړی او امنیت شورا سازمان په داسی مرض یا کرونا ویروس اخته کړی چی د نړی په ټول صحی مرکزونو کی د دوی تداوی ونشی
امین یا رب العلمین