د بدلون اوونیزې لېډينګ سټوري/ اداره –
بدلون اوونیزه/دوهم کال/۲۸مه / پرله پسي۸۰مه ګڼه/چهارشنبه/ جوزا /۵/ ۱۳۹۵
د روان ۱۳۹۵ کال د جوزا پر اوله د شنبې په ورځ د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور اخند د پاکسان اړوند د ایران پولې ته نژدې په ډالبندین سیمه کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې ووژل شو.
دې پېښې یووار بیا ثابته کړه چې ټول هغه کسان چې د نړیوالې ټولنې هدف دي په پاکستان کې اوسیږي، د دې تر څنګ دا واقعیت هم روښانه کوي چې ایران هم د افغان طالبانو په روزلو او ساتلو کې عملاً لاس لري ځکه چې ملا منصور له ایرانه پاکستان ته روان وو چې د ډرون ښکار وګرځېد، تر دې مخکې په وارو- وارو د افغانستان په لویدیځ کې د افغان ملي پوځ او هم د بهرنیو ځواکو له خوا له طالبانو سره ایرانۍ وسلې نیول شوي؛ د پاکستان په زړه ایبټ آباد کې د امریکایي ځواکو له خوا د اسامه بن لادن وژنه، د همدغه هیواد د کراچي ښار په یوه روغتون کې د ملا محمد عمر اخند وفات او د ډېرو نورو عرب ترهګرو او طالب مشرانو نیول او وژل کېدل، همدارنګه د پاکستان د مخکني دکتاتور مشر پروېز مشرف او د دغه هیواد په نړیوالو اړیکو کې مشاور سرتاج عزیز له خوا د دوی په خاوره کې د طالباو پر اوسېدو اعترافات هغه روښان اسناد دي چې ثابتوي پاکستان د تروریزم تولیدوونکی او صادروونکی هیواد دی.
په دې چارو کې له پاکستان سره د امریکا پر پټ او ښکاره تار هم سترګې نه شي پټېدای؛ کله چې ترهګر د دوی په ګټه وي نو ساتي یې، سمبالوي یې، روزي یې او استعمالوي یې خو چې نور یې وخت تېر او له کاره ولویږي نو ګورو چې څنګه یې د ټولو نړیوالو نورمو و ډیپلوماټیکو اخلاقو خلاف له منځه وړي، پاکستان په خپله خاوره کې د امریکا دا ډول پوځي عملیات یو څو ورځې پر خپل ارضي تمامیت تېری وګڼي، اخر دا مسئله داسې هېره شي لکه هیڅ چې نه وي شوي او د دغو دوو ستراتیژیکو شریکانو تر منځ اړیکي تر پخوا لا تاوده روان وي.
هیله ده چې نور نو افغان طالبان او د افغان حکومت ټول مخالفان په دې حقیقت پوه شوي وي چې په افغانستان کې د دوی جګړه بیرته د هغه چا په ګټه ده چې دوی یې پر ضد جنګیږي او کله چې یې دوی له ګټو سره په ټکر کې واقع کیږي نو دغسې یې له ةنځه وړي لکه اسامه او منصور.
د افغانستان، افغانانو، افغان حکومت، افغان طالبانو او ټولو مخالفانو عزت په یوه دایمې سوله کې دی او ذلت به د هغه چا په برخه وي چې په دغه حقیقت سر نه خلاصوي او خپلې سرټمبګۍ ته د بې مانا جنګ په شکل دوام ور کوي.
په سراسر افغانستان کې د تلپاته سولې په امید.