مدرسه

ژباړن: اسدالله غضنفر –

په اسلامي ټولنه كې ملايان د ښوونې او روزنې خادمان او متوليان وو. دوى ته جاګيرونه او مالي امكانات وركړه شول چې مدرسې ودانې كړي او ماشومانو ته سبق وښیي. د ملايانو ډېر پام دې ته نه و  چې  ماشومانو او زلمكو ته د ژوند په سين كې د لامبو چل وروښيي بلكې ډېره توجه يې دې ته وه چې ديني عقايد خوندي پاتې شي. ځكه نو دوى په تعليم كې داسې مضمونونو ته مخه كړه چې عقيده ورسره پخېده او هغه مضامين يې له درسي نصابه وايستل چې شكونه او سوالونه یې راولاړول.

  په هندوستان كې د مسلمانانو د حكومت په ټول دور كې تعليمي ادارې د ديني علماوو تر كنټرول لاندې وې. دغو ادارو له تحولاتو سره اشنا شاګردان ونه روزل.

د ملايانو تعليمي پاليسي د شرقي هند د كمپنۍ له غلبې وروسته هم په خپل حال پاتې شوه . له دې پالیسي سره سم په ټولو هغو مضامينو بنديز پکار و چې د منل شوي نظر په باره کې یې شکونه او سوالونه پیدا کول. فلسفه د همدې وېرې ښکار شوه. د  ديوبند مشر  مولانا راشد احمد ګنګوهي د  مدرسې له درسي نصابه فلسفه وايستله او خپل طالبان يې د هغې له لوستلو په ټينګه منع كړل.

  كه څه هم ديوبند مدرسه د انګرېزانو له واكمنۍ وروسته تاسيس شوه، خو نويو حالاتو ته د پام كولو په ځاى، مدرسې د ټولنې د پخواني وضعيت د ساتنې هڅه وكړه.

موږ د مدرسې دغه هڅه د هغې په تعليمي پاليسي او درسي نظام كې وينو چې د درس نظاميه پيروي پكې شوې وه. درس نظاميه د اتلسمې پيړۍ درسي نصاب و چې عربي ژبه او ګرامر، منطق ، حديث ، رياضيات ، فقه ، تفسير او كلام  پكې تدريس كېدل .

همدا مضامين د ديوبند په درسي نصاب كې هم شامل شول او دې ته پام ونه شو چې ايا د درس نظاميه نصاب به په بدل شويو حالاتو كې پكار راشي، که څنګه؟

 د دیوبند مخکښانو په خپل درسي نصاب کې نه د هندوستان تاریخ شامل کړ او نه د اسلام تاریخ. نه یې په ساینس باندې پوهېدا ضروري وبلله او نه یې د جغرافیا زده کړې ته اجازه ورکړه.

مشيرالحق په خپل كتاب كې چې (په معاصر هند كې مسلمانان) نومېږي، د ديوبند په درسي نصاب باندې د تبصرې په وخت ليكي چې په نوي ساينس باندې يې هيڅ ټينګار ونه كړ . انګليسي ژبه چې د هند په دويمه ژبه بدله شوې وه او دغه راز هندي يا اروپايي ژبې په نصاب كې شاملې نه شوې. د دنيا د تاريخ له مطالعې سره هم موافقه ونه شوه. ان د هند تاريخ په درسي نصاب كې نه و. جغرافيه او نور اجتماعي علوم بالكل تدريس نه شول.

  ټول درسي نصاب اسلامي علومو ته بېل و. طالب العلمان له نوې دنيا بېخي ناخبره وساتل شول او د نورو ملتونو په اړه پوهه ور زده نه شوه.

په دې لاره باندې  يوازې ديوبند روان نه و بلكې د هندوستان  ټولو دیني مدرسو لكه فرنګي محل  او مظاهر العلوم همدا درسي پاليسي خپله كړې وه.

  نتيجه دا راووته چې د مدرسو زده كوونكي د نوې دنيا له پېژندلو پرته فارغ التحصيله كېدل. دوى په فكري او ذهني لحاظ  له منځنيو پېړيو سره تړلي وو. دوى ته په بدله شوې ټولنه کې د کار موندل مشکل شول. دوى چې يوازې ديني پوهه لرله په نوې اداره كې ورته د بوختېدا ځای نه و او د استعماري دوران د ټولنې جوړښت ته ممكنه نه وه چې جذب يې كړي.

   ديني علماوو ته يوازې  مدرسې او جوماتونه ور پاتې شول. علماوو په پرله پسې ډول نوې مدرسې او نوي جوماتونه جوړ كړل ، ځكه چې دا دوه ساحې يې د كار او ګوزارې يوازيني ځايونه وو.

  خو څرنګه چې مدرسې او جوماتونه د خلكو په چنده ولاړ وو، نو د ملايانو او مدرسانو لاسونه تنګ وو. مالي تنګسې او اقتصادي بېوسي په دوى كې د محروميت احساس پيدا كړ. په نتيجه كې ملايان له هر عصري شي او هغه څه سره مخالف شول چې د دوى لاس نه وررسېدۀ.

   نو د ملايانو لويديځ مخالف دريځ، د مسلمانې ټولنې مخه ونيوله چې نوي نظريات خپل كړي او عملي استفاده ورنه وكړي. دې شي مسلمانه ټولنه دوګماتيكه، زوړپاله او وروسته پاتې كړه.

One thought on “ملايان او تعليم/ لیکوال: ډاکتر مبارک علي”
  1. د دیوبند د مدرسی د شاګردانو په خلاف ایرانی او شیعه مدرسو دواړه عصری او دینی علوم زده کړل چی اوس هم سیاست کولای شی او هم اتم بم جوړولای شی او هم په ټولو عربی او اسلامی هیوادونو کی د اسلامی احکامو د ترویج پرځای شیعه ایزم خپروی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *