ملا اختر محمد منصور

د طالبانو اوسنی مشر ملا اختر محمد منصور د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د هوانوردۍ وزیر و. ځیرک، د شهرت او دولت تږی و. له پخوا د مخدره توکو قاچاقبر و. پیسې یې درلودې، نوري یې ډېرولې. ځان يې د همدې شتمنۍ پر اساس پر مشر ملا صاحب ګران کړی و.

د وزارت پر مهال یې د متحده عربي اماراتو له تجارانو سره خورا ټینګي اړیکي درلودې. د همدې مملکت له یوه هوایي شرکت سره سهمدار هم سو. په عربي اماراتو کې املاک  رانیول، تجارت یې پیل کړ، سړی لاړ ډون سو.

دا چي د ملا عمر د نږدې او اعتباري کسانو څخه و نو یې له فرصته ګټه اخیستل هم زده ول. په هلمند کې د چاغي پر قاچاقي لار د تاریاکو ټول کاروبار د ده وو او تر نن ورځي دوام لري.

قاچاق نو داسي قاچاق نه ول، سم کاروانونه به اړول پر چاغي. بیا به له همدې لاري تر ایرانه او نوري نړۍ رسول. په کوټه کي هم خورا دروند کاروبار لري. له همدې لاري یې له ای ایس ای سره روابط جوړ کړل. هغوئ ته یې د خپلي ګټي سهم ورکولو. هغوئ بیا دی نازولو، ملا عمر ته یې پر توره باز خان تېر کړی و. پر بای پاس سړک یې خپلو عزیزانو ته شهرک هم جوړ کړی، اسحق اباد یې نوم دی د ښارګوټي. له ده سره اسحاقزۍ خورا ټینګ ولاړ دي. په کوټه کې ښه سرمایې ورته جوړي کړې دي. جیلاني روغتون هم د ده د یارانو دی.

د ملا منصور د وزارت د معین ورور له شېرخان فرنود چي اوس د کابل بانک مشر دی هغه وخت صراف و؛ د صرافي پر کاروبار شریک و. ملا منصور به خپلي د قاچاقو او کاروبار پیسې د همدې صراف په واسطه تا و بالا کولې.

د طالبانو د حکومت له نسکورېدو سره سم سړی نور هم ملا عمر ته نږدې سو. دلته هغه خلګ چي پخوا د ده د لاري خنډ ول هم تیت و پرک سول، میدان چغالي و سړی تر ګیدړي لا هوښیار. موقع یې ووهله، ملا عمر او ای ایس ای ته یې ځان نور هم نږدې کړ. دا مهال ملا عمر یو څه له صحنې ایسته کېږي او ای ایس ای د یوې نوې مهرې په تلاش خپلي سترګي غړوي. تر منصور وفادار په سترګو نه ورځي. بسم الله کوي یې د منصور پر مهارولو او سمبالولو.

ملا عمر ناجوړه سو او د جنګ واک ټول اتومات ملا اختر منصور ته ورکړل سو. د ملا عمر او ای ایس ای له دې فیصلې سره ډیری طالب مشران همږغي نه ول. د ملا عمر ورور عبدالمنان چي اصلا د ملا عمر د کاکا زوی دی او د ده له موره دی؛ هم نه و راضي. د ملا عمر زوی ملا یعقوب هغه مهال په کراچي کي په یوې مدرسه کي طالب و. کوم وخت چي ملا عمر کراچي ته انتقال سو نو ملا یعقوب یوازي پر ټیلیفون اړیکه ورسره درلوده، لیدلی یې نسوای. ځکه چي ای ایس ای دا مهال نوی پلان درلود، ملا عمر یې له صحنې ایسته کولو او پر ځای یې ملا اختر منصور راوستلو.

ملا عمر ټي بي و، سخت مریض و، او له طالب مشرانو سره یې لیده کاته ډېر محدود سوي و. یوازي به یې په اضطراري حالاتو کي له ملا منصور، ملا جلیل او څو نورو سره لیدل. تداوي یې د ای ایس ای د ډاکټرانو لخوا روانه وه. خو وروسته مړ سو.

د ملا عمر د مړیني د خبر تر وروستیو ورځو له دوو کالو راهیسي د ملا یعقوب تماس له پلاره سره شکېدلی و. ده هڅه وکړه چي د پلار احوال معلوم کړي، خو بیا وروسته ملا منان او ملا یعقوب ته وویل سول چي ملا عمر مړ دی. دوئ نه منله او غوښتل یې چي په شواهد وړاندي سي. بیا هغه و چي دوئ د زابل ولایت شینکۍ ولسوالۍ ته بوتلل سول او د پلار قبر یې ورښکاره کړ او ځیني نور شواهد یې هم ورته وړاندي کړل. بیا څه موده وروسته د ملا عمر مرګ اعلان سو.

ملا منصور د ای ایس ای په واسطه د ملا عمر ځای ناستی وټاکل سو. ملا منان او د ملا عمر د خاصي ډلي ملا یعقوب خوښ و چي تازه تازه یې لنګوټه تړلې وه؛ چي امیر الطالبان سي. خو و نه منل سوه. اختلافات رامنځته سول او اوس دا دی عملي ظاهرېږي.

ملا منصور چي پخوا هم قاچاقبر و، اوس نو ټوله لار ورخلاصه ده. د هلمند پر لار د تاریاکو قاچاق ښه په درز کي روان دي، د هلمند د ډبرو د استخراج پر سر د ورځي یو میلیون کالداري مالیه اخلي. او نور هم په ډېرو نامشروع کاروبارونو اخته دی. پر خپلو ګمرکاتو یې ټول د خپل ټبر خلګ مهار کړي دي، تر څو بیا څوک منصور پیدا نسي. د یادوني وړ یې بولمه چي د دغو پیسو ځانګړې برخه پاکستاني اسټبلیشمنټ ته هم ځي او هغوئ یې بیا د تداوي په شکل د دوئ پر زخمیانو مصرفوي.

7 thoughts on “ملا اختر محمد منصور، له موجه تر اوجه!/ غوټۍ سپېڅلې”
  1. مننه غوټۍ سپېڅلې
    د ملا منصور په اړه مو جالب مالومات را ټول کړي وو. د نوموړي د اسهامو په اړه ریپوټونه خو د طالبانو پر مهال د باندنيو چارو وزیر په کلکه رد کړل هغه دا هم وویل چې هو هغه سوداګر دی او شتمني لري خو د نوموړي د قاچاق په اړه یې څه ونه ویل.

  2. سلام
    ډیر په زړه پوری او ښه معلومات دی په قلم موبرکت شه یوه یادونه کوم هغه داده چی په تیراوراتلونکی تاریخ که په د پښتنو دومره ستر دښمن پیدا نشی لکه دوی چی پر مونږ هر څه وکړل مکتبونه یی را وران کړل جنګ یی زمونږ په سیمه کی ګرم وساته ډیر ځوانان یی راته په یوه او بله نامه مړه کړل ده پښتنو دشمنان او پردی کالی څټی د دوی او ده دوی د بادارانو له خوا نه دومره ماړه شول چی نن د افغان هویت نه منی په ټوله دنیا کی یی د افغان نوم بد نام کړه .

  3. مننه له لیکنې او معلوماتو نه مو
    دا خو تر لمر ښکاره خبره ده چي منصور پراخه شتمني لري خو دا چي دا شتمني له کومه کړې تاسو ښه معلومات راټول کړي دي خو دومره نه منصور چي څومره تاسو ویلي دي تر هغه لوی قاچاقبر قاتل دروغحن فاسد انسان دی زه یې د سیمې اوسیدونکی یم پلار نیکه یی راته معلوم دي نه خو.دوي دومره لوی تحارت لري چي وویل شي چي دا شتمني ئې د نیکه تجارت څخه ور پاته ده په ټول بند تېمر کي اوس له منصور څخه لوی شتمن نه شته په دولۍ کي لوی لوی اپارتمانونه لري د پیسو په مقابل کي د انسان مرګ ورته داسي نه ښکاري لکه د میاشي وژل د ټول افغانستان قاچاق دا جناب په یو نوم او بل نوم د هیواد څخه بهر انتقال وي بلکې
    مشر ملا صاحب ملا دادالله ملا برادر اخوند ټول هغه کسان وو چي د منصور د کړنو خلاف وو ټول منصور له مخې ویسته د فدائي محاذ په نوم ډله هم د نوموړي د کړنو خلاف ده چي یو ځل ئې ورباندي برید هم کړی خو هغه ورڅخه الله جل جلاله بج کړه

  4. ژوندیی اوسی .
    شکلی معلومات وو ده دی بی وزله ملت وینی بی زایه ندی خامخا رنگ راوڑی چی هره پرده یی ورز تربلی ورپسی ورسته کیگی اوده دوئ نارواکڑنی ملت ته روشانه کیگی .
    مننه

  5. زموږ د لیکوالانو د قلم څوکه به هلته د زمری پنجه غوندی د هیبته ډکه شی چه آی ایس مای ایس آی هېر او پر لندن خبیث یوه حیدری نعره او فریاد را پورته کړو. دا هم د لندن خباثت دی چه زموږ په ژبو او قلمونو کی ئی د آی اس آی نوم را ایښی خو د پردې شاته همدا د شیطان بچی انګریز دی چه ټوله ( نخشه) .( موږ ئی نخشه بولو) مخته بیائی.

  6. منصور صاحب مجاهد ده او تجارت کوم عیب نه ده حضرت عثمان ض هم تجارت کاوه دغیبت تبصیری مه لیکی ګناه ګار به شی الله ج دی تا سو افغانانو ته هدایت وکړی او اوس یی کټلی ده ستاسو فه قلم او غیبت هیځ نه کیږی اوس امیر المومنین ده او وی به ان شا الله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *