تاند- طالبانو د خپل پخواني مشر د مړینې د خبرونو له خپرېدو وروسته د نوي مشر د ټاکلو پرېکړه وکړه.

د پاکستان جیو نیوز تلویزیون وویل، باوري سرچینو نن /پنجشنبه/ ورته وویل چې پرون د طالبانو عالي شورا وروبلل شوه چې په ترڅ کې یې وپتېیل شوه چې ملااختر محمد منصور به د دوی مشر وي.

دې باوري سرچینو وویل چې په غونډه کې همداراز فیصله وشوه چې خلیفه سراج الدین حقاني او هیبت الله اخوندزاده به د نوي مشر مرستیالان وي.

د راپور پر اساس د طالبانو د عالي شورا په غونډه کې د دې ډلې د قیادي شورا تقریباً ټول غړي حاضر ول.

ملا اختر محمد منصور تر دې مخکې د طالبانو د مشر د مرستیال او په حقیقت کې د ټولو چارو د مسوول دنده لرله.

منصور د کندهار ولایت اوسېدونکی دی او ویل کېږي چې د سولې د خبرو پلوی دی.

پرون د افغانستان حکومت رسماً د ملاعمر مړینه تایید کړه، ویې ویل چې نوموړی د ۲۰۱۳ کال په اپریل کې مړ شوی دی.

د طالبانو ویندویانو تراوسه پوري د ملاعمر د مړینې تازه خبرونه نه رد کړي او نه تایید کړي دي. پخوا دوی د خپل مشر د مړینې ادعاوې رد کړې وې.

One thought on “ملا اختر محمد منصور د طالبانو نوی مشر وټاکل شو”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *