تاند، چهار شنبه، د جدي ۲۵مه: د ولسي جرګې د پخواني غړي ملا تره خېل او د ارشاد حج و اوقافو د سرپرست وزیر مولوي عبدالحکیم منیب تر منځ لانجه په ۳۰۰ زره ډالرو خلاصه شوه.

ملا تره خېل د کوچیانو د حج د سهم په تړاو لانجه کې مولوي حکیم منیب د ارګ په جومات کې په څپېړه وهلی و چې تر منځ یې نن جرګه وشوه او جرګې ښاغلی تره خېل ملامت وباله.

د روغې جوړې په دغه جرګه کې مولوي تره خېل مکلف کړای شوی دی چې د یوې څپېړې په بدل کې به مولوي عبدالحکیم منیب ته درې سوه زره ډالر تاوان او د شخصیت اعاده ورکوي.

د دغې جرګې په پریکړه کې د کوچیانو ګڼو استازو، د دواړو لوریو قوميانو، خپلوانو او دیني عالمانو تر څنګ تر ډېره د سولې شورا مرستیال حاجي دین محمد او د افغان ملت ګوند مشر انوارالحق احدي دخیل بلل شوی دی.

بلخوا مولوي منیب هم د ناغې له ۳ سوه زره ډالرو څخه ۵۰ زره ډالر جرګه مارانو ته د ښه نیت له مخې ورکړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *