ځينې د شعر مینوال د غني خان له شعر سره ځکه نه دي جوړ چې هر وخت یې ملا ته داسې خبرې کړي دي چې خپلل مسولیت ته متوجه کړي دي، د ملا او شاعر دندې ډېرې سره نږدې دي شاعر په شاعرانه انداز خلک له بدو منع کوي او ملا یې د خپل منبر له لارې تاسو به ډېر اوریدلي او لیدلي وي چې ملا کله کله د خپل منبر نه د شعر په ژبه خلک له بدو لارو ښې لارې ته رابولي.
غني خان چې په ملا لیګدلی دی یوازې هدف یې دا دی چې ملا خپل مسوولیت ته په سمه توګه متوجه کړي، ځکه ملایان د خپل رسول وارثان بولي نو باید زموږ د رسول په لار رهي شي نه د شر او فساد په لاره.
په شلمه پیړۍ کې د ځینو ملایانو د فکر دایره ډېره وړه وه او اسلام یې یواځې په څو فقهي قواعدو کې منحصر کړی و، باچاخان بابا په خپل کتاب ( زما ژوند او جد وجهد) کې وايي: زه چې زلمی وم نو زموږ د کلي د ملایانو لوی علمي بحث به په دې و چې یوې ډلې به ویل سقاط په (ط) لیکل کیږي او بلې به ویل چې نه په (ت) لیکل کیږي نوموړی وايي چې ټوله ورځ به یې په دا خبرو تیره کړه حال دا چې په وطن پیرنګی راغلی و.
نو له دې داسې ښکاري د دې پر ځای چې د هغه وخت نیمچه ملایانو خلک د پیرنګي پر وړاندې اسلامي جهاد او مبارزې ته دعوت کړي وای وخت یې په بې ځایه بحثونو تېراوه، او غني خان له هغو نیمچه ملایانو همدا غوښتنه کوله.
کله چې غني خان دا حالت د پښتنو په سیمو کې ولید نو د خپل شعر لپاره یې ښه موضوع پیدا کړه؛ له یوې خوا نوي اوو له بلې خوا ډېره جالبه وه، چې په خپل شعر کې یې ورته د سمبول غوندې ځای ورکړ، ډېري شاعران سمبولونه او نښې لري د ستر کاروان نښه (سمبول) چنار دی همداسې نور ډیر شاعران دا ډول نښې لري.
زه په خپله د ملایانو له کورنۍ سره تعلق لرم اوهغه هیڅ مې نه خوښیږي چې په ملا پسې بې ځایه بد رد ووایي ځکه ملا زموږ د ټولنې روحاني مشري لري خو که د اصلاح لپاره په ملا څوک نقد کوي هغه بیا زما د زړه سر دی ځکه ملا هم له خطا او ګناه پاک نه دی، نو څرنګه چې د ټولنې د اصلاح دنده ورپه غاړه ده نو لومړی باید ملا اصلاح وي او که چیرې اصلاح نه وي نو تر ټولو لومړی حق د ده دی چې د سالمې نیوکې لاندې ونیول شي، موږ ډېر اوریدلي دي چې په شعر کې باید شاعر نوي خبرې وکړي همداسې ملا باید داسې خبرې وکړي چې د ټولنې په ښمر راشي یوازې دې د حلوا او خپل جیب خبرې نه کوي.
ملا باید خلک پریږدي چې دین زده کړي او په دین کې معلومات ولري نه دا چې دین د ځان د ګټې او د ډوډۍ ګټلو وسیله وګرځوپ او که څوک په دین کې ور سره وغږیږي بیا ورته وايي چې ته خو څه ملا نه یې دا په دې مانا چې دین یوازې د ملا دی؟ نه موږ هیڅ وخت نه پریږدو چې زموږ سپیڅلی دین دې په یو چا پورې منحصر شي، دین یوازې د ملا نه دی بلکه د ټولو انسانانو او جنیاتو دی او حق لري چې په دې دین کې داخل شي.
غني خان یوازې ډېر تضاد په دې یوه خبره هم د نیمچه ملایانو طبقې سره ساتلو چې دا مبارک دین یې یوازې د خپل ځان باله او د دین تر نامه لاندې یې داسې بدعتونو ته لاره هواره کړي وه چې هیڅ په دین او آیین کې نشته.
اوس هم ځینې ملایان داسې دي چې خلکو ته وايي زما یو لمونځ ستاسو کلي ته په دوې نیمې روپۍ غورځي، یو ملګري کیسه را ته کوله چې لوګر کې ملایان لګیا دي او وايي چې بندیخانه سنت ده، او په منبر تنکیو ځوانانو ته وايي چې په جنت کې د غازیانو لپاره یوه نوي دروازه جوړه شوي ده!
د غني بابا په وخت کې هم همداسې غورې وې خو خدای غني ورته پیدا کړ د دوی داسې بې منطقه خبرې یې رد کړې نو په دا چلند نیمچه ملایان ورنه خپه شول او ځینو خو تکفیر هم کړ.
تر ټولو مهمه خبره دا ده چې د غني خان او د نیمچه ملا اصلي اختلاف له کومه ځايه او ولې پیدا شو؟ د دې پوښتنې د ځواب لپاره هر څوک خپل نظر لري خو په خپله غني خان د همدې پوښتنې په ځواب کې سردار علي ټکر ته داسې ويلي وو:
په پښتنو کې د ټولو نه کمزوري انسانان نیمچه ملایان دي او پښتنو اسلام دوی ته حواله کړی نو په دی وجه ما د هغوی خلاف لیکل پیل کړل چې دا ټولنه او دین ترې وژغورم.) خو يو شمېر ليکوال بیا پورته خبره کوي او وايي چې د ملا کلمې کارول د غني لپاره په شاعرۍ کې د يو سمبول او علامې په معنا دی.
غني خان هیڅ وخت د اسلام په مبارک دین نیوکې نه دي کړي او هر وخت یې په هغه چا کړي دي چې ځانونه د دین ټیکه دران بولي، او د دین له نوم نه په هر ځای کې ناوړه استفاده کوي.
سر بیره پر دې د غني خان شاعري مختلف اړخونه لري او ځينې خو يې داسې دي، چې ملایانو غني خان پرې کافر بللی دی. تکفیر داسې پدیده ده چې آن له شره یې امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله هم نه و خوندي او تل د جاهلانو د لاس وسله ده.
د سردار علي ټکر په اند د غني خان د شاعرۍ تر ټولو غوره اړخ د هغه په شاعرۍ کې حسن پرستي ده. ټکر وايي چې غني خان د حسن پر لار خدای ته ورځي:
حسن خو بس حسن چې هم خدای او هم جانان دی
دې فاني مکان کې بل مشال د لامکان دی
زموږ ټولنې ته په کتو ډېر وخت زموږ پریکړې غلطې وي کله چې څوک د ملا سره په کومه خبره وران شي نو خلکک مو داسې کافر کوي چې د دین سره وران شوو خو داسې نه ده، کله چې له یوه ملا سره مخالفت کوو نو هغه د دین سره مخالفت نه دی بلکې د فرد سره دي ځکه کیدای شي له دین پرته ټکر په دنیوي ژوند او ارزښتونو کې راشي.
موږ باید دین یوازې ملا ته پرینږدو او باید ملا د خپل لاس چاړه هم ور نه جوړه نه کړي چې کوم چا ته یې خوښهه شوه پرې ویې وژني او بل چیرې کار ترې واخلي. دین یوه سپیڅلي مفکوره ده، چې هر څوک پکې حق لري دا نه یوازې د ملا ده، نه د تالب او نه هم زما! بلکه د ټولو ګډ سپيڅلی ارزښت دی . هغه خلکو چې د ریا سپینې جامې اغوستي دي غني بابا په یوه نظم کې داسې ورته وايي:
دې فاني مکان کې بل مشال د لامکان دی
زموږ ټولنې ته په کتو ډېر وخت زموږ پریکړې غلطې وي کله چې څوک د ملا سره په کومه خبره وران شي نو خلکک مو داسې کافر کوي چې د دین سره وران شوو خو داسې نه ده، کله چې له یوه ملا سره مخالفت کوو نو هغه د دین سره مخالفت نه دی بلکې د فرد سره دي ځکه کیدای شي له دین پرته ټکر په دنیوي ژوند او ارزښتونو کې راشي.
موږ باید دین یوازې ملا ته پرینږدو او باید ملا د خپل لاس چاړه هم ور نه جوړه نه کړي چې کوم چا ته یې خوښهه شوه پرې ویې وژني او بل چیرې کار ترې واخلي. دین یوه سپیڅلي مفکوره ده، چې هر څوک پکې حق لري دا نه یوازې د ملا ده، نه د تالب او نه هم زما! بلکه د ټولو ګډ سپيڅلی ارزښت دی . هغه خلکو چې د ریا سپینې جامې اغوستي دي غني بابا په یوه نظم کې داسې ورته وايي:
ای په اسلام مينه
ای سیاسي مومنه!
نن چې اسلام ستايې
ستايه دې څوک پرون؟
سترګې دې برګې بهر
برګ دې ايمان دننه
پرون يې ځان نه ګاټه
نن دی اسلام ګټي
پرون عمل ديزيد
او نن نامه د ایاز
لږ خو په دې سوچ وکړه
زما ساده پښتونه!
اصلي مومن کړه بېل
له سياسي مومنه!
د سیاسي مومن نه د خان مقصد هغه خلک دي چې سیاست ته د اسلام په نامه ځان ننباسي خو په اخر کې دې سپیڅلي دین ته هیڅ وفادار پاتې نشي، او وروسته په همدې وسیله پښې ږدي او چې کله په سخته کې شي بیا د دین په نامه بغارې کوي او خلک په دې ډول غلطوي خان بابا داسې خلک آن یوه پیړۍ مخکې پیژندلي وو او پښتنو ته یې د شعر په چوکاټ کې تشریح کړي وو.
څرنګه چې اسلام دین موږ ته ډير ارزښت لري همدارنګه موږ ته رښتیني علماء هم ارزښت لري خو د اسلام په نوم د شر اوفساد عناصرین هیڅ وخت څوک نشي برداشت کولي، که هغه په هره جامه کې وي. ( ولا تشتروا بآیاتي ثمنا قلیلا و اَني فاتقون)البقره: ۴۲، ژباړه: په لږه بیه زما آیتونه مه خرڅوئ او زما له غضب څخه ځان وساتئ!
و ما علینا الا البلاغ
و ما علینا الا البلاغ