د ملا رسول ډله

د ملا رسول په مشري د طالبانو ډله وايي، د امريکا نوې سټراټيژي هم د تېر په څېر په جګړه ولاړه ده او په افغانستان کې جګړه د حل لاره نه ده.

د دغې ډلې عالي شورا په يوه خبرپاڼه کې له امريکا څخه غوښتي دي چې له افغانستان څخه خپل سرتېري وباسي او افغانان پرېږدي چې خپلې کشالې په خپله حل کړي.

په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې امريکا بايد د شوري اتحاد د ماتې پر وخت د افغانان قربانۍ سترګو ته ودروي او نور د افغانانو هېواد د نړۍ د جګړو پر ډګر بدل نه کړي.

“افغانان پرېږدئ چې خپلې ستونزې او کشالې په ذات البيني او خپل منځي تفاهم حل کړي. د افغانستان تاريخ دا ثابته کړې چې هر څومره د سختو مشکلو او مصائبو حل يې په داخلي جرګو، ناستو او تفاهوماتو باندې حل کړى. موږ پر افغانانو هم دا غږ کوو  چې اختلاف پرېږدي او افغانستان له دې اشغال او له دې خطرناک بحران نه را وباسي.  په اتحاد او اتفاق سره د دښمن مقابله وکړي او د علماء کرامو، قومي مشرانو، پوهانو او متنفيذينو نه لويه شورا جوړه کړي او د افغانستان معذلې ته د پاى ټکى کېږدي.”

د ملا منصور ډلې ويلي، نړيواله اسلامي شورا دې د افغانستان د کشالې په حل کې مرسته وکړي، دوی اماده دي چې د اسلامي شورا او افغانانو هرې پرېکړې ته غاړه کېږدي.

One thought on “د ملارسول ډله وايي، امريکا دې افغانان پرېږدي چې خپله ستونزه پخپله حل کړي”
  1. تاسي که غوښتلی نو دوی ته به څه ضرورت وو. خو نه يي غواړئ تاسی. او که تاسی سوله او امن غواړئ، نو راشي د افغان حکومت سره د خبرو ميز ته کينئ. بس کړئ نور دا افغان وژنه نور. مونږ نور ستړي يو

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *