تاند، شنبه، د سنبلې ۲مه: پاکستان کې د طالبانو د وخت سفیر ملا عبدالسلام ضعیف وايي، د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه به د دوشنبې په ورځ وروستۍ شي او د چین و روسیې په شمول به یې پاکستان ضمانت ګړي هېوادونه وي.
ملا عبدالسلام ضعیف وايي، د سولې هوکړه به له امریکايي لوري سره د ملا عبدالغني برادر لخوا لاسلیک شي.
د ضعیف خبره امریکایي لوری غواړي په هوکړه کې دا ټکی وساتي چې طالبان به له سولې وروسته له ترهګرو ډلو سره هیڅ اړیکه نه ساتي: (( دغه راز به امریکا هم ژمنه وي چې په ۱۵ یا ۲۴ میاشتو کې ټول ځواکونه له افغانستان څخه وباسي، خو که له هوکړې وروسته هم په هېواد کې پاتې کېږي نو دا به د هوکړې د ماتولو په معنا وي.))
دا په داسې حال کې ده چې د پنجشنبې په ورځ د سولې پیل شوې نهم پړاو خبرې پرون جمعه ځنډول شوې وې.
طالب ویاندان وايي، دا ځل په خبرو کې افغانستان لپاره د امریکايي او ناټو ځواکونو قومندان جنرال سکاټ میلر هم برخه اخیستې ده.