تاند- د افغانستان د حکومت او د وسله والو طالبانو له لوري د لنډمهال اوربند له اعلانه وروسته په اسلام اباد کې د طالبانو د رژیم پخواني سفیر له حکومت او طالبانو وغوښتل چې خپل اوربند ۳ میاشتو ته اوږد کړي.
عبدالسلام ضعیف له افغانانو وغوښتل چې له حکومت او طالبانو وغواړي چې اوربند اوږد کړي.
د افغانستان حکومت د تېرې اوونۍ د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د روژې له ۲۷ څخه د کوچني اختر تر پنځمې پورې له افغان طالبانو سره اوربند کوي او خپلو ټولو ځواکونو ته امر کوي چې د طالبانو پر ضد عملیات ودروي.
د حکومت له اعلانه دوې ورځې وروسته طالبانو وویل چې د کوچني اختر په درو ورځو کې اوربند کوي.
د حکومت او طالبانو د اوربند اعلان، چې د ولسمشر غني په وینا په تېرو ۲۳ کلونو کې ساری نه لري، د بې شمېره افغانانو او نړیوالو له هرکلي سره مخامخ شو او ډېرو هیله څرګنده کړه چې اوربند اوږد شي او د افغانانو ترمنځ د سولې د خبرو د پیلولو لپاره ورڅخه استفاده وشي.
د طالبانو د تحریک ملاتړی او د طالبانو د حکومت د مهال سفیر عبدالسلام ضعیف یو له هغو افغانانو څخه دی چې د اوربند د اوږدېدو غوښتونکی دی.
ده د دواړو خواوو له لوري د اوربند اعلانونه د سولې پیغام وباله.
ځینې افغانان استدلال کوي چې اوس چې امریکا هم حاضره شوې چې له طالبانو سره د افغانستان د حکومت او طالبانو په مخامخ خبرو کې ګډون وکړي، طالبان باید د سولې د خبرو د پیلولو لپاره بله پلمه ونه کړي.
د ولسمشر ټرمپ یوې جګپوړې چارواکي لیزا کرټیس تېره اوونۍ وویل چې امریکا حاضره ده د افغان حکومت او طالبانو د سولې په خبرو کې ګډون وکړي.
طالبانو تر دې وړاندې د افغانستان له حکومت سره د سولې له خبرو انکار کړی او تاکید یې کړی چې له امریکایانو سره خبرې کوي خو د افغانستان خلک سوله او د جګړې پای ته رسېدا غواړي.