تاند- نامعلومو وسله والو تېره شپه د کابل ولایت په بګرامي ولسوالي کې د ملا عبدالسلام ضعیف پر کور برید وکړ او د هغه یو ساتونکی یې وواژه.
د حملې په مهال ملا ضعیف په کور کې نه و.
ښاغلي ضعیف رسنیو ته وویل«حمله کوونکو، چې پر موټر سایکل سپاره ول، په بګرامي ولسوالي کې زما کور ته لاسي بم راوغورځاوه او ډزې یې هم وکړې.»
ملا عبدالسلام ضعیف، چې د طالبانو د واکمنۍ په مهال په اسلام اباد کې سفیر و، د طالبانو د رژیم له پرزول کېدو وروسته پاکستانیانو امریکایانو ته وسپاره خو د ګوانتنامو له بنده تر خوشي کېدو وروسته افغانستان ته راغی او له څو کلونو راهیسي په کابل کې سیاسي او مدني فعالیت کوي.
ښاغلي ضعیف څه موده وړاندې ویلي و چې پاکستان باید د افغانستان د ګاونډي په توګه د افغانستان له کړکېچن حالته ناوړه استفاده ونه کړي.
د ښاغلي ضعیف پر کور د حملې مسوولیت تراوسه چا په غاړه نه دی اخیستی.
د وسله والو طالبانو ویندوی د ملا عبدالسلام ضعیف پر کور پر حملې خواشیني ښودلې ده.
د کابل امنیه قوماندانۍ د جنايي تحقیقاتو رييس فریدون عبیدي وايي چې د ضعیف پر کور دوو موټر سایکل سپرو برید کړی او پولیسو د حمله کوونکو د موندلو لپاره هلې ځلې پیل کړي دي.
تر دې وړاندې د پنجشنبې په شپه وسله والو طالبانو د کابل په خوشحالخان مېنه کې د ولسي جرګې د هلمند د یوه استازي معلم میرولي پر کور حمله وکړه او ۸ تنه یې ووژل.