هلمند/دوشنبه/ د طالبانو د ډلې ناراضه قومندان ملا عبدالرؤف خادم له څلورو ملګرو سره یو ځای د بې پېلوټه الوتکې یا ډرون په برید کې ووژل شو.

ملا عبدالرؤف خادم چې د طالبانو د حکومت پر مهال د کابل د قول اردو قومندان او سلګونه وسله وال ملګري یې لرل نن /دوشنبه/ سهار پر لس بجې په هلمند کې د بې پيلوټه الوتکې په برید کې له څلورو نورو وسله والو سره وژل شوی دی.

د هلمند ولایت اوسیدونکی ملا عبدالرؤف خادم مهم جنګي قومندان و چې د طالبانو د حکومت د سقوط پر مهال په شمالي ولایتونو کې د امریکایي ځواکونو له لوري ونیول شو او ګوانټانامو ته نقل کړای شو. له هغه ځايه په ۲۰۰۹ز کال کې راخلاص او کابل ته راوستل شو او دلته د نورو طالب مشرانو ملا عبدالسلام ضعیف او مولوي متوکل تر څنګ کور ورکړای شو. خو ښاغلی خادم څو ورځې وروسته له کابله وتښتید او ځان یې کوټې ته ورساوه. هلته د کوټې د شورا غړیتوب او د جنوبي ولایتونو د نظامي کمیسون مشرتوب وروسپارل شو. یو څه موده وروسته نوموړی د سلفیت په عقیده تورن شو او له دندې ګوښه کړای شو. خو څنګه چې یې ډير زیات ملګري درلودل ځکه بیرته ورته خپله دنده وسپارل شوه. خو په وروستیو وختونو کې يې د طالبانو له مشرتابه سره اختلافات ژور شول او څو میاشتې وړاندې له دندې ګوښه کړای شو.

نوموړی په کوټه کې د پاکستاني مقاماتو تر سختې څارنې لاندې وو او یوه شپه چې پر کور یې پاکستاني امنیتي مقاماتو چاپه ووهله، دی په تيښته بریالی شو او هلمند ته لاړ.

هلته یې خپل ملګري پر ځان سره راټول کړل او داسې اوازې وې چې نوموړي د داعش د ډلې له مشر ابوبکر البغدادي سره بیعت کړی و. دغه خبر هيڅکله د خادم له لوري تائيد نشو. خو د سیمې د اوسېدونکو او د هلمند چارواکو له قوله په څو راپورونو کې وویل شول چې خادم په کجکي کې د داعش د ډلې مشري کوي او پلویانو یې له طالبانو سره څو ځلي نښتې کړي دي.

ويل کيږي چې په وروستیو وختونو کې د طالبانو د پلاوي او خادم ترمنځ د خپګان د لري کولو په موخه خبري اترې روانې وې او وړاندې تر دې چې دا خبرې نتیجه ورکړي، خادم د بې پيلوټه الوتکي په برید کې ووژل شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *