عکس: ملا محمد رسول اخوند چې طالبان وايي، بې درکه شوی دی.

تاند- د طالبانو د ملا محمد رسول اخوند ډلې وویل چې د دوی ۱۲ کسیزې شورا ملا عبدالروف عارف خپل نوی مشر ټاکلی دی.

د طالبانو دې ډلې وروسته له دې ملا عارف خپل نوی مشر ټاکلی چې د پاکستان د حکومت له لوري د دې ډلې د مشر ملا محمد رسول اخوند د نیول کېدو خبرونه خپاره شول.

د دې ډلې ویندوی ملا عبدالمنان نیازي مخکې دا راپور رد کړی و چې ګنې ملا رسول د پاکستان له لوري نیول شوی خو اوس وايي چې نوموړی بې درکه شوی دی او له همدې خاطره د طالبانو دوولس کسیزې شورا پرېکړه وکړه چې ملا عبدالروف عارف خپل نوی مشر وټاکي.

د طالبانو د سیاسي کمیسیون مشر او د اسلامي امارت د وخت د مالیې وزیر ملا معتصم اغا جان هم ویلي و چې ملا رسول د پاکستان له لوري نیول شوی دی او ملا عبدالمنان نیازی د نوموړي پر ځای د خپلې ډلې مشري کوي.

ملا عبدالروف عارف، چې د کندهار د سپین بولدک اوسېدونکی دی، د طالبانو د واکمنۍ په مهال د دفاع د مرستیال وزیر او د خوست د والي په توګه دنده درلوده.

د طالبانو د دواړو ډلو ترمنځ، چې د ملا محمد عمر د مړینې د خبر تر خپرېدو وروسته رامنځته شوې، په ځلونو خونړۍ نښتې شوي دي.

2 thoughts on “ملا عبدالروف عارف د ملا محمد رسول اخوند پر ځای د طالبانو مشر وټاکل شو”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *