تاند- د طالبانو یوه مهم قوماندان د افغانستان له حکومت او امریکا سره د خبرو په شمول د طالبانو لپاره یوه نوې ستراتیژي وړاندیز کړې ده.

ملا عبدالقیوم ذاکر په یوه لیک کې د طالبانو له مشرتابه غوښتي چې له امریکا او لوېدیځو حکومتونو سره خبرې وکړي.

د الجزیرې تلویزیون د راپور له مخې، ده همداراز د طالبانو په کورنیو او بهرنیو پالیسیو کې د بدلون غوښتنه کړې ده.

الجزیره وايي، د ملا عبدالقیوم ذاکر په وړاندیزونو کې د افغانستان له حکومت او نړیوالې ټولنې سره خبرې هم شاملېږي.

ذاکر د اسلامي شریعت د نفاذ او د طالبانو په منځ کې د پوځي ستراتیژۍ او همکارۍ د ښه کېدو غوښتنه هم کړې ده.

د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد د ملا عبدالقیوم ذاکر د وړاندیزونو په اړه بې خبري وښوده، ویې ویل چې دوی داسي کوم لیک نه دی لیدلی.

ده الجزیرې ته ویلي:«موږ د نوې ستراتیژۍ په اړه معلومات نه لرو، خو دا خبره کوو چې له بهرنیو حکومتونو سره نه ږغېږو او یوازې د شرعي قانون په نافذولو تمرکز کوو.»

ذاکر د طالبانو د مشر ملا عمر د مړینې له افشا کېدو وروسته د طالبانو له مشرتابه څخه لېري شوی و خو په وروستیو ورځو کې یې د ملا اختر محمد منصور مشري تایید کړه.

3 thoughts on “ملا عبدالقیوم ذاکر له افغان حکومت او امریکا سره د خبرو وړاندیز وکړ”
  1. ذاکر صاحب او ده ته ور ته نور مخلص طالب مشران ساده گان دي،هغوی که د رواني جگړې په حقیقت پوه شي، نو ان شاء الله تعالی له جگړې به لاس واخلي .
    روانه جگړه د اسلام لپاره نه بلکي د پاکستان د ناولو اغراضو د پلي کېدو لپاره يوه جگړه ده چي د اسلام له نامه څخه پکي يوازي استفاده کېږي څو پدې نوم سره افغانان تېر باسي .

  2. دطالبانو دارشد قومندان ښاغلی ملاذاکر داوړاندیز ((چی دافغانستان اوامریکاسره خبری وشی ))نو داخو ښه خبره ده ښه وړاندیز دی ځکه چی پدی ۱۴ کاله جنګ کی خو یوی خوا هم دجنګ ځخه بیله قتل وقتال اوخرابی څخه کومه نتیجه تر لاسه نکړل نو ښه خبره به همدا وی چی ستونځی او مشکلات دخبرو دلاری څخه حل کړی نه دجنګ .

  3. ملا عبدالقیوم ذاکرته!
    سلامونه مي ومنه، په بدن کښي دی روغ ځای نسته د ملاعمرسره دی ځان ټوک ټوک کړي مګر خپل دی نه شو بندی شوی را خوشی شوي دشورای غړی شوی بیرته یې ددندی لیری کړي یو دی خپل نه شو. سیاست زده کړه، یا دی خپل د سپین ږیری پلار سره خپل شپیستي ریبه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *