تاند- د ملا محمد رسول په مشرۍ د اختر محمد منصور سیالې طالب ډلې، د پاکستان په خاوره کې د خپل مشر د نیول کېدو خبرونه رد کړل.
پاکستاني رسنیو د دغه هیواد د امنیتي سرچینو په قول ادعا کړې وه چې پاکستان ملا رسول هغه مهال ونیوه چې د هرات د شینډنډ له جګړې پاکستان ته په تېښته ورغی.
د ملا محمد رسول مرستیال ملا عبدالمنان نیازي نن /چهارشنبه/ وویل چې ملا رسول په افغانستان کې دی او د خپلو جنګیالیو لارښوونه کوي.
ملا عبدالمنان نیازي، چې له رویټرز خبري اژانس سره خبرې کولې، په عین حال کې وویل چې د دوی د ډلې موجودیت او فعالیت د یوه مشر په انحصار کې نه دی:«زموږ مقاومت به د ملا رسول یا هر بل مشر په نیول کېدو یا وژل کېدو پای ته ونه رسېږي.