تاند- د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن د طالبانو مشر ملا عمر ته په یوه لیک کې، چې اوس افشا شوی، ویلي چې د افغانستان جګړې لوېدیځ کمزوری کړی دی.

په دې لیک کې، چې د ۲۰۱۰ م کال په وروستیو کې کښل شوی او اوس لانګ وار ژورنال خپرونې خپور کړی دی، د القاعده مشر وايي چې جهادیان (طالبان او متحدان یې) باید یو څه له صبره کار واخلي ځکه چې په لوېدیځ کې نور د جګړې د دوام نوره نشته او له سیاسي، اقتصادي، پوځي او اجتماعي پلوه یې له دې جګړې ګوزار خوړلی دی.

بن لادن د طالبانو پخواني مشر ملا عمر ته په لیک کې ادعا کړې چې لوېدیځوال خپلو حکومتونو ته وايي، باید د پینتاګون بودجه د هیواد د نورو لګښتونو او د ملي پورونو په خاطر کمه کړي. او دا خورا زیاتې پیسې دي.

د لانګ وار ژورنال له راپور سره سم، بن لادن دغه راز ملا عمر ته لیکلي:«تاسو ښه پوهېږئ چې د ناټو ځینو غړیو په تېره بیا کاناډا ویلي چې په ۲۰۱۱ م کال کې به له افغانستانه خپل پوځیان وباسي او په نورو لوېدیځو هیوادونو کې مخالف سیاسي ګوندونه له خپلو حکومتونو غواړي چې له افغانستانه ووځي.
بن لادن په دغه لیک کې د امریکا ولسمشر بارک اوباما د پخواني شوروي اتحاد له وروستي دولتمشر میخاییل ګورباچوف سره پرتله کړی چې له اوږدې جګړې وروسته یې شوروي پوځیان له افغانستانه وایستل.

بن لادن په عین حال کې د جهادیانو له عملیاتو شکایت کړی او له ملاعمره غوښتي چې په خپله په مستقیم ډول حالات وڅاري.

بن لادن په دغه لیک کې د ملا عمر پیروۍ ته اشاره کړې، او لیکلي یې دي:«ټولو مسلمانانو او په ځانګړي ډول مجاهدینو ته پکار ده چې ستاسو ومني او تاسو هم دوی په ناحقه د مسلمانانو د وینې بهېدا جدي مسلې ته متوجه کړئ.»

له دې لیکه او د بن لادن له کوره له نورو ترلاسه شویو اسنادو داسي ښکاري چې د القاعده مشر اسامه بن لادن، چې په ایبټ اباد کې د پاکستان د پوځي اکاډیمۍ له څنګه قوماندې ورکولې، د طالبانو له پخواني مشر ملا عمر سره تل لیکونه تبادله کول.

له اسنادو دا هم ښکاري چې بن او د ده شبکې له حقاني شبکې سره زیاته همکاري کوله.

One thought on “ملا عمر ته د بن لادن د ۲۰۱۰ کال پټ لیک څرګند شو”
  1. لیک متبادله خو کومه ګناه نده !
    بن لادن خو له سیاف ، رباني او نورو جهادي رهبرانو سره هم ليدلي دي او دروسانو سره یې جهاد کړی دی !!!
    خو ههيڅوک هم داسوت نلري چې افغان طبعه د ۱۱ سپټمبر په حمله کې لاس ولري نو فلهذا د امريکې حمله په افغانستان غیرې قانوني ده او اوس مالوم شول چې ددوی هدف په افغانستان کې عسکري پایګاه جوړول وو !!!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *