د ترورېزم فابریکه له بله ځایه چالانه ده، پدې فابریکه کې له دې غاړې سړی تک سپین ورغورځول کېږي او له هغې غاړې تک تور ترې را اېستل کېږي، خو د جګړې بڅري لا هم په افغان خاوره کې بادېږي.

د پاکستاني رسنیو او شنونکو په باور امریکا په ډېر جدیت په هغه پلان کار کوي، چې په اساس به یې د افغاني طالبانو مشر ملا محمد عمر اخند د تروریستانو له لست څخه و اېستل شي.

لا تراوسه هغه باور ته ګڼ تبلیغات کېږي، چې ملا عمر په کندهار کې د مدرسو د خود جوشه طالبانو په مرسته د مجاهدینو پرضد راپورته شو او د تاریخ نه ستړې کېدونکې (؟) مبارزه یې تر ننه دوام لري.

له هغې ورځې پوره دولس کلونه واوښتل چې د طالبانو افسانوي مشر ملا عمر پکې د امریکا پر ضد د جهاد (؟) اعلان وکړ.

له همغې ورځې تر ننه یې ګڼو ځوانانو ملا ور وتړله او پدې جګړه کې د افسانوي مشر په فرمان تر مرګ وجنګېدل او لا یې د کلي بېکاره ځوانان خدایي لښکرې دي.

اوس پاکستاني شنونکي ځکه دا اندېښنې ډېرې جدي بولي، چې یاده پروژه نور له پاکستان څخه اخستل کېدونکې ښکاري او په اړه یې ضد و نقیض پوښتنې راپورته کوي، څو د خپل ماموریت دوام ته دلایل ومومي.

په افغانستان کې د طالبانو د نظام له چپه کولو وروسته ګڼ طالب مشرانو او لارویانو یې پاکستان ته پناه یوړه او پخواني دیکتاتور مشر (پرویز مشرف) ورته د پاکستان په مهمو سیمو کې پناه ورکړه، چې تر ټولو ډېرې مهمې یې قبایلي هغه وې.

په همدې اساس له هماغو ورځو نیولې تر ننه په تاکتیکي ډول قبایلي سیمې بې مهاره ساتل کېږي او دا حالت پداسې ډول ښودل کېږي، چې ګنې رشتیا هم حکومت پدې سیمو واک نه لري او طالبان پکې د دوی د کمزورۍ له وجې فعالیتونه پراخوي.

د قبایلي سیمو بېلګه یوازې د تېرې پروژې وه، چې د غځولو لپاره یې امکانات ورکول کېدل، خو اوس چې د تروریستانو له لسته د افغان طالبانو د مشر د نوم په اېستو خواشیني ښودل کېږي او کار پرې روان دی، ددې لپاره چې ده چې ښیي نور لکه چې دا پروژه نه غځېږي.

د پروژې د نه غځولو ګڼ دلایل موجود دي، یو له دغو دلایلو د پاکستان د ارزښت کمزوري کېدل دي، چې نور یې د یوه اغېزمن قوت په توګه د سیمې په یو شمېر ډلو ټپلو نه لري. اوس هغه ډلې د سیمه ییزو استخبارتو له انحصاره وتې دي چې پخوا به د مهمو ماموریتونو لپاره استخدام کېدې.

پدې ګټوره پروژه د پانګونې لپاره په بېلا بېلو وختونو کې ډول، ډول چنې ووهل شوې او لا تر ننه د ګټو دغه پروژه شیدې ورکوي، خو لکه د پخوا نه. اوس دا پروژه یوه طرفه شوې او تر مهارونکي اصلي مالک په رازونو ښه خبر دی او پړی پخپل لاس کې لري.

پاکستاني شنونکي په ورته وخت کې دې څه په ژور شک کې اچولي، چې ولې لا تر اوسه د امریکا څارونکو او استخباراتي ادارو د ملا عمر نوم د تروریستانو د تور لست په سر کې ځای پر ځای ساتلی او د هغه پر سر یې انعام هم اعلان کړی دی؟ په داسې حال کې چې دا طلایي مرغۍ (؟) خو هومره ارزښت نه لري او بل دا چې دا نوی اقدام به حالات تر پوښتنو لاندې رانه ولي؟

دا پرېکړه لا له وړاندې نهایي کېدو ته نېږدې ښکاري، چې په اساس به یې د افغاني طالبانو مشر له تور لست څخه اېستل کېږي او په طالبانو د نوموړي د اغېز کمولو لپاره په قطر کې طالبانو ته د نوي دفتر د پرانستو هڅې هم د همدې کار لپاره وې.

د قطر دفتر پرانستل په سیمه کې د لوبې بدلولو لپاره یوه نوې هڅه وه، چې تر یو ځایه یې د افغان حکومت له خوا مخه ونیول شوه، خو د راتلونکې لپاره دا اغېزمن ماموریت کله هم له پلانه نشي غورځول کېدای.

سره له دې چې د استخباراتي ادارو یو شمېر مهم مقامات د نوموړي د نوم له لرې کولو سره مخالفت ښیي او دا په سیمه کې د خپل ماموریت غځولو پر وړاندې د یو مهم خنډ په توګه یادوي، خو د لوبې بدلولو لپاره بل انتخاب هم له ستونزو خالي نشي پاتې کېدای.

سره له دې چې د افغان سولې لپاره تر یو ځایه د افغان حکومت غوښتنه هم په همدې محور څرخي چې ددې بهیر د غښتلي کولو او تضمین لپاره دې امریکا د یو شمېر مهمو لوړو رتبه طالب چارواکو نومونه له تور لست څخه وباسي، خو ددې غوښتنو د عملي کېدو څرک قوي نه دی.

له تور لست څخه د اخند نوم اېستل ښیي چې ددې لست انتخاب او ماموریت د څه لپاره دی؟ که څوک تر پرونه تروریست وو، وي به او که د حالاتو غوښتنه داسې وه، نو که وغواړي او که ونه غواړي دا ډول کسان به تروریستان نه وي او د واشنګټن د نوې پرېکړې په اساس له دې وروسته ملا محمد عمر اخند هم نه غواړي نور تروریست و اوسي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *