مولانا فضل الرحمن

تاند- ملا فضل الرحمن وايي د افغانستان د ولسي جرګې انتخابات هیڅ مشروعیت نه لري.

د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، فضل الرحمن د یکشنبې په ورځ /اکتوبر۲/ د خیبر پښتونخوا په چارسده کې یوې خبري غونډې ته وویل، د افغانستان انتخابات په دې خاطر مشروعیت نه لري چې افغانستان خپلواک هیواد نه دی بلکې غضب شوی دی.

ده وویل چې په جنګ ځپلي افغانستان کې انتخابات بې معنا دي او د دې هیواد پر راتلونکې به هیڅ راز مثبت اغېز ونه

لري.

له فضل الرحمن څخه د افغانستان د ولسي جرګې د انتخاباتو په اړه پوښتنه وشوه، ده په ځواب کې وویل «هماغسي چې د هند له لوري په مقبوضه کشمیر کې خپلواکي متبادل نه لري، عین قضیه پر افغانستان هم صدق کوي.»

فضل الرحمن، چې په خپله یې د پاکستان د جولای د ۲۵ مې نېټې په پارلماني انتخاباتو کې بده ماته خوړلې، ادعا لري چې انتخابات سر تر پایه له درغلۍ ډک ول او اوس یې هم نتیجه نه مني خو ده له دې سره سره د پاکستان انتخابات نامشروع ونه بلل.

فضل الرحمن او سمیع الحق د هغو ملایانو په سر کې دي چې ادعا کېږي د پاکستان پوځ او استخباراتو په افغانستان کې د مذهبي افراطیت د ترویجولو او له دې لارې د جګړې د اور د تود ساتلو لپاره له څو لسیزو راهیسې ګومارلي دي.

7 thoughts on “ملا فضل الرحمن وايي، د افغانستان انتخابات مشروعیت نه لري”
  1. ملا فضل الرحمن ته وا افغانان ستاسو څخه دمشروعیت او عدم مشروعیت سرټیفیکټ نه غواړی. کرار خپل پر ځای کښینه.

  2. په پښتو کې ډېر خواږه اومعقول متلونه شته چې د آی اس آی مزدورانو او ملا فضلو ډیزیلیانو ته ویل شویدی . مثلا:
    دسپي یا فضلو په خوله سیند نه مرداریږي .
    کاروان تېریږي ، سپي ( فضلوګان ) به غاپي.
    د سپیو کور په کور دښمني وي ، خو ملنګ ته یې سلا یوه وي.
    د خره « ټالیب » مینه لغته ده .
    خر په سیاست څه پوهیږي.
    کشمیر او افغانستان هېڅ د مقایسې وړ ندي. کشمیر د هندوستان یوه برخه ده چې یوه برخه یې د پنجابیانو له خوا اشغال شوېده. اشغالي کشمیر نه بیرغ لري ، نه د کوم هېواد له خوا په رسمیت پېژندل شوي او نه هم په ملګرو ملتونو کې غړیتوب لري.
    له نېکمرغه افغانستان له 1919 راپدېخوا یو خپلواک هېواد دی ، د « جامعه ای ملل 1919-1939 » سازمان او اوس د ملګرو ملتونو 1946 راپدیخوا او نورو سلګونو نړیوالو سازمانونو لکه د اسلامي هېوادونو سازمان ، سارک ، اقتصادي همکاري سازمان او … غړیتوب لري، نژدې سلو هېوادونو کې زمونږ سفارتونه او جنرال قونسلګري رسما فعالیت کوي. د ملګروملتونو په سازمان کې لومړنی بیرغ د ګران افغانستان رپیږي.

  3. Fazal rahman di khpal da zan pa bara ki da mashroyiat cart rawri da afghanistan pa bara ki ba da hagha wrosta khabari kawoo. Spi di no ghapigi

  4. . مُرده ګوه دا د سِک په لنګوټه او پدې یخه ږیره
    اصلاً خبره پدې کی نده چه زموږ انتخابات مشروعیت لری که ئې
    نلری بلکه خبره پدې کی ده چه په تا یا تاسو څه اړه لری چي پدې
    .هکله فتواوی صادروۍ

  5. Fazlo mulla da maulana Hassan jan shaheed aw maulana mohammad khan shairanee pa ner sha.fazlo mulla tha da hagh plar maulana moftee mehmod haramee waily wo kala che wazir aala wo.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *