ملا فضل الله

تاند- د پاکستاني طالبانو د تحریک مشر ملا فضل الله خبرداری ورکړ چې پر یوې بلې داسي حملې کار کوي چې د پېښور حمله به له خلکو هېره کړي.

د لندن د میرر ورځپاڼې د راپور له مخې د پاکستاني طالبانو مشر ویلي، که پوځ د ده د اوسېدو له ځایه خبر وي، دی هم پوهېږي چې پوځ چیري دی.

د میرر ورځپاڼې د راپور له مخې ملا فضل الله ویلي چې طالبان به په پوځیانو باندې په سړکونو، بازارونو او هر بل ځای کې برید وکړي.

ده د پېښور د پوځي ښوونځي د حملې دفاع وکړه، ویې ویل چې نوموړی ښوونځی د پوځ د روزنې مرکز و.

د پېښور د پوځي ښوونځي په حمله کې شاوخوا ۱۵۰ تنه ووژل شول.

ملا فضل الله ویلي چې پر دغسي ځایونو به حملو ته دوام ورکړي.

One thought on “ملا فضل الله د پاکستان پوځ ته خبرداری ورکړ چې د پېښور حمله به پرې هېره کړي”
  1. اصلی د امریکا او انګلیس دښمن، زنده باد! تر هغو چه پاکستان په داسو حملو کی ګیر رانشی هیڅ کله به سولی ته غاړه کی نږدی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *