تاند، شنبه، د ثور ۲۰مه: پاکستاني رسنیو په کویټې شورا کې د نویو مقرریو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې د ملا عمر زوی ملا یعقوب د ملا هبت الله نوی نظامي مرستیال ټاکل شوی دی.
د پاکستان سما نیوز ویلي، ملا یعقوب تر دې وړاندې د ۱۵ ولایتونو لپاره د نظامي کمېسیون مشري هم کوله.
دغې رسنۍ ویلي، چې دا خبر ورته طالب سرچینو د می په اتمه ورکړی دی او ورته یې ویلي دي چې ملا یعقوب به له ملا هبت الله سره په څنګ کې د طالبانو تش په نوم مرستیال امیرالمومنین هم وي.
کله چې تاند په دې اړه له یو شمېر طالب سرچینو څخه وضاحت وغوښت، یوې مؤثقې سرچینې تایید کړه چې ملا یعقوب نوی نظامي امیر مقرر شوی دی او ملا قیوم ذاکر چې له پاکستان او د قطر دفتر له سیاست سره یې مخالفت درلود، له دندې لرې شوی دی.
دغه سرچینه د نوم نه ښودلو په شرط وايي، ملا فاضل اخوند له دوحې څخه څه موده وړاندې کویټې ته د همدې لپاره تللی و چې ملا ذاکر پخلا کړي خو په دې خبره بریالي نه شول او بالاخره د طالبانو د یو قومندان په کور کې د ملا ذاکر د پخلا کولو په یوه جرګه کې چاودنه هم وشوه چې پخپله ملا ذاکر په کې سخت ټپي شوی دی.
سرچینه وايي، طالبانو ګڼې مقررۍ او تبدیلۍ د دې لپاره کړې دي چې د سولې په اړه د دوی تر منځ اختلافات زیات شوي دي او ګڼ لوري د لارې بېلولو په لټه کې دي.
په همدې حال کې د افغان حکومت استخباراتي چینلو نو هم تاند ته تایید کړه چې له اوږدې مودې راهیسې د ملا ذاکر د لرې کولو او پر ځای یې د ملا یعقوب د مرستیال امیر ټاکلو لپاره د طالب مشرانو تر منځ مشورې روانې وې او دوی دا بهیر له وخته څارلی دی.
د افغانستان استخباراتي سرچینې وايي، ملا یعقوب تېره ورځ نه بلکې څه موده وړاندې د طالبانو مرستیال نظامي مشر ټاکل شوی او ټولو جنګیالیو ته دا پرېکړه ابلاغ شوې ده.