ډير ځله داسې خبرونه خپاره شوي، چې د طالبانو تر منځ اختلافات رامنځ ته شوې او په ځېنو مسائلو یې په خپلو کې لانجې کړې؛ خو دا ځل د څه زورورې لانجې ګنګوسه ده.
ورسته له هغه چې له پاکستانه تللي انس حقاني او حافظ رشید د افغان امنیتي ځواکونو لاسته ته ورغلل ، د حقاني شبکې مهم غړی عبدالله حقاني ډیورنډ ته څيرمه بې پیلوټه الوتکې په نښه کړ او تر هغه څه وړاندې د حقاني بل زوی نصیر الدین حقاني په اسلام آباد کې په ډزو ووژل شو د حقاني شبکې ستنې کږې شوې.
دغه شبکه چې خپل مشر ملا محمد عمر بولي د طالبانو په لیکو کې تر ټولو پياوړي کسان روزي او مومي؛ خو وروستیو پرله پسې بایللو، طالبان باوري کړي چې د روزنې تر څنګ په تخریب کې یې هم د پاکستان لاس شته او هغه کسان ترې له منځه وړي چې د اسلامي امارت ملا پرې ماتیږي.
د رپوټونو له مخې پاکستان پر طالبانو هغه کچه پیسې او نورې آسانتیاوې هم درولي چې له ۲۰۰۸ نه تر ۲۰۱۳ پورې یې ورته برابرولې، چې طالبانو ته یې لامل د پاکستان د حالت خرابوالی ښودل کیږي.
خو طالبانو له پاکستانه د اسانتیاوو په کمیدو سره د سیمې نورو هېوادونو چین، ایران او روس ته لاس غځولی او داسې یو اندازه وسلې ورکړل شوې چې لا یې پاکستاني پوځیان هم نه لري؛ خو دا د اسلامي امارت د سکې بل اړخ دی، چې په راتلونکې په خپریدونکي مقاله کې به پرې بحث وشي.
د پاکستاني طالبانو تر منځ اختلافاتو هم افغان طالبان اغیزمن کړل، له هغه ورسته ورسته چې د پاکستاني طالبانو ویاند شیخ مقبول (شاهدالله شاهد) له څو نورو کسانو سره د داعش ډلې ملاتړ اعلان کړ، له افغان طالبانو هم وغوښتل شول چې خپل دریځ روښانه کړي؛ خو هغوی د نورو پاکستاني طالبانو په څير چپه خوله غوره وبلله او لامل یې داوو چې د خلافت امیران دوه نشي.
سږ کال د نورو کلونو په پرتله د نا امنه سیمو طالبان ډيری یې پاکستان ته ندي تللي، که څه هم هغوی نه پوهیږي چې ولې ندي تللي؛ خو د کویټې شورا د پاکستان حالت ته په کتو ویلي چې باید سږ کال ټول طالبان پاکستان ته ورنشي.
داسې ګنګوسه هم شته چې په وروستیو کې یو بل لوړ پوړی طاب قوماندان ملا عبدالروف خادم له دندي ګوښه شوی دی.
که ترې دې مسائلو لږ ها خوا نظر وکړو، د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د مخالفینو ماتې په هغوی کې یو لړ نظامي بدلونونه هم راوستل ملا عبدالقیوم ذاکر چې د طالبانو د نظامي کمېسیون مشر وو په ټاکنو د نه ګډوډولو له امله له دندې ګوښه شو.
تر هغه ورسته طالبانو جګړې ته د جبهې ورکولو هڅه وکړه، د بدخشان پر کران او منجان ولسوالۍ یې برید وکړ، ورپسې د هلمند پر سنګین او یو شمیر نورو ولسوالیو، تر هغه را دیخوا د کندهار پر معروف او بیا د بدخشان پر وردوج هم ورته بریدونه وشول چې په ټولو کې طالبانو ماتې وخوړه.
دې کار له یو لوري پاکستان تر یو بریده له طالبانو خفه کړ او طالبان بیا د مالي امکاناتو کمولو او په ورستیو کې د هغوی د مشرانو په نښه کیدو له پاکستان خفه کړي.
د پاکستاني استخباراتي اداره همدراز د هغه ټولو بدلونونو تر شا ولاړه ده چې په ورستیو کې په طالبانو کې روان دي.
د ولسمشر غني راتګ، همدراز لږ ور هاخوا د داعش ډلې پياوړي کیدل او د طالبانو کمزوري بل هغه لامل دی چې د پاکستان پخوانۍ پالیسي یې ننګولې.
ځېنې سرچېنې وايي د طالبانو لوړ پوړو چارواکو چې مشر یې ملا محمد عمر دی دغه مسائل ټول سره بحث کړي او داسې پریکړه یې کړې که یې د مشرانو د وژلو او نیولو لړۍ ونه دریږي او په افغانستان کې د جنګیدونکو طالبانو لپاره نوې اسانتیاوې برابرې نشي دوی به یو ځل بیا د قطر دفتر د پیاوړي کولو غوښتنه وکړي او په یو ډول به مخامخ له افغان حکومت سره خبرې وکړي.
سوله هغه یوازینی ګواښ دی چې طالبان یې د امکاناتو تر لاسه کولو لپاره پاکستان ته کوي، چې ورستیو پېښو ته په کتو او د باوري سرچینو معلوماتو ښودلې چې طالبان او د هغوی مشر ملا عمر دې ګواښ چمتوی شوی او په خپلو کې یې دا سلا نهايي کړې.
که څه هم طالبان په ښکاره دغه نیت نه لري؛ خو د ولسمشر غني هم د نوماندانۍ پر مهال له یو شمیر طالبانو سره خبرې کړې وې، چې په طالبانو کې یې شکونه زیات کړي.