ملا آغا جان معتصم

 په افغانستان کې روانې جګړې خلک له ستونزو اندیښنو او مشکلاتو سره مخ کړي دي، هر ورځ په دې هیواد کې په یوه نوم او بل نوم په درجنو افغانان، ښځې او ماشومان وژل کیږي، دغه کار اوس پر یوه معمول بدل شوی او دغه راز، چاودنې، وژنې او هوایې بریدونه دلته د ژوند برخه ګرځیدلی ده.

عام افغانان نه پوهیږي چې څنګه خپل ژوند وژغوري ، څه وکړي او کومې خواته ولاړ شي په کوم صف کې ودریږي د حکومت بیرغ د کلا پر برج وځړه وي او که د اسلامي امارت سپین بیرغ …؟

په هیواد کې دغه وضعیت د طالبانو بانفوذه او د باور وړ څیرې هم په اندیښنه کې اوچولي او نه پوهیږي چې دغه وژنې څوک او د چا پر امر او د څه لپاره ترسره کوي؟

 په دې وروستیو کې ملا معتصم، چې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د مالیې وزیر و، ګارډن ورځپاڼې سره ځانګړې مرکه کړي خو داځل یې دخبرو بڼه ډیره جالبه ښکاري.

دغه طالب مشر د کوټې د شورا د سیاسي کمېټې پخوانی ريیس هم و او دمعلوماتو ترمخه اوس هم په دغه ډله کې قوي نفوذ لري او د اړیکو ریښې یې په ټول هیواد کې خپرې دي. یاد مشر وایي :«له بده مرغه د طالبانو په تحریک کې سخت دریځي او افراطیان شته چې د ملاعمر نوم کاروي. که د ده پیغامونه تصویري (ویدیويي) یا صوتي وای، موږ به پېژندلي وای چې دا ملا محمد عمر دی. خو جګړه غوښتونکو د ده له نومه د کار اخیستلو کنټرول په لاس کې اخیستی دی او خپل پیغامونه د ملا عمر په نوم خپروي.»

 هغه زیاتوي، ملا محمد عمر مجاهد د طالبانو پر اعلامیو او له بهر سره د تماسونو کنټرول له لاسه ورکړی دی، ځکه چې هغه د سختو امنیتي ستونزو سره مخ دی. طالب مشر وایې:«زه په خپلو طالبانو کې، که هغه جنګیالي دي او که په رسنیز ډګر کې فعالیت کوي، ملاتړي لرم. زه دوی ته سپارښتنې کوم او دوی له ما مشورې غواړي. نه یوازې زه د طالبانو یو مشر یم بلکې یو ډېر فعال طالب مشر یم. زه تر هر چا زیات د ملا محمد عمر نظرونه ښه اجرا کوم. زه به نرم دریځي طالبان سوله ییزې حل لارې ته هدایت کړم.»

په طالبانو کې د غه بانفوذه شخصیت چې له کورني او نړیوال شهرت څخه برخمن دی، تل یې په خپلو مرکو اوتبصرو کې په هیواد کې پرسوله او د افغان شموله نظام په رامنځته کیدو ټینګار کړی او په جګړه کې یې له ښکیلو اړخونو غوښتې، چې خپل منځې اختلافات دې په خبرو حل کړي او د عامه افغانانو له وژنې او قتل عام څخه دې لاس واخلي. په ریښتیا هم که چرته ددغه لوړ پوړي طالب مشر په څیر په افغانستان کې ښکیل اړخونه د پردیو لمن پریږدي او په جرات سره د افغانستان د کشالې حل ته مټې راونغاړې نو نزدې ده چې افغانستان به پر یوه مترقي او باثباته هیواد بدل شي. په افغانستان کې افغانې تفاهم ته اوس اړتیا ده او پکارده چې د جګړو طرفونه د جنګ پرځاي پر خبرو خپل مشکلات حل کړي او ددغه کار په ترسره کولو سره خپل ستر ملي او اسلامي رسالت ترسره کړې.

په درنښت

لیکنه / پاینده حکمت

13 thoughts on “ملا معتصم وایي : «د افغانستان ستونزه په جنګ نه بلکي په خبرو حل کیداي شي”
  1. سوله، طالب او امریکا؛ اور او اوبه دي.

    په بله ژبه، د طالب او د هغه ترمخ او شا د امریکا حضور او سولې ته تمه لیونتوب دی

  2. رشیاهم باید ټول افغانان پدی خبره غوروکړی چی موږافغانان به څوترڅو په بهرنیو دښتو اوجنګلونو کښی شپی اوورزی تیروو
    اودمړوسترګوډوډی خوروکمو پخپل ګران افغانستان کښی وچ اولاند ه نه س وځول کیدای اوس به ولی په ایران کښی لس زره
    بیګونا افغانان په دام زړیدای تاسو لږفکر وکړی ددی لس زرو افغانانو غم نه افغان حکمومت وخوړی اونه دافغنستان اسلامی امارت
    چی موږ افغانان پخپل مینځ کښی سره جوړنسو والله که موپه ټول وخت کښی څوک سره جوړکړی

  3. ښاغلی نور الرحمن صیب ستاسی دژوری اولنډی تبصری نه ډیره مننه، دڅوکتابونوخبری دی په یوه جمله کی ځواب کړیدی.

  4. په افغانستان کې روانې جګړې خلک له ستونزو اندیښنو او مشکلاتو سره مخ کړي دي، هر ورځ په دې هیواد کې په یوه نوم او بل نوم په درجنو افغانان، ښځې او ماشومان وژل کیږي، دغه کار اوس پر یوه معمول بدل شوی او دغه راز، چاودنې، وژنې او هوایې بریدونه دلته د ژوند برخه ګرځیدلی
    محترم ملااغاجان صاحب خلګو خپل دکورنو سامانو اوحیوانات ټول پخپلو کورنو کی ژوندی پریښودل هغه ټول دلوژی څخه په هغه
    ځاینوباندی مردارپراته ول محترم ملا اغاجان اخند له خدای لپاره افغانان سره جوړکړی .

  5. محترم فرید صاحب ستاسو دشیطانت اوشل زره تخواه په خاطر زموږ اسلامی امارت ودی حال ته ورسی دی ظالمه
    ستاسو دشیطانت څخه بغیر نورڅه ندی زده چی نور هرڅونه شیطانت وکړی ځای ته نه رسی
    وایی دسپی په خوله باندی دریاب نه مرداریږی دغه دفقیر محمددرویش نعت یی ستاپه پلار ټوپک سالار پسی ویلی ده
    فقیرمحمد درویش روزانه دملااغاجان معتصم سره پرابطه کښی دی فقیر هغه رورانه زموږ دټولومشرانو سره خبره کوی

  6. Of Course, We need what you want.
    We have some clients in our community those are not want to become a peace and an economic boom in Afghanistan, they use the name of Mulla Omer and do what they want to be.
    The peace of talk in Afganistan is not a common sense , but its a very dangers and thinkable mater, therefore the person who hasn’t any roll in government and who hasn’t much more relationships with political parties and with some political personality could not be able to understand it.
    Mutasim Mulla Agha Jan is one of those persons who want to be a boom of peace in our country Afghanistan and as well as he understand it too, that how to be govern, So that we receive a peaceful country.
    Therefore we should be follow him, and we do what he command us.(May Allah give him a long life)

  7. ملا محمد عمر د پاکستان د فشار لاندی دی او نشی کولای پخپله باندی پریکړه وکړی .

  8. له هر څخه لومړی دڅښتن تعالی له لوړ مقام څخه مولوی اغاجان معتصم صاحب ته ښه ژوندغواړم
    محترم مولوی اغاصاحب الله دی جنتونه په نصیب کړه ډیره په زړه پوری لیکنه موکړی ده الله دی
    پرقلم برکت واچوه
    هیله من یم چی زه هم خپل ګران ولس ته یوڅوکرښی ولیکم کڅه هم ما تر اوسه په کمپوټر کښی لیکنه
    نده کړی بخښنه غواړم کڅه غلطی سوی باید تاسو یی اصلاح کړی مننه رازم خپل اصلی مطلب ته
    اول که افغان حکومت داسی وی لکه داوس حکومت چی دی نمو لوی لاری خوندی توب لری اونه لیری پرتی
    سمی دحکومت په کانټرول کښی دی ځکه تر۲۰۱۴وروسته به افغانان دډیروکړاونوسره مخامخ شی
    دوهم موږ نه پوهیږو چی افغان ملی ځواک چی روزل شوی دی چی ددوی به یوازی اویوازی خپله تنخواه
    مطلب وی که ده افغانستان ساتنه
    دریم ستاسو څه فکردی چی طالبان به بیا دزوردلاری قدرت لاسته راوړی

  9. ریښتیا هم معتصم اغا دطالبانود امارت په مهال دطالبانو دمشر سره ډير نژدې او دهغه داعتماد او باور وړ څهره وه ، هغه ته دطالبانو دمشر ملا محمد عمر له خوا نه یوازې داچې دمالې وزارت ورکول شوی وو بلکه دټولو عسکري وسائطو عسکري لوژستیک دکنترول چارې هم د هغه په غاړه وې ، هغه مهال ډیری طالبان مشر ته دمعتصم په نزدیوالی بدنیتي وو مګر داچې نوموړي دځانګړو اخلاقو خاوند په کارونو کې تر نورو همزولو او سیالانو کاریګر ، دخپل مشر دخبروپه هر اړخیز ډول فرمان بردار ، او داچې دکندهار له کوم اشرافي خاندان سره یې تعلق وو نو په ظاهره یې سیالانوشکایت نه کاوه اونه یې دمقابلې توان وو ، همدارنګه کله چې دطالبانو امارت سقوط وکړ له هغه وروسته هم یوازې معتصم ووچې دملا عمر پیغامونه ورته راتلل ، مګر له دوزره نهم کال راپدیخوا دمعتصم اغا دبخت ستوری دغروب خواته کش وکړ چې لومړی له وظیفې ګوښه اوبیا وروسته په مرموز ډول وویشتل شو ، دا تحول سړي ته دډیرو لا ځوابه پوښتنو ځواب په لاس ورکوي، یو داچې دده له ګوښه کېدو وروسته په طالبانو کې ډیرې هغه څېرې نادرکه شوې چې یو وخت حساب پرې کیدو مثلا دهغه وخت له وزیرانو دفرقو له قومندانانو والیانو څخه ډیر محدود شمیر اوس دکار په صحنه کې لېدل کیږي ډیری برخه یې له کاره ناست اویا کینول شوي دي ،اویا که چیرته باقي پاته وي حیثیت یې تغیر کړی په ډېر ټیټو پوستونو کې کار کوي ،بل خوا له دوزره لس څخه راپدېخوا په هیواد کې دننه په هر ځای کې قومي پاڅونونه داربکیانو راپورته کیدل او بیا مخته تلل ،دریم داچې طالبان له امریکا سره هم دخبرو میز ته راغلل سره له دې ددوی ایښودي شرطونه لا پوره شوي چې دامر یکا وتل او دبندیانو تبادله او آزادي وه بلکه په یوه داسې موضوع سره اړم شول چې سل په سلو کې افغاني وه لکه دقطر ددفتر دلوحې او بیرغ خبره، داټولې خبرې سړي ته وریادوي چې ګویا دطالبانو مشر یا له نړۍ رخصت اخیستی او یا داسې ځای بندیوان دی چې په خپل غورځنګ یې واک له لاسه وتلی ، دمعتصم اغا داخبره چې ګاردین ته یې کړي ددې ښکاره ثبوت دی چې دطالبانو مشر له صحنې وتلی ځکه هغه په صراحت وایې چې دهغه پیغامونه له یومخې تقلبی او خودساخته او په دې اړه دمعتصم خبره دهر چا تر خبره قوي دلیل دی ځکه هغه دطالبانو دمشر دکور سړی وو. که خبره داسې وې نو طالبانو ته اوس په کار ده چې په دې غور وکړي چې که ددوی مشر ددوی له مخې لیرې کیږي بیا به دوی څنګه لار باسې او څنګه به ټولو هغو اهدافو ته وفادار پاته شي چې ګڼو طالبانو یې په لاس ته راوړلو کې سرونه قرباني کړي .

  10. دا يو حقيت دي چي نن په افغانستان كي عام ولس په دي نه پوهيژي چي كوم طرف ونيسي او هره ورح بي گناه خلك مره كيژي كه چيرته نري واله تولنه او افغان حكومت غواري چي دا جنگونه اودبي گناه خلكو مرگونه ودروي نو دشاغلي معتصم اغاجان په شان خلكو ته دي واك او اختيار وركرل شي او خبري دي ورسره وشي چي دي لانجي ته دپاي تكي كيژدي او عام افغانان له دي ظلمونو نه خلاس كري

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *