تاند، پنجشنبه، د جدي ۱۲مه: سکای نیوز د یو طالب لوړپوړي قومندان په حواله راپور ورکړی چې طالبان د امریکايي ځواکونو د وتلو له هوکړې وړاندې په هیڅ ډول اوربند ته راضي نه دي.
دغه طالب قومندان ملا منصور ویلي، دوی غواړي امریکایان به بشپړ ډول له افغانستان څخه ووځي، تردې چې دوی به د یو امریکايي د پاتې کېدو په صورت کې هم په افغانستان کې د بریدونو د پلان په اړه غور کوي.
ملا منصور وايي، د سولې د هوکړې لپاره هیله مندي شته خو له دغې هوکړې پرته به بین الافغاني مذاکرات امکان ونه لري.
دغه طالب قومندان ویلي، تر څو چې بهرني ځواکونه وتلي نه وي، په افغانستان کې به د دوی د بریدونو سلسله جاري وي: (( تر څو چې امریکایان په افغانستان کې وي، موږ یې یرغل بولو، نو جنګ نه شي بندېدای، ټول دې له افغانستانه ووځي، که نه وځي نو اوربند نشته.))
ملا منصور سکای نیوز ته ټینګار کړی چې باوري دی د سولې هوکړه به وشي ځکه د ده په وینا له امریکا سره بله لاره نشته.
ملا منصور ګواښ کړی دی که امریکایان په رضا له افغانستان څخه نه وځي، طالبان به یې په زور له افغانستان څخه وباسي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې ذبیح الله مجاهد هم ویلي وو چې د اوربند په اړه خپرې شوې اوازې ټولې درواغ دي او له هوکړې وړاندې هیڅ ډول اوربند نشته.
ذبیح الله مجاهد دا خبره وروسته له هغې خپره کړې چې د ډسمبر په ۱۳مه له خلیلزاد سره د قطر د مذاکراتو تر درېدو وروسته د مولوي شهاب الدین دلاور په مشرۍ یو طالب پلاوی کویټې شورا ته ولاړ او هلته یې څو اوونۍ د اوربند په اړه له بحثونو وروسته داسې راپورونه خپاره شول چې طالبان په یو مؤقت اوربند هوکړې ته رسېدلي دي.
سکای نیوز وايي، طالبانو د قطر له دفتر سره په تاوتریخوالي راکمولو خبره کړې ده، خو نورې سرچینې وايي، چې ملا فضل لا هم په کویټه کې د سلا مشورو لپاره پاتې دی.
دا په داسې حال کې ده چې د سولې خبرې د امریکا لخوا له طالبانو سره د اوربند په اړه د لنډې وقفې په نوم یو وار بیا درول شوي دي.
د افغانستان ملت پوهیژی چه ترڅو د طالب بادار طالب ته اجازه ورنکوی چه د افغا ن وژنه باید بنده شی ، طالب بیچاره ددی واک نه لری چه د
افغان مسلمان ملت سره اوربند وکړی ، د طالب ددغه پردی پاله جګړی وضعیت چه قربانی یی افغانان دی آخربه د افغانستان ملت په ټولو ولایاتو کی د طالب قاتل او تروریستی ډلی په خلاف ملی قیام ته مجبور کړی او د افغانستان د امنیتی او دفاعی قواوو په ځنګ
کی به د افغانستان خاوره او جغرافیا د طالب تروریستانو نه تصفیه کړی . .