ملا اختر محمد منصور

تاند- د طالبانو نوي مشر ملا اختر محمد منصور په خپل لومړني پیغام کې له طالبانو د یووالي غوښتنه وکړه او ژمنه یې وکړه چې جګړې ته به دوام ورکړي.

د ملا اختر محمد منصور په دغه صوتي پیغام کې، چې ذبیح الله مجاهد خبریالانو ته یې لېږلی دی، د افغانستان له حکومت سره د سولې د خبرو یادونه هم شوې ده.

منصور وروسته له دې چې د پنجشنبې په ورځ د ملا عمر مړینه تایید شوه، د طالبانو د نوي مشر په توګه اعلان شو. د ده له مشرتابه سره یو شمېر طالب مشران مخالفت کوي.

ده په خپل پیغام کې ویلي:«که موږ یووالی ولرو، دښمن مو ماتولی نه شي. زه به خپل ټول توان د خپل پخواني مشر ملا محمد عمر اخوند د لارې په دوام ولګوم. موږ ته پکار ده چې له صبره کار واخلو، خپل هغه دوستان پخلا کړو چې خوابدي دي. موږ باید دوی ته قناعت ورکړو او راسره ملګري یې کړو.»

ده د سولې پروسه د دښمنانو تبلیغات بللي او د هغې هدف یې د جهاد کمزورتیا او د نفاق رامنځته کېدا ګڼلې ده.

خو ډېر شنونکي وايي چې د منصور مشري به په افغانستان کې له سولې سره مرسته وکړي.

د دوی په باور، منصور په اوسني حالت کې، چې طالبان په خپل منځ کې پاشل شوي، اړتیا لري چې ځان لا سختدریځی معرفي کړي.

ده په عین حال کې د سولې خبرو ته په اشارې ویلي چې په دې اړه هره پرېکړه به د شریعت په رڼا کې وشي.

«که هر اساسي بهیر پیلېدو، کاملاً به د شریعت په رڼا کې وي. که جهاد په توره وي، که د خبرو له لارې منزل ته رسېږو او یا د بلنې او دعوت له لارې، ټول به د اسلامي شریعت په چوکاټ کې وي.»

ده د طالبانو ترمنځ پر یووالي بیا بیا ټینګار کړی، ویلي یې دي:«موږ باید یوموټی واوسو، باید یووالی وساتو، زموږ دښمنان به زموږ پر نفاق خوشاله شي. دا زموږ لوی مسوولیت دی. دا د یوه، دوو یا درو تنو کار نه دی. دا زموږ ټولو مسوولیت دی چې د اسلامي دولت تر جوړېدو پوري جهاد ته دوام ورکړو.»

ملا اختر محمد منصور، چې د ملاعمر مرستیال و، د نوموړي پر ځای تر ټاکل کېدو وروسته د حقاني شبکې عملیاتي مشر سراج الدین حقاني او ملا هیبت خپل مرستیالان ټاکلي دي.

One thought on “ملا منصور په خپل لومړني پیغام کې د طالبانو د یووالي غوښتنه وکړه”
  1. د ملا منصور پیغام ماته د آی اس آی پیغام ښکاری. او اوس می یقین وشو چی ملا منصور آی اس آی ټاکلی. زما په نظر طالبان باید یو افغان مشر ولری چی په افغانانو یی زړه وسوزیږی او د جنګ پر ځای سولی ته ترجیح ورکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *