ژباړن: افغان جمال

سرچینه: ټایمز

د ۲۰۱۵ کال په جولای کې د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر د مرګ خبر له خپرېدو سره په طالبانو کې د اختلافاتو څرکونه ولګېدل. د طالبانو د رهبري شورا ځینو غړو له پاکستانه ځینو رسنیو سره په مرکو کې د ملا اختر محمد منصور له ټاکنې سره مخالفت وکړ. د قطر دفتر مشر طیب اغا له خپلې دندې استعفا ورکړه.

په لوېدیځه حوزه کې ځینې وسله وال د ملا محمد رسول په مشرۍ راټول شول او بېله ډله یې اعلان کړه.

تېره کال د پاکستان بلوچستان کې د امریکا د ډرون په واسطه د ملا اختر منصور له وژنې وروسته طالبانو ملا هبت الله اخوندزاده د نوي مشر په توګه وټاکه. ملا هبت الله تر یوه بریده توانېدلی چې د منصور په مشرۍ راټوکېدلي اختلافات اوار کړي، خو دی هم نه دی توانېدلی چې په بشپړ ډول ټول ناراضه طالبان په ځان راټول کړي.

له دې سره د سولې خبرو هم تر اوسه کومه څرګنده پایله نه ده ورکړې. پاکستان لا هم خپلې دوه مخې پالیسۍ ته ادامه ورکوي. له یوې خوا د ترهګرۍ د ځپلو په نامه له متحده ایالاتو پیسې ترلاسه کوي او له بلې خوا افغان طالبانو ته پټنځایونه ورکوي او د خپل ستراتيژيک ثروت په توګه یې کاروي.

افغانستان او پاکستان لپاره د متحده ایالاتو پخواني استازي ریچارډ اولسون په دې وروستیو کې ویلي چې پاکستان هېڅکله هغه سیاست نه دی پرې ايښی چې طالبان یې خاوره د غربي ګاونډي پر ضد استعمال نه کړي، له دې امله به اسلام اباد طالبان خوشې نه کړي.

له دې سره سره پاکستان د طالب مشرانو د ساتلو او پاللو سیاست ته ادامه ورکړې. پاکستان طالب مشرانو ته وسلې، د وسلو لایسنسونه، کورونه او موټرونه په واک کې ورکړي او له دې لارې يې پر ځان د طالبان اتکا تر پخوا نوره هم زیاته کړې ده. د دې په نتیجه کې طالب مشران ځانونه اړ نه ګڼي چې له پاکستانه افغانستان ته ولاړشي، هغه څه چې طالب مشر او د قطر دفتر پخواني رییس سید طیب اغا تېر کال په خپل اته ماده ییز لیک کې له ملا هبت الله څخه یې غوښتنه کړې وه.

د طالبانو د رهبري شورا ځيني مهم غړي په دې نظر دي چې پر حقاني شبکې د پاکستان اغېز د طالبانو پر یووالي ژور اغېز کړی. له دې امله د ملا هبت په الله په مشرۍ ځینې ګامونه پورته شوي چې د طالبانو یووالی ټینګ کړي.

په پېښور او کوېټه کې د سرچینو په حواله د روان کال د اپرېل میاشتې له اتمې تر پنځلسمې نېټې پورې د حافظ محب الله او ملا عباس اخوند په ګډون د طالبانو یو درې کسیز پلاوی دوحې ته تللی چې طیب اغا قانع کړي چې طالبانو ته بېرته وګرځي او له ملا هبت الله خپل ملاتړ اعلان کړي. د سرچینو په حواله پلاوي طیب اغا ته ویلي که له ملا هبت الله سره بیعت اعلانوي، بې له دې چې دی یو ځل بیا د قطر دفتر مشر وټاکل شي، داسې ګامونه به پورته کړي چې هغو مسایلو ته رسېدګي وشي چې ده یې تېر کال په خپل خط کې یادونه کړې وه.

طیب اغا په دې باور دی چې طالب مشران افغانستان ته راوګرځي او له پاکستان سره دې پټې او نارسمي اړیکې پرې کړي تر څو د پاکستان له فشاره لرې خپلواک تصمیمونه ونیولی شي. طیب اغا له ملا هبت الله څخه غوښتي چې د امارت په نامه د مشروع حکومت دعوه پرېږدي او پر بهرنیو جهادیانو محدویتونه وضع کړي، تر څو د ټولې افغان ټولنې استازولي وکړای شي.

د رپوټونو له مخې طیب اغا د طالبانو د هیات وړاندیز ته په ځواب کې ویلي چې که طالب مشرتابه چمتو وي چې په اته ماده ییز خط کې مطرح شوو ټکو باندې، د ده له خوا له هر ډول اعلان وړاندې، کار وکړي، له هغې وروسته دی چمتو دی چې خپل بیعت اعلان کړي.

د سرچینو په حواله طیب اغا طالب هیات ته په ډاګه کړې چې چمتو دی له ملا هبت الله سره هر ډول همکاري وکړي، بې له دې چې په تحریک کې کومه رسمي دنده ولري.

د طالبانو سرچینې وايي، له دې امله چې طالب مشرتابه په پاکستان کې مېشت دی او ټول سیاسي تصمیمونه په دغه هېواد کې نیول کېږي د قطر دفتر تر ډېره سمبولیکه بڼه خپله کړې او نور د مذاکراتو او نورو سیاسي مسئلو لپاره موثر نه دی. د قطر دفتر مشر عباس ستانکزي او ځینو غړو د طالبانو د مشرانو باور له لاسه ورکړي، له دې امله ځینو طالب مشرانو له ملا هبت الله څخه غوښتي چې د قطر دفتر لپاره نوی مشر او غړي غوره کړي. د رپوټونو له مخې د قطر دفتر د مشرۍ لپاره د حافظ محب الله، ملا امیر خان متقي، ستانکزي او شهاب الدین دلاور ترمنځ رقابتونه روان دي.

تر اوسه نه ده څرګنده چې د طیب اغا او طالب مشرتابه ترمنځ د مذاکراتو لړۍ چېرته رسېدلي او څوک به د قطر دفتر مشر وټاکل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *