تاند، پنجشنبه، د جدي ۲۶مه: طالب سرچینې پاکستاني رسنیو  دي نیوز او ډیلي ټایمز ته په یو روایت کې وايي، چې مشر یې ملا هبت الله په ۱۰ ورځې خو په بل روایت کې وايي، چې ۷ ورځو لپاره د تاوتریخوالي په راکمولو موافقه کړې ده.

د سرچینو په حواله طالبان به په دغه موده کې د افغان او بهرنیو ځواکونو پر وړاندې خپلو بریدونو کې ۹۰ سلنه کموالی راولي.

سرچینه وايي، په دې اړه پرېکړه د طالبانو د رهبرۍ شورا ۲۶ غړو لخوا لیکل شوې او د ملا هبت الله لخوا تایید شوې ده، خو ټینګار یې دا دی چې په دغه موده کې به امریکا له طالبانو سره خامخا د سولې تړون لاسلیکوي.

طالب قومندانان وايي، له امریکا سره مذاکرات نهايي پړاو ته داخل شوي دي او کله هم په هوکړه لاسلیک کېدای شي، خو د تاوتریخوالي د راکمولو اعلان به ولس ته برملا نه کړي.

د سرچینو په حواله دا پریکړه ټولو جنګي قومندانانو ته رسېدلې ده او دوی به په دغه موده کې په ښارونو کې ځانمرګي لوی واړه بریدونه، د سړک غاړې چاودنې او هدفي وژنې نه ترسره کوي.

د سرچینې له قوله دا ځل طالب جنګیالیو ته امر شوی چې په نسبي اعلان شوي اوربند کې به د افغان حکومت ساحې ته نه ورځي او نه به هم د سړکونو او لویو لارو سر ته راوځي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ په هند کې افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف هم ویلي وو چې طالبانو په اصولو کې په اوربند هوکړه کړې ده او په افغان ځواکونو به بریدونه نه کوي.
خو افغان حکومت بیا ویلي، د تاوتریخوالي راکمولو او اوربند تر منځ فرق شته.

د ارګ په وینا د تاوتریخوالي راکمولو طرحه عملي نه ده، بلکې که طالبان غواړي د سولې خبرې بریالۍ شي اوربند دې اعلان کړي.

One thought on “ملا هبت الله له ۷ تر ۱۰ ورځو نسبي اوربند ومانه”
  1. ددی اوربند لپاره د امریکا ددفاع وزیر مارک اسپر له باجوه او اوس مهال کی پمپیو له قریشی سره غږیدلی نو لدی معلومیږی چی د سولی او اوربند صلاحیت له پاکستان پوځ او استخباراتو سره ده
    دا خبره ځکه کوم چی له نن څخه څو کاله پخوا کرزی ویلی وو چی د سولی کیلی له امریکا او پاکستان سره ده چی نن او سبا کی هرڅه روښانه کیږی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *