تاند- د هر بل طالب مشر په شان د ملا هبت الله په اړه هم کره معلومات نشته. د ده په اړه ویل شوي چې د کندهار اوسېدونکی دی، ځینو رسنیو په خټه نورزی بللی خو ځینو نورو بیا اسحاقزی ګڼلی دی.
الجزیره تلویزیون وايي چې هبت الله نورزی دی خو پېښور مېشتی خبریال رحیم الله یوسفزی وايي چې اسحاقزی دی.
د رحیم الله یوسفزي په وینا هبت الله د طالبانو د تحریک یو له ۳۳ موسسانو څخه دی او له ۱۹۹۴ کال را په دې خوا، چې طالبان ایجاد شوي، له دې ډلې سره دی.
د ده په اړه ویل کېږي چې جنګي تجربه نه لري او نه به له جګړې سره سروکار لري.
ملا هبت الله په تېرو ۱۵ کلونو کې عموماً طالبانو ته د جګړې فتواوې ورکولې.
دی د طالبانو د واکمنۍ په مهال د پوځي محکمې رييیس و.
خو د الجزیرې تلویزیون په یوه راپور کې ویل شوي چې د سترې محکمې ريیس و.
د ملګرو ملتو په یوه راپور کې هم، چې تېر کال خپور شو، ویل شوي و چې هبت الله د طالبانو د سترې محکمې ريیس و.
په ځینو نورو راپورونو کې ویل شوي چې نوموړی د طالبانو د واکمنۍ له پای ته رسېدو وروسته د سترې محکمې رييس ټاکل شوی و.
هبت الله په پاکستان او افغانستان کې دیني زده کړې کړي دي.
د طالبانو د واکمنۍ د نهي عن المنکر د ادارې مشر مولوي قلم الدین وايي، د ده په باور هبت الله ډېر سختدریځی نه دی«مولوي هبت الله معقول سړی دی، دیني علوم یې تدریس کړي، افراطي نه دی ځکه فکر کوم چې د سولې په اړه به منفي نظر ونه لري.»
خو ژورنالیست او خبریال سمیع یوسفزی وايي چې هبت الله یو وچ ملا دی او د مشر په توګه د ده له ټاکلو داسي ښکاري چې طالبان بیا د حجر عصر ته ستانه شول، او د روغې جوړې پر امکان د تل لپاره غټه تیږه کېښودل شوه ځکه چې ملا هبت الله یو عام کلیوال ملا دی چې تل یې طالبانو ته د جګړې فتواوې ورکولې.
د هبت الله د عمر په اړه هم کره معلومات نشته. په ځینو راپورونو کې ویل شوي چې په عمر پوخ دی، تر ملا عمر هم مشر دی خو په ځینو نورو کې ویل شوي چې ممکن عمر یې د ۴۰ او ۵۵ کلونو ترمنځ وي.
د افغانستان د چارو پاکستاني شنونکي وايي چې ملا هبت الله به د طالبانو سمبولیک مشر وي، اصلي واک به د ده د مرستیالانو په لاس کې وي.
تراوسه پوري د ملا هبت الله کوم عکس نه دی خپور شوی. د ده نوم هبت الله یعني د خدای انعام یا بخشش دی نه هیبت الله.