هیبة الله

تاند- د افغان طالبانو مشر په وروستیو ورځو کې د هیواد د ۱۶ ولایتونو لپاره خپل والیان تبدیل کړي دي.

رویټرز خبري اژانس د طالبانو د یوه مشر له قوله وايي، ملا هیبت الله اخوندزاده د ۱۶ ولایتونو والیان د دې لپاره بدل کړي چې د طالبانو پر تحریک خپل کنټرول زیات کړي.

په هغه لیست کې، چې رویټرز خبري اژانس ترلاسه کړی او د طالبانو اصلي ویندوی تایید کړی، د ۸ تنو نورو نومونه هم یاد شوي چې د هغو په منځ کې د یوه دنده په ښارونو کې د لویو حملو تخنیکي ملاتړ دی.

ملا هیبت الله اخوند زاده وروسته له دې چې د تېر میلادي کال په مې میاشت کې د دې ډلې مشر ملا اختر محمد منصور په پاکستان کې ووژل شو، د طالبانو د اصلي ډلې مشري په غاړه واخیسته.

رویټرز خبري اژانس وايي، د طالبانو ډله په وروستیو کې د داخلي اختلافاتو او د داعش یا اسلامي دولت د وسله والې ډلې د ظهور له کبله کمزورې شوې خو د طالبانو لوی مشران وايي چې د ملا هیبت الله اخوندزاده له لوري نوي مقررۍ به د ده موقف پیاوړی کړي.

اژانس د طالب سرچینو په قول وايي چې ملا هیبت الله په جنوبي ولایتونو کې، چې د مخدرو موادو د تولید له کبله زیات عاید لري، هغسي نفوذ نه لري چې ملا اختر محمد منصور درلود.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *