نن څوومه ورځ ده چي یو ځل بیا دملا څوک ده? تر عنوان لاندي دملا مخالف او موافق تر منځ په خواله رسنیو کي تود بحث روان دی.

ما هم وغوښتل او مناسبه مي وبلله تر څو پر یاده مسئله خپل آند څرګند کړم.

1- ملا انسان دی, هر انسان هغه که په هري ټولنیزي طبقي پوري اړوند وي, بدۍ او ښیګڼي لري(یوازي پیغمبران معصوم دي), نیکي هم کوي, بدي هم کوي.

الله ج دانسان نفس داسي خلق کړی چي, دنیکي او بدي دتر سره کولو توان یې ورکړی. لکه الله ج چي فرمایي,
[سُوۡرَةُ الشّمس : 7]

وَنَفْسٍ وَمَا سَوّٰىهَا

او په انساني نفس او په هغه ذات قسم دی، چي هغه یې برابر کړ،
[سُوۡرَةُ الشّمس : 8]

فَأَلْهَمَهَا فُجُورَهَا وَتَقْوٰىهَا

بيا یې د هغه بدي او پرهېزګاري ورته الهام کړه.

نو پورتنیو آیتونو ته په کتو سره, دنورو انسانانو ترڅنګ ملا  هم ښېګڼي لري, او هم بدګڼي.
ملا کوم استثنایي مخلوق نه دی. نه بشپړ تقدس او سپیڅلتیا لري, او نه هم مطلق بدۍ. بلکه که هرڅوک ملا په هغه تله وتلي چي ځان پرې تلي, یا ځان پرهغه تله او معیار تول کړي چي دملا دتللو لپاره یې را اخیستې, نو فکر کوم چي تر ډېره به دملا په اړه سم قضاوت وکړو.

نه به مو افراط کړی وي, نه تفریط.
نور بیا
2- الله ج درې ډوله مسؤل مخلوق پیدا کړی, ملائیکه, شیطان او انسان.
فرشتې هیڅ ګناه او دالله ج نافرماني نه کوي, بشپړ منقاد مخلوق دی, له ګناه پاک دي.
شیطان همیشه نافرماني کوي, سرکش او لعنتي مخلوق دی, هیڅکله دخیر کار نه کوي.

انسان ددغو دواړو ترمنځ داسي مخلوق دی چي, نیکي هم کوي, ګناه هم. دا دده فطرت دی. که انسان ګرسره ګناه او ناوړه کار او نافرماني ونه کړي, نو بیا یې له فرشتو سره توپیر نه کیږي. او که له سره تر پایه په ګناه کي ډوب وي, همیشه نافرماني کوي, نو بیا شیطان دی.

بلکه انسان معذور دی, ځکه یې الله ج توبې او بخښني غوښتلو ته رابولي, او فرمایي:
[سُوۡرَةُ الزُّمَر : 53]

قُلْ يٰعِبَادِىَ الَّذِينَ أَسْرَفُوا عَلٰىٓ أَنفُسِهِمْ لَا تَقْنَطُوا مِن رَّحْمَةِ اللَّهِ ۚ إِنَّ اللَّهَ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ جَمِيعًا ۚ إِنَّهُۥ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ

[اې پېغمبره (ص)!] زما هغو (مؤمنو) بندګانو ته، چي پر خپلو ځانونو يې تېرى کړی دى، ووايه: د الله د رحمت څخه مه ناهيلي کېږئ؛ په يقيني ډول الله ټولي ګناوي بخښي؛ هغه ښه بښونكى او مهربان دى.

له پورتني مبارک آیت نه څرګندیږي چي, انسان فطرتأ کمزوری پیدا شوی, دشرایطو, چاپیریال او حالاتو تر تاثیر لاندي راتلای شي, دهغه دهمدغه ضعف له وجهي الله ج دتوبې او استغفار دروازې ورته پرانیستې دي, الله ج پوهیده چي انسان به ګناه او بدي کوي, ځکه یې بدیله لار ورته ښودلې.

بناء ملا هم ګناه, اشتباه, او غلطي کوي. دده یاده کمزوري باید موږ هم ومنو او ملا هم.(ملا معصوم نه دی).

3- ملا دپیغمبرانو ع وارث دی.

الله ج دخپلو بنده ګانو دلارښووني لپاره وحي, کتابونه, صحیفې, احکام او پیغام را استولی.
تر انسانانو پوري دیاد پیغام درسولو لپاره یې خپل سپیڅلي او معصوم بنده ګان د پیغمبرانو په ډول رالیږلي. ددوئ ع تر ټولو ستره دنده اسلام او دالله ج لاري ته دعوت او دالله ج اوامر تر انسانانو پوري رسول وو.

نو تر موږ پوري چي تر 1400 ‌ډېر کلونه تېر شوي, داسلامي احکامو او لارښوونو د رارسولو دنده ملا تر سره کړې.
نن چي ځیني کسان دملا په کړنو نیوکي کوي, او پر اسلامي منابعو استدلال کوي, دا دملا برکت دی(هرهغه څوک چي دین یې ترموږ رارسولی, په هرنامه چي وي).

ملا هغه څوک وو چي دجاهلیت په وخت کي یې انسانانو ته داسي په سترو اخلاقي بنسټونو ولاړ تمدن په عمل کي ور وښود چي تر نن پوري یې بېلګه نه ترسترګو کیږي.

ملا نږدې شل هیوادونه, او دهغوئ اوسېدونکي تر یوه قانون, یوه امارت, یوه تمدن, او بلآخره تر یوه نظام لاندي راټول کړل. دټولو ګټي او زیانونه یې سره ګډي کړې. دځمکي پرمخ تر ټولو عادلانه نظام یې نړیوالو ته ور وپېژاند.(راشده خلافت بیا تر مامون الرشید خلیفه…).
آیا دین تر موږ پوري په بشپړ ډول ندی را رسېدلی?
بلکه را رسېدلی دی, چي موږ نن ددین خبره او احکام له ځانه جوړو شوو هغو نه بېلولی شو.
همدا دملا برکت دی.

4- په دیني لحاظ داسلام له پیل نه په مسلمانانو کي دخدمت,تقوی, اخلاص, پوهي, قرباني او پیش قدمي په اساس ځینو طبقو ته پر نورو وروستنیو څه معنوي امتیازات ورکړل شوي. چي هغه هم دعدل, عقل, او رسم غوښتنه ده او هم یې وړتیا لرله.

پردې اساس, لومړۍ طبقه دصحابه کرامو رض ده. چي پرټول وروستني امت فضیلت ورکړل شوی. دوهمه طبقه دتابعینو رح ده. هغوئ ته هم پر وروستنیو فضیلت ورکړل شوی. دریمه طبقه یې دتبع تابعینو ده چي پورتنیو ذکر شوو دریو طبقو خلکو ته خیرالقرون وایي.

د رسول الله ص دیو حدیث په حواله هره مخکنۍ پېړۍ(مسلمان خلک) تر وروستنۍ غوره ده.
نو دنن ورځي ملا په پورتنیو یوې طبقې پوري هم ندی اړوند. په نورو مسلمانانو کوم طبقاتي فضیلت نه لري.
له اوسنیو ملایانو دپورتنیو ذکر شوو طبقو په څېر دعلم, خدمت, اخلاص, صداقت, حق پلوي او نورو لوړو ارزښتونو توقع کول هم تر‌ ډېره حده سمه نه بریښي.

همدارنګه اوسنیو ملایانو ته دپورتنیو ذکرشوو طبقو فضیلت او جایګاه ورکول هم ناسم کار دی. داوسنیو ټولو ملایانو اخلاص او صداقت ښایې دیوه ادني مرتبې صحابي سره برابري ونه کړي.

نو موږ باید هرچاته خپل مقام ورکړو, دیو بل پرنامه او حیثیت بل ونه دروو.
اوسنۍ زمانه دفتنو نه ډکه زمانه ده, هرومرو هرانسان څه ناڅه په فتنو کي ډوب او ښکېل دی.

لکه څنګه چي دنن ورځي عام وګړي په فتنو ککړ دي, همدارنګه دنن ورځي ملایان هم په فتنو کي اخته دي.
لکه څنګه چي داسلام دلومړیو پیړیو منونکي تراوسنیو څوځله غوره, او برعکس اوسني ترې ښکته دي, په همدې ډول دنن ورځي ملا دهماغه وخت له علماوو او دیندارانو نه هم په څو څو ځله ښکته مقام لري.

موږ باید دنن ورځي ملا ته دپخواني ملا په حیث قایل نه شو, او نه باید دنني ملا په سبب ټول پخواني پړ وبولو.

5- ملا پخوا داسي نه وو

تر کله چي اسلامي خلافت قایم وو, دملا دنده, حیثیت او مقام ډېر لوړ وو. دملا لپاره ځانګړې مدرسې موجودي وي, رسمي دندي یې لرلې, دحکومت په مهمو چارو کي یې ګډون لاره او مشورې یې ورکولې.
ملا به دنورو دولتي مامورینو په څېر معاش لاره, دکورنۍ, اولاد او عادي ژوند تېرولو نفقه یې په آسانۍ سره برابرولی شوای. هر کس او ناکس ته اړ نه وو, آزاد وو, خپله دنده به یې په سم ډول او پوره خپلواکي سرته رسوله. دچا تراحسان لاندي نه وو.

ددولت قضائیه قوه په بشپړ ډول دملا تر واک لاندي وه, ملا کولی شوای چي حتي دوخت خلیفه, صدراعظم, وزیر, والي او نور لوړ پوړي چارواکي خلع قدرت(عزل) کړي.

ملا ته دبغاوت, مخالفت او نیوکي ځای او بهانه نه وه پاتې. ملا ته هر ډول تغیر دځان په زیان ښکارېده. ملاته چي دین څه حکم کاوه, هغه ټول ولس او حکومت منلی وو, دملا عقیده, دولس او دولت عقیده وه. دالله ج ټول احکامات په بشپړ ډول پلي شوي او پلي کېدل.

همدا رنګه په یاد وخت کي دملایانو ترمنځ یو نظم موجود وو, هر ملا قاضي نه وو, هر ملا مفتي نه وو, هر ملا راوي نه وو, هرملا امامت نه کاوه, دهر ملا خبره پردلیل ولاړه وه.

ملا په ګېډه موړ وو, ملا به پخپل هیواد کي مدرسه ویله, دملایانو ډلي نه وې, دمسلمانانو بیلابیلې ډلي هم نه وې.
همدارنګه, انجنیر ملا نه وو, ډاکټر ملا نه وو, ژورنالیست ملا نه وو, شاعر ملا نه وو, موچي ملا نه وو… بلکه دملا کار یوازي ملا کاوه.

پورته ذکر شوي حالات دخلافت برکت وو.

6- ملا ولي بد شو

دصلیبي جګړو په ترڅ کي چي په اسلامي تاریخ کي په بیلابیلو وختونو کي ترسره شوې او په پای کي وروستی اسلامي عثماني خلافت له منځه لاړ, نو زموږ امت ته فتنو او ناخوالو مخه کړه.
ټول اسلامي هیوادونه اشغال او ټوټه ټوټه شول.

زموږ دټولو ارزښتونو او لاسته راوړنو دله منځه تلو کوښښ وشو. لکه څنګه چي دکفر په مقابل کي دمسلمانانو ترټولو ستره حربه اسلامي عقیده او دهغې دعوت کونکي او ساتونکي وو, نو داسلام دښمنو ترټولو ستر ګذار په همدې اړخ وو.
لکه چي په ترکیه کي یې سیکولر نظام حاکم کړ, او دین یې له حکومت نه بېل کړ, حتي چي آذان یې هم په ترکي ژبه بدل کړ. ترکیه یې په داسي هیواد بدله کړه, لکه چي هیڅ اسلامي هیواد نه وي.

له هماغه وخته راهیسي اسلامي نړۍ لکه چي ترهغه مخکي هم په وړو وړو جغرافیو بدله شوې وه, لا ټوټه ټوټه شوه.
داسلامي هیوادونو ټول نظم له منځه لاړ. په مطلق اکثریت اسلامي هیوادونو کي اسلامي نظامونو شتون نه لاره.

دوخت په تېرېدو سره په ځینو اسلامي هیوادونو کي دیني ډلي رامنځته شوې, ځکه ددوئ ددین او عقیدې غوښتني په عمل کي نه پلې کېدلې.

په هرهیواد کي دهماغه هیواد اسلامي ډلو دوخت او هیواد شرایطو ته په کتو سره خپلي تګلاري ترتیب کړې.
له یادو ډلو نه په الهام سره په نورو اسلامي هیوادونو کي هم همداسي ډلې رامنځته شوې, خو لکه څنګه چي په یادو هیوادونو کي استعمار حاکم وو, او یادي ډلي یې دځان لپاره خطر ګڼلو, نو ځکه یې ترمنځ ټکر رامنځته شو.

همدارنګه ځینو اسلامي ډلو دامکاناتو او کافي تجربو دنه درلودلو له امله دنورو اسلامي ډلو کړنلاري په بشپړ ډول خپلو هیوادونو ته وارد کړې, چي دیادو هیوادونو له شرایطو, کلتوري او ټولنیزو جوړښتونو سره په ټکر کي وې, په پایله کي پخپله دمسلمانانو ترمنځ هغه هم ددیني ډلو ترمنځ شخړي رامنځته شوې.

له اسلام نه بیلابیل تعبیرونه وشول, یو اسلام په څو ډوله اسلام بدل شو, څوک افراطي شول, څوک منځلاري او څوک هم لیبرال مسلمانان شول.
ټولو ددین په یوه برخه استدلال کاوه.
حتي اوس خو ځیني ډلي یو شی روا ګڼي خو نور یې ناروا. ځیني دمسلمان وژل هم روا بولي خو نور دمتجاوز کافر وژل هم حرام ګڼي.

په ځینو اسلامي هیوادونو کي روژه وي, خو دهغو په ګاونډ کي اختر. په ځینو کي په ورته شرایطو کي جهاد فرض عین وي, په نورو کي بغاوت.

دغو حالاتو عوام الناس په تردد کي واچول, او دوئ فکر کوي چي ددغو شخړو اصلي سرچینه ملا ده.

دا خبره استعمار او داسلام دښمنانو هم ډ‌یره تلقین کړه, ډیر تبلیغات ورته وشول, اوس تقریبأ خلکو په واقعیت منلې.
د پورتنیو ناخوالو څه ناڅه پړه ریښتیا هم پرملا ده. خو په سلګونه او حتي زرګونه نور دلایل او اړخونه هم لري.
7- داوسني ملا څو غټي ستونزي

دا یو واقعیت دی چي خپله دملایانو ترمنځ نن ورځ تر هري بلي طبقي زیات اختلافات موجود دي. یو ملا دبل ملا خبره او استدلال نه مني, په ډېره ستره دیني او حیاتي موضوع کي ملایان یوه خوله نه دي. ځیني ملایان اوسنۍ افغاني جګړه جهاد ګڼي, خو ځیني نور یې بغاوت بولي. په آرګ کي هم ملا جماعت کوي, په موسي قلعه کي هم.

حتي یو ملا بل ملا کافر او منافق بولي, په اوسنۍ افغاني جګړه کي چي افغان ووژل شي, یو ملا یې جنازه هم نه کوي, خو بل یې هم شهید بولي او هم یې دجنازې ترڅنګ فاتحه هم اخلي.

یو سوله د اسلام حکم او غوښتنه ګڼي, بل یې تسلیمي او دکفارو په څنګ کي درېدل ګڼي.

یو هغه څوک چي په ځان پسي بم تړي افغان امنیتي ځواکونه وژني فدایي او استشهادي بولي, بل یې ځان وژنه ګڼي. ملایان په دغه او دېته ورته نورو ډیرو حیاتي مسائلو کي شدید اختلاف لري. ځکه یې عوام الناس پړ ګڼي.

همدارنګه اکثریت ملایان دټول کلي زکاتونه, صدقات, سرسایې او نور مالي عبادات چي الله ج داړو, فقیرانو, مسکینانو, مسافرو, مجاهدو, پوروړو, بندیانو… حق ګرځولی, دامامت په مقابل کي یوازي دځان حق ګڼي, او نور ټول مستحقین ترې محروموي.

په همدې ډول ملایان یوازي دیني علم ترلاسه کوي, اکثریت یې له عصري علومو سره بلدتیا نه لري, هر څه ورته نوي ښکاري, تر ډیره حده پرې نه پوهیږي او نه یې شي درک کولی, ځکه نو حتي هغه څه چي الله ج انسان ته دهغو دترسره کولو بشپړه آزادي ورکړي, او دانسان خوښي او عقل ته یې پرې ایښي هم دوئ پکي مداخله کوي, چي پر دې اساس دنوو څیړنو او تحقیقاتو مخه ډب کوي.

لکه څنګه چي دین ددنیوي او اخروي اړوند چارو دتنظیم او لارښووني لپاره راغلی, خو اکثریت اوسني ملایان( البته افغاني ملایان) له عصري او دنیوي علومو سره آشنایي نه لري. نو څوک چي پر یو شي, یا یوې موضوع بشپړ علم ونه لري, نو په اړه به یې سم عادلانه او علمي قضاوت هم نشي کولای. ځکه په ځینو مسائلو کي داوسنیو ډیری ملایانو قضاوتونه ناسم او له واقعیتونو سره په ټکر کي دي.

8- اسلامي احکام هم داسلامي ټولني دفردي ژوند دسمون لپاره راغلي, او هم دټولنیز او سیاسي ژوند دلارښووني لپاره.
دفردي احکامو پلي کول په فرد پوري اړوند دي, لکه حج کول. خو ټولنیز او سیاسي ژوند پوري اړوند احکام او لارښووني یو ټولنیز او سیاسي تشکیل او قوت ته اړتیا لري. چي متأسفانه فعلأ داسي حکومت شتون نه لري چي داسلام ټولنیز احکام په بشپړ ډول پلي کړي. لکه دغله لاس یا پښه نه قطع کیږي, رجم, قصاص او نور حدود نه پلي کیږي.

په همدې خاطر ننني نظام غیر اسلامي بولي, پر ضد یې مبارزه اړینه ګڼي, او هغه چاري ملا ترسره کوي چي دفرد کار نه دی, بلکه دحکومت دنده ده. ځکه نو ملا په هغو مواردو کي ښکېل دی چي دده شخصي دنده نه ده.

خلاصه:

لکه څنګه چي پورته په پوره تفصیل سره واضح شوه, چي ملا تر هرڅه مخکي انسان دی, انسان فطرتأ کمزوری خلق شوي, دخطا او اشتباه ښکار کیدلی شي. یعني ملا معصوم نه دی, نه باید ملا ځان معصوم او ترنقد او نیوکي لوړ وګڼي, نه ورنه نور خلک پورتنۍ هیله وکړي.

ملا دهغه مکلف مخلوق(انسان) یوه برخه ده چي دغلطي او ګناه مرتکب ګیږي, او په بخښنه غوښتلو بخښل کیږي.
ملا دپیغمبرانو ستره دنده چي داسلام دعوت اوتبلیغ دی ترډېره حده سرته رسولې. البته په شلمه او یوویشتمه پېړۍ کي داسلام نه دتېر په پرتله څو بېلابېل تعبیرونه شوي, لکه افراطي, معتدل او لیبرال تعبیرونه. چي یادي ټولي ډلي پراسلامي منابعو استدلال کوي, او پخپل منځ کي شدید اختلاف لري.

ملا نه صحابي ده, نه تابعي, نه هم تبع تابعي. نه په خیرالقرون کي شامل دی,داوسنیو ټولو ملایانو اخلاص او صداقت ښایې دیوه ادني مرتبې صحابي سره برابري ونه کړي, اوسني ملا ته دپورتنیو طبقو په څېر پر نور امت فضیلت حاصل ندی. بلکه دفتنو په زمانه کي ژوند کوي, چي هرو مرو په بېلابېلو فتنو کي ښکېل دی.

داسلامي خلافت تر پایه هم ملا ته خپل سترمقام ورکړل شوی وو, او هم ملا خپله دنده په سمه توګه ترسره کوله. خو دخلافت له ړنګېدو وروسته هم ملا له خپل مقامه وغورځېده, او هم یې خپل مسؤلیت په هماغه ډول ندی ترسره کړی.

له خلافت نه مخکي ملا او اوسني ملا ترمنځ ستر توپیر موجود دی. داوسني ملا نیمګړتیاوي دین او پخوانیو دیني طبقو ته منسوبول غیر منطقي او غیر عقلاني کار دی.

ملا او دین باید سره خلط نه کړو, ملا غلطي, ګناه او اشتباه کوي. خو برعکس دین کامل دی هیڅ اشتباه او نیمګړتیا پکي نشته.

داوسني ملا ستري نیمګړتیاوي چي ځیني یې داوسنیو ناسمو شرایطو له امله, او ځیني یې دملایانو داوسني طبقاتي جوړښت له امله رامنځته شوې, او مخکي په تفصیل سره وڅيړل شوې, ددوئ ترمنځ په سترو مهمو دیني مسائلو کي اختلاف دی. ددیني علمي اصولو نه مراعات, په کور دننه دسترو علمي مدارسو او دارالعلومو نه موجودیت, دفتواګانو او اجتهاد داصولو نه مراعاتول, نږدې هرملا له ځانه مفتي جوړول, دعصري علومو نه زده کړه, دامامت په مقابل کي دثابت معاش پرځای دټول کلي زکاتونه او نور مالي عبادات چي دنورو حق دی, دځان حق ګرځول…

په پای کي باید ووایم چي په پورتنیو ټولو مسائلو کي استثناآت موجود دي. په ملایانو کي دنن زماني ترټولو غوره خلک هم شته, او الله ج مه کړه ترټولو بدخلک به هم پکې وي.

هرکله چي بشپړ اسلامي نظام حاکم شي, ملا به هم خپل ستر مقام ترلاسه کړي او هم به خپل دروند مسؤلیت په ښه ډول ترسره کړي.

4 thoughts on “ملا څوک دی؟ | اسدالله صمیم”
  1. کور مو ودان ډیر معقوله او پر ځای لیکنه. ما هم تاند ته په همدې موضوع لیکنه کړې وه خو نه پوهیږم ولی ورکه شوه. هیڅ یی خپره نه کړه.

  2. ملا د تاريخ په اوږدو کې زموږ هیواد ته خدمت نه دی کړی او هغه يی سلګونه کلونه شاته اچولی دی.باید دا ومنو چې ملايی وايی یو څه او کوي بل څه. په دې مانا چې منافق دی. کم شمیر ملایان صادق دي.نور يی ټول فریبکاران دی.په تیورۍ کې که ملاته هره لیکنه کوی بیله خبره ده، خو په پوره ډاډ دا خبره کولی شم چې ملا منافق او د انسان د ترقۍ او خوشبختۍ ضد دی.ټول پام يی ښځې ته دی،د ښځینه مخلوق لوی دښمن ملا دی

  3. ستاسو له هر اړخيزې او مستندې لیکنې نه ډېره مننه .
    رښتیا هم ملا انسان دی او له ملایانو سره بیا شیطانان هم ضد کوي او هر څومره چې د یو دینې عالم پوهه او علم زیات شي ، شیطان هم په ډېر زور او قوت ورسره لجاجت کوي.
    متاسفانه زمونږ د ټولنې له نورو طبقاتو سره سم ملا هم د پردیو جاسوس ، نوکر ، د خپل هېواد او خلکو دښمن ګرځېدلی دی. خو دا باید ومنو چې په ملایانو کې هم پرښتو ته نژدې پاک او معصوم انسانان شته ، دوی خپلو خلکو او ټولنې ته په پوره ایماندارۍ او تقوا سره کار جهد او مبارزه کړېده .
    ملا مشک علم آخند ، غازي محمد عثمان خان ، بایزید روښان او داسې نور ډېر واقعي افغانان او د دین ستوري شته چې نومونه یې تل زمونږ د تاریخ په پاڼو کې په زرینو کرښو لیکل شویدي.
    د پنجابیانو نوکر ملافضلو مشهور په ملا ډیزلي ، د دوزخ اور وهلي ملا سمیع الحق او … بیا په مقابل کې هغه لوي شیطان دی چې ابلیس علیه لعنه هم ورته تسلیم دی. هغه په خپل هېواد کې ښوونځي، موسیقي له نجونو سره ناسته او ټوکې روا بولې خو زمونږ په هیواد کې بیا ناروا.

  4. کور دی ودان بده لیکنه نده امّا یو دوه مهم ټکی د یادولو وړ بولم
    زموږ ګران ورور، ملا یوازی زموږ په سیاسی جغرافیا کی تعریف کړیدی حال داچه مُلا د اسلامی نړۍ په سطحه په سیاسی جغرافیا او فرهنګی جغرافیا او حتی تاریخی جغرافیا کی د یو ستر او ژور او لوړ حضور څښتن دی
    داچه نن مُلا فقط زموږ په وطنی- ټولنیز-سیاسی فضاء کی د مثبت او منفی توجهاتو وړ دی علت ئې زموږ د هیواد د یو ډېر حساس هراړخیز جغرافیائي مؤقعیت څخه سر چینه اخلی
    زموږ هیواد د درو لویو قدرتونو! !! یعنی روسی تزاریزم او شوروی مارکسیزم او ګاؤ پرست او بُت پرست هندئیزم او همدارنګه انګریزی ماسونیزم په نازکه او حساسه لمن او یا لمنی ته نژدې پروت دی
    که د نورو اسلامی هیوادونو چه حساس مؤقعیت نلری پاملرنه وکړو وبه لیدل شی چه د هغو هیوادونو مُلایان په یوه نورمال او عادی او طبیعی اتموسفیر کی د هغې ټولنی د نورو اقشارو تر څنګ د خپل اصلی دریځ او موقف څخه برخمن دی یعنی خپل ټاکل شوی اجتماعی او دینی او فرهنګی دریځ ئې هم د نورو لخوا او هم له خپلی خوا په رسمیت پېژندل شویدی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *