د نړۍ په سياسي تاريخ کې ملتونه په يوه واحده جغرافيه کې رامنځته شوي اوپه ټاکلې جغرافيه کې مېشتو قومونو له ترکيب څخه واحدملت جوړېږي او بيا د نړۍ په سياسي نقشه کې د خپلواک هېواد په توګه څرګندېږي، له نېکمرغه افغانستان، د خپل تاريخ له پيله چې اريايي لرغوني تمدن ته رسېږي د يوه نړيوال تمدن او بشري کتلې د يوې غوښتنې برخې زانګوپاتې شوي او د سيمې هېوادونه د دې هېواد په سياسي قلمرو او حاکميت کې شامل وو .

د نړۍ د پرمختللو هېوادونو د پرمختګ اصلي لامل په هغو هېوادونو کې د ملتپالنې د فکر، احساس او روحيې شتون او پالل دي، چې هر هېواد په خپلو پرېکړو او کړنو کې د اړوند هېواد ملي ګټو ته لومړيتوب ورکوي، خپل کورنۍ او بهرني سياسي، اقتصادي، دفاعي او امنيتي سياست د ملت د ارادې پر چورليز( محور ) ټاکي او عملي کوي .

افغانستان د خپل اوږد تاريخ په بهير کې د مېشتو قومونو ګډ کورپاتې شوى او هر وخت يې د هر نړيوال زبر ځواک پر وړاندې ګډ مقاومت کړى او لا يې کوي د لته چې هر څوک او هر قوم په هره ژبه غږېږي خو ځان افغان ګڼي او پر خپل افغانيت وياړي ، خو له بده مرغه د اوسني نظام په اډانه او ځينو رسنيو کې پرديپاله عناصر او کړۍ شتون لري، چې په فزيکي او کميتي لحاظ کمزوري خو منظمي دي او د سيمې هېوادونوپه ځانګړي ډول ايران او پاکستان د استخباراتي ادارو تر اغېزې لاندې دي او د هغوى په پلانونو او شومو موخو لپاره کړنې ترسره کوي.

او د ملت په منځ کې په مختلفونومونو کرکه زياتوي او د بېلوالي لپاره هلې ځلې کوي، خو ترڅنګ يې اوسمهال د شعوري، بادرده، با فکره او وېښ افغانان هم شته چې وخت پر وخت د پرديو او پرديپالو له کړنو څخه خپل ولس خبروي، پرواندې يې کلکه مبارزه کوي او د ځوان نسل د وېـښ ساتنې او د هېواد ملي ارزښتونو د ساتنې، پالنې ، ځلونې او بډاينې لپاره علمي ، فکري فعاليت کوي که څه هم دا شمېر کم وي خو د منظم کېدو په حال کې دي او د ويده ملت د ويښولو او فعال ساتلو جوګه دي. او راتلونکى يې روښانه دى، زما هيله اوغوښتنه له بادرده او با احساسه افغانانو څخه دادى، چې د خپل ولس او هېواد له ملي ګټو او ارزښتونو څخه دوه بېلګې يې زموږ افغاني هويت ( افغانيت ) او بل هم عقيدوي هويت ( اسلاميت ) دى ټول سره په ګډه پردې محور راټول او د هېواد د ملي ګټور او نوامسو ارزښتونو او ملي حاکميت څخه دفاع لپاره عملي فعاليتونو لپاره منظم او د هېواد ملي ګټو ته په ژمنتيا سره عملي فعاليت ترسره او د پرديو پرديپالو د کرغېړنو هڅو مخه ونيسي.

شېرعلم امله وال – ننګرهار

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *